ذهني تیروتنې

703

د ذهني تېروتنو پېژندنه!

ذهني تېروتنې، ناسمې یا غیر منطقي فکري بېلګې دي چې د انسان پۀ ذهن کې روزل شوي او د ناخوښ اروایي حالت پۀ ځانګړي توګه، ژورخپګان، اضطراب او… لامل ګرځي.

پۀ بله ژبه، ذهني تېروتنې هغه فکرونه دي چې پۀ انسانانو کې لۀ مسایلو د سم او منطقي درک مخنیوی کوي. دا فکری بېلګې ډېرځله منفي فکرونه او احساسات تقویه کوي او د ځان، راتلونکي او نړۍ پۀ اړوند د داسې فکرونو تل پاتې کېدل د اضطراب، ژورخپګان او نورو اروایي ګډوډیو لامل ګرځي.

ذهني تېروتنې د موقعیت پۀ اړوند د انسانانو پر پرېکړه او قضاوت اغېز کوي همدارنګه، د ګډ ژوند اړیکې، کاري موقف، د ژوند تګلارې او د ژوند ډېر نور اړخونه هم پۀ منفي بڼه اغېزمنولای شي.

ددې تېروتنو پېژندل د لۀ منځه وړو او اصلاح لاره کې لومړی ګام دی. دا تېروتنې د پېښو پۀ اړوند د تحلیل، تغسیر او قضاوت پر مهال موږ پۀ لومه کې غورځوي او ددې لامل ګرځي چې موږ ونشو کولای لۀ شته شرایطو څخه سمه ارزونه ولرو او ښه ټاکنه وکړو.

ځیني ذهني تېروتنې پۀ لاندې ډول دي:

وړاندوینه: مثلاً کۀ ماتې وخورم بیا؟ کۀ مې پۀ کار ونۀ ګوماري بیا؟

لویول: د خلکو د خندا لۀ امله د سټیج تر مخ خبرې نکول.

مقایسه: هغوی موټر لري موږ نۀ…

او… نور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.