په اوکراین کې د شکمنو بیولوژیکي وسلو په اړه د امنیت شورا غونډه

268

د ملگرو ملتو د امنیت شورا به نن جمعه « د مارچ ۱۱مه» په اوکراین کې د شکمنو بیولوژیکي وسلو په هکله یوه عاجله ناسته وکړي. روسیه د اوکراین پرحکومت تورلگوي چي له امریکا متحده ایالاتو سره په گډه بیولوژیکي وسلې جوړوي.

Ukraine russicher Luftangriffin Novokodatsky Distrikt Dniproدغه غونډه پس له هغه د روسیې له خوا پیشنهاد سوه، کله چې په تیرو ورځو کې مسکو او واشنگټن یو پر بل باندې تورونه ولگول چې د اوکراین په جگړه کي غواړي د ډله اییزو وژنو وسلې استعمال کړي.

روسیه د اوکراین حکومت په دې تورنوي چې د امریکا متحده ایالاتو له لابراتوارونو سره په گډه بیولوژیکي وسلې جوړوي. واشنگټن او کیف دغه ډول تورونه رد کړي دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روسیې له خوا دغه تورونه د پنجشنبې په ورځ په یوې ویډیویی وینا کي رد کړه او څرگنده یې کړه چي :«هیڅ څوک په اوکراین کي کیمیاوي او یا هم د ډله اییزو وژنو، نورې وسلې نه جوړوي.»

د سوریې په کورنۍ جګړه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د ادعا په اړه د امنیت شورا په غونډه کې، د امریکا او بریتانیې استازو پر خپلو شکونو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د روسیې دا تورونه د ګاونډي هیواد په جګړه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له پاره د یوې پلمې د جوړولو په هدف دي. د امریکا متحده ایالاتو د سفیر مرستیال، ریچارد میلز روسیه په «درواغ ویلو» تورنه کړه. هم د اوکراین او هم د سوریې په اړه.

د هغه بریتانوي سیال، جیمز کاریوکي ټینګار وکړ چې: «په سوریه کې د روسیې د اقداماتو ورته والی واضح دی او موږ په اوکراین کې د روسیې د غلطو معلوماتو د ورکولو پیژندل سوې څېره وینو.»

د ملگرو ملتو ویاند، ستیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ د یوې پوښتني په ځواب کي وویل: «هغه په اوکراین کې د دا ډول وسلو [په لنډ وخت کې د استعمال] په هکله هیڅ ډول معلومات نلري.» نوموړي ټینگار وکړ چې «د هغو استعمال به غیرقانوني او له نړیوالو قوانینو څخه سخته سرغړونه وي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.