د «بهرنیو سيریالونو پر خپریدو بندیز»؛ د افغان خبریالانو نیول ادامه لري

345

طالبانو وروسته له هغې د طلوع نیوز د مشر په ګډون د دې تلویزیون یو ویاند او یو حقوقي سلاکار بندیان کړل چې تېره شپه په طلوع او لمر تلویزیونو کې د طالبانو له لورې د سیریالونو د بندیدو په اړه خبر خپور شو.

Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul

په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د رسنیو په ازادۍ سخت محدودیتونه وضع شوې دي او په یوه تازه اقدام کې طالبانو په لمر او طلوع تلویزیونونو کې د سیریالونو په نشر بندیز لګولی او د طلوع نیوز د مشر په ګډون یې دوه خبریالان نيولي ول.

تېره ورځ موبي ګروپ اعلان وکړ، چې د طالبانو استخباراتو ورته امر کړی، چې له نن شپې وروسته به سیریالونه نه نشروي او په دې برخه کې یې ځینې لیکلي تعهدونه هم ترې اخیستي.

له دې اعلان وروسته وسله والو کسانو په دغه تلویزیون چاپه اچولې او د طلوع نیوز د مشر خپلواک ساپي په ګډون یې دوه کسان د خبرونو ویاند بهرام امان  او حقوقي سلاکار نافع خلیق له ځان سره بیولي او بندیان کړي ول.

طلوع نیوز د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د دوی درو کارمندانو څخه چې تېره شپه نیول شوې وو،  د طلوع نیوز مشر خپلواک ساپی او حقوقي سلاکارنافع خلیق بېرته ازاد شوې دي خو د خبرونو ویاند بهرام امان هم لا هم د طالبانو په بند کې دی.

طالبانو تر اوسه د دې کسانو د نیول کیدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند مهاجر عاکف دویچه ویله ته تائید کړه، چې له استخاراتو یې غوښتي دي، چې په تلویزیونو دې سیریالونه بند کړي.

نوموړی وایي، سیریالونه د افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او دوی یې د بندولو امر کړی.

عاکف وایي: « دوی دې هغه څه واوري چې استخباراتو ترې غوښتي. موږ چې مخکې رسنیو ته څه ویلي وو اوس یې هم وایو، هر هغه څه چې له افغاني کلتور او اسلامي کلتور سره په ټکر کې وي، هغه په رسنیو کې بند دي. کوم سیریال چې له افغاني او اسلامي کلتور سره په ټکر کې وي، هغه زموږ له دریځه په اولو ورځو کې بند دي، اوس هم بند دي او بیا به هم بند وي.»

د طلوع تلویزیون د خپرونو په برخه کې په محدودیت او د طلوع نیوز د کارکوونکو  نیولو او بندیان کیدو په کور دننه او بهر د نړیوالو ادارو او د رسنیو او خبریالانو د دفاع بنسټونو سخت غبرګونونه څرګند کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د ټویټر په یوه پیغام کې په طلوع نیوز برید غندلی او او د نیول شویو خبریالانو د سمدستي خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

یوناما وایي: «ملګري ملتونه د ټولو هغو خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه کوي چې د وسله والو لخوا نیول شوي او د خبریالانو او خپلواکو رسنیو په وړاندې ګواښونه دې پای ته ورسیږي..»

Afghanistan Kabul - Taliban PK

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي، د سیریالانو خپریدل ځکه بندوي چې له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیو مسؤل جمیل وقار دویچه ویله ته وویل، طالبانو د طلوع نیوز مشر او دوه کارکوونکي له دې امله وړي او بندیان کړې وو، چې ولې یې د سیریالونو د بندیدو موضوع رسنیزه کړې ده. نوموړی له رسنیو او خبریالانو سره  د طالبانو د چلند په اړه اندیښنه څرګندوي او زیاتوي، چې په بیا بیا یې له طالب چارواکو سره د رسنیو ازادۍ او خبریالانو خوندیتوب په اړه ناستې کړې، خو هغوی کوم بدلون نه دی راغلی.

وقار وویل: »موږ رسنیو او خبریالانو سره د طالبانو چلند په اړه سخت اندیښمن یو. موږ څو ځلې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، استخباراتو ریاست سره او نور چارواکو سره ناستې کړې دي، خو متاسفانه دغه وضعیت چې باید کنټرول شوی وای کنټرول شوی نه دی، موږ نړیوالو بنسټونو او حکومت سره خبرې کړي، خو لا هم بدلون نه دی راغلی او د خبریالانو نیونې دوام لري.«

د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمېټه په ولایتونو کې هم د خبریالانو له سخت ژوند خبر ورکوي او وایي، چې خبریالانو ته معلومات ورکول محدود شوې دي او دغه راز د خبریالانو نیول او بندي کیدل زیات شوې دي.

د دغه کمیټې په خبره، د پخواني حکومت له سقوط وروسته له دوی سره د خبریالانو د نیونې او بندي کیدو له ۱۲۰ او تر ۱۳۰ پورې قضیې ثبت شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.