طالبان په افغانستان کې ساعت سرچپه څرخوي

411

طالبان خپل پخواني حالت ته ګرځي

طالبان په افغانستان کي ساعت سرچپه څرخوي او د استبدادي اوامرو په صادرولو سره ورو ورو افغانستان د خپلي واکمنۍ لومړۍ دورې ته ګرځوي.

Taliban control at checkpoints in Kabulآرشيف انځور

اسوشيېتد پريس خبري آژانس د طالبانو له خوا رامنځته سوو وروستيو محدوديتونو ته يوه کتنه کړي او ليکي چي په افغانستان کي له شپږم ټولګي څخه و لوړو ټولګيو ته د نجونو پر ورتګ بنديز لګېدلی او مېرمني بې محرمه نه مځکنی او نه هم په الوتکه کي سفر کولای سي. نارينه او ښځي نه سي کولای پر يوه وخت يوه پارک ته ولاړ سي، بلکي پارکونو ته صرف د دوی د جنس له پاره په ټاکل سوو ورځو ور تللای سي. په پوهنتونونو کي د موبايل پر استعمال هم بنديز لګېدلی دی. د بنديزونو لړۍ لا پای نه دی موندلی.

طالبانو په افغانستان کي د دويچه وېله، بي بي سي او امريکا ږغ پر پښتو او دري تلويزيوني خپرونو هم بنديز ولګاوه. په دې توګه پر هغو تلويزيوني ډرامو او سريالونو بنديز ولګول سو چي له هيواد څخه دباندي جوړ سوي وي.

له هغه وخت راهيسي چي طالبان په افغانستان کي بیا واک ته رسېدلي (د تېر عيسوي کال په اګست مياشت کي)، ورو ورو يې د خپلي تيري واکمنۍ په شان سخت قوانين رامنځته کړي دي.

د مېرمنو پر حقونو د طالبانو وروستی بريد د خپلي هغې ژمني ماتول وه، چي ويل يې له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو ته به هم نجوني د تلو اجازه ولري. خو داسي ونه سول او د ښوونځيو پرانيستلو په لومړۍ ورځ په افغانستان کي ټولي هغه نجوني چي تر شپږم ټولګي پورته ټولګيو ته رواني وې، ښوونځيو ته پرې نه ښودل سوې. له نارينه وو څخه جوړې د طالبانو ادارې امر وکړ چي تر بل امر پوري به دغه نجوني ښوونځيو ته نه ځي. دا د هغه باوجود چي طالبانو په کلکه سره ژمنه کړې وه او تضمين يې ورکړی وو چي دا کار به نه کوي.

ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا پر رسنيو محدوديتونه او پر ځينو باندنيو رسنيو بنديز «د افغانستان د ولس پر ضد يو بل استبدادي اقدام» وباله. دغه سازمان د طالبانو هغه اقدم چي پر دويچه وېله، بي بي سي او امريکا ږغ رسنيو باندي يې بنديز لګولی دی، د خواشينۍ او اندېښنې وړ بللی دی.

د راپورونو پر اساس د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د مارچ ۲۸مه نېټه) په کابل کي ځيني مامورين کور ته ولېږل، ځکه چي ږيