نوم ورکي اتل غازي بخت پور

طارق اتمان خیل

531

پښتون قام وخت په وخت داسې اتلان زېګولي دي چې ژوند یې د تاریخ برخه ګرځیدلې او د پښتون قام د فخر، ویاړ او افتخار شمله یې اوچته کړې.
خو د بده مرغه ځینې ویاړلي اتلان داسې هم دي چې تر دې د تاریخ د پاڼو نه ورک دي او د دې په شا لویه معمه دا ده چې پښتانۀ چا پرمختګ ته نۀ دي پرېښلي. نۀ یې دغه اتلان منلي او نه یې د نصاب برخه ګرځولې ده.
په دغه نوم ورکو اتلانو کښ یو نوم د بخت پور هم دے په کوم چې د فرنګیانو له اړخه د “بدمعاش” سرتیري تور لګیدلے وۀ.
بخت پور په قبائلي او پسمانده سیمه ارنګ پجیګرام کښ د ملک جلات خان په درنه او پښتنه کورینۍ کښې زېږېدلی وۀ په خټه اتمان خیل شموزے سرنيخېل اباخېل وۀ بخت پور د وړوکوالي نه یو زیرک او بهادر شازلمے ګڼلے شۀ. د ځلميتوب په ړومبي پړاؤ د بلها ازمېښتونو سره مخ شۀ او په پښتنه خاوره یې د فرنګیانو د جبر، ظلم او وحشت چپاوونه محسوس کړل. بخت پور په بشپړه توګه د عصري علمونو زده کړې نۀ وې کړې ولې د قران پاک زده کړه یې په وړوکوالي کښې کړي وه.بخت پور په قبائلي ژوند کښې د پېښو شخړو او کشالو نه کرکه کوله او غوښتل یې چې د سیمې خلک د فرنګیانو په ضد رایو کړي. دا هغه دور وۀ چې د پښتنو خاوره په دوۀ برخو یعني سمه، ښار او کلي، بانډو کښې تقسیم شوي وه. کلي والې سیمې لکه دیر ، باجوړ ، مهمند ، بونېر، سوات کښې به د پناه ورکولو سره سره د فرنګیانو خلاف نوي نوي رضاکار هم تربیه کېدل. دغه شان الینګار فقیر کوم چې د سنډاکي مُولا مرید وۀ. “”” سنډاکي مُولا د شانګلې چکېسر په یوه علمي کورینۍ کښې زېګېدلے وۀ او د نوموړي شخصیت سره سره د فقهې او نورو اسلامي علمونو څښتن وۀ””
د الینګار خپل نوم فقیر شاه وۀ او دا د سوات د میاګانو د کورینۍ نه وۀ نیک سړے وۀ د روایاتو تر مخه به پښې ابله ګرځېدلو. الینګار فقیر دغه دور کښې د اتمانخېلو (شموزو) په سیمه د بخت پور په کورینۍ کښې پناه اخستې وه. بخت پور د وسله والو مبارزینو لۀ پاره په کال ۱۹۳۰ کښې د اتمانخېلو په سیمه
بـــادِ ســـبا bad i saba نومې یو ګوند جوړ کړو چې په باقاعده توګه یې دا مشر وټاکلے شۀ د فرنګیانو له خوا دغه ګوند ته د voilence party نوم ورکړے شوے وۀ. په دغه ګوند کښې د دۀ سره د الینګار فقیر نه علاوه نور ګڼ شمېر اتمانخېل،سلارزي او ترکلاڼي مبارزین هم وو چې پکښې دورے، محید ملک، بشیر افضل،ملک ګل همېش، ملک عباس او طورسم سلارزے ملک د یادولو وړ دي.
بادِ سبا Bad i saba ډلې به د فرنګیانو سره د وسله والې مبارزو او د فرنګیانو په ضد د قبائلو د تربیه کولو نه علاوه د قبائلي شخړو هوارولو لۀ پاره هم کار کولو.
باد سبا په دغه دور کښې د کابل د واکمنو نادرشاه او دهغۀ نه وروستو د ظاهر شــاه سره نزدې اړیکې سـاتلې او دوي ته به د ماجب نه علاوه پنځه ډزي Leenfield rifle چرائیزې Martini henry ټوپکې کالتوس او نورې وسلې ورکړے کېدلې.
دغه وسلې به د سالارزو باټمالۍ ته راتللې او هم له دغه ځایه به د بادِ سبا د مبارزینو تر مېنځه تقسیمدلې.
هم په دغه دور کښې د ترنګزو باباجي مشر ځوۍ فضل اکبر چې د افغانستان د حکومت پلوي وۀ او خپل هم خیال خلکو ته به یې د غوګین ټوپکو کالتوس، وسله او ریډیوګان ورکول هم په دغه نسبت په پاچا ګلي کالتوسو والا مشهور شۀ، دۀ به هم د الینګار فقیر او بخت پور سره اړیکې ساتلې، وخت په وخت به یې د دوي مرسته کوله او د بادِ ســـبا د مبارزینو لۀ پاره به یې دوي ته دغه ذکر شوي مواد ورکول.
په کال ۱۹۳۳ کښ بخت پور د شموزو په علاقه کښې فرنګیانو ته بمونه کېښودل او له دغې چاودنې وروستو یې نور بمونه هم تر لاسه کړل چې د فرنګیانو پر ضد یې وکاروي.
د روایاتو تر مخه په دغه بمونو کښ زیات هغه بمونه وو کوم چې به د الوتکو نه په دوي را اوغورځولے شو خو او به نۀ چاودل او دوي به ترلاسه کړل. بخت پور په دغه کال ۱۹۳۳ کښې د الینګار فقیر سره د اتمانخیلو په یو لښکر جوړولو کښ مرسته کړي وه او د جندول د نواب په قلعه یې حمله کړي وه د دغه حملې په شا لویه وجه دا وه چې د دغه وخت خانان او نوابان د فرنګیانو منونکي او مرستیال وو او د ازادۍ غوښتونکو د لارې خنډان وو.
الینګار فقیر چې فرنګیانو ورته مېډ فقیر هم وئيلے وۀ د بخت پور په نګرانۍ کښې یې د اتمانخېلو څلور سوه وسله وال well armed لښکر تیار کړو او د سوات په سیند پورې وتل او په فرنګیانو یې حمله اوکړه فرنګیان دغه وخت په دفاعي پوسټونو او پړاوونو جوړولو کښې بوخت وو، په دغه حمله کښې فرنګیانو ته لوۍ زیان رسیدلے وۀ.
بخت پور د اګرې په لویه جهګړه کال ۱۹۳۵ کښې هم برخه اخستلې وه په کومه کښې چې د غازي محمد اتمانخېل د لاسه مسټر بیسټ LWHD Best وژل شوے وۀ بخت پور په دغه جنګ کښې د اګرې غونډۍ ډوب مورچل سنبهال کړے وۀ.
په دغه جهګړه کښې بخت پور د فرنګیانو یو مرستیال چې د سوات د تهاڼې اوسیدونکے وۀ هم قېد کړے وۀ نوے زلمے وۀ په دغه ځوان بخت پور وروسته د خبرو اترو په وخت مهربانه شۀ او د قېده یې خوشے کړو دغه ځوان د ازادۍ نه پس د پاکستان په فوځ کښې د مېجر په حېث برتي شۀ. د کال ۱۹۶۵ د جنګ نه وروسته چې قبائلې سیمو نه په فوځ کښې کومه برتي کېدله نو هم دغه مېجر د بخت پور کور ته راغلو او د بخت پور کشر ځوۍ چې په ملک تواتر نومیږي په فوځ کښې برتي کړو چې وروستو د صوبیدار په عهده ریټائرډ شۀ.
د بخت پور اړیکې د سخاکوټ د راج ولي او ولي خان سره هم وې دوۍ به هم د دۀ مرسته کوله په دغه دور کښې قندهار بابا نومې یو سړے “چي خپل نوم یې سردار خان وۀ او د غازي امان الله سره وزیر پاتې شوے وۀ “”
هم د بخت پور ډلئیز وۀ.
د دیر نواب شاجهان به هم د بخت پور سره اړیکې ساتلې او کله چې به فرنګیان دیر ته تلل نو نواب به دۀ ته خبر ورکولو او د ګــورو ډوب او سرملو ډوب ارنګ نه به پري بخت پور او د بادِ سبا مبارزینو ډزې کولې،فرنګیانو به د دې مجبورۍ له کبله د کامراني تېمرګرې په سړک تګ نۀ شو کولے. هم د دغې مورچلو ګورو ډوب نه به د بادِ سبا مبارزینو د فرنګیانو پړاوونه چې به په تالاش بانډګۍ کښې وو په نخښه کول او ژوند کولو ته به یې نۀ پرېښودل په دغه بریدونو کښ یې بلها فرنګیان له مېنځه وړي وو د دغه غرۀ په سر کښې اوس هم د بخت پور په نوم یو مورچل شتون لري.
بخت پور د نولس سوه پینځه شپیتم ۱۹۶۵ کشمیر جنګ کښې هم برخه اخستې وه د روایاتو مطابق کله چي دا تلو نو د ځان سره یې دوۀ سوه ۲۰۰ یا دوۀ نیم سوه ۲۵۰ شاوخوا قبائلي جنګجو بوتلي وو یو مورچل چې ټایي نومیدۀ د دیر د نواب د لښکر پنځوستو تنانو پرې ډېري هڅې اوکړې چې دغه مورچل اونیسي خو د ډېر کوشش باوجود یې اونۀ نیوۀ له دغې وروستو یې بخت پور ته خواست وکړو دۀ دغه مورچل ونیوۀ او پینځه سیکهان یې پکښې سره د توپو ، ټوپکو او کارتوسو قېد کړل.
بخت پور سره فوځ لیک کړے وۀ چې دغه د غنیمت مال به ستا وي خو چې بخت پور سره د دغه وسلې اټک ته راورسېدۀ نو حکومت ترې دغه مواد قبضه کړل بخت پور خو د وړاندي نه هم د حکومت منونکے نۀ وۀ او د افغانستان پلوي وۀ نو په زړۀ کښې یې نوره کرکه هم پیدا شوله او افغانستان ته لاړو، یوه اوږده موده یې هلته تېره کړه د کابل حکومت د دۀ ډېر قدر اوکړو.
بخت پور غوښتل چې قبائلي سیمه دې د افغانستان برخه شي او د ازاد پښتونستان بېرغ پرې جګ کړي دۀ د پښتنو ټولې سیمې یوه خاوره ګڼله هم دغه لامل وۀ چې کله دا د افغانستان نۀ راستون شۀ نو درګۍ، کوټ، مېنه او نورو سیمو کښې یې د روډ کلوټونو ته بمونه کیښودل او الوزل به یې خو د بخت پور دغه هڅو خوند او نۀ کړو او کله چې په کال ۱۹۷۳ کښ باجوړ ته د ځانګړې ایجنسۍ درجه ورکړې شوه او بیا په کال ۱۹۷۴ کښې ذوالفقار علی بټهو د پاکستان وړومبي وزیر اعظم د باجوړ دوره اوکړه نو بخت پور ته یې یوه ګهـــړۍ یوه تـــمانچه او پنځوس مربعې زمکه د لاړکاني او بهاول نګر تر مېنځ د هیند د بارډر سره نزدې په غرض ورکړه چې دا د پاکستان منونکے شي او سرتېره قبائل په دغه زمکه اباد کړي چې د دښمن له اړخه دغه د پاکستان سیمه محفوظ شي .
په دغه ځاۍ (زمکه) اوس هم د “”غازي بخت پور “” د نامې تختۍ لګېدلې ده.
څه که بخت پور د عصري علمونو نه لرې وۀ او د قبائلي پسمانده علاقې اوسیدونکے وۀ ولې د دوۍ ویخ ضمیـــر ، سیاسي ، مذهبي ، او سماجي جدوجهد او مبارزې د قدر وړ دي او دومــره یې کړې چې خپل نوم یې د تاریخ پاڼو ته پرېښلے.
دا عظیم اتل او غازي د شپږشلې کلونو په عمر کښې د دې فاني دنیا نه رخصت شۀ او په خپله ابایي مقبره پجیګرام (ارنګ) کښې خاورو ته وسپارلے شۀ.
په ګور ئې نور او ارواح یې ښاده.

مضمون !! طارق اتمان خیل کوز دیر
سرچینې !!
1 ــ ملیټري ریپورټ ۱۹۰۶ شمله پرنټیډ
2 ـــ Who is who in swat in chitral 1933 miletry report
3 ــ زرپاش شپږ میاشتنۍ مجله دیر پښتو ادبې ټولنه “” حبیب الله حبیب “” سنډاکې ملا
4 ـــ باجوړ د تاریخ په رڼا کښ مولانا خانزیب
5 ــ کلکته نیوز فروري ۲۷ war like tribes man
6 ـــ سرتور فقیر امجد علې اتمان خیل
7 ـــ بیلا بیلې مرکې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.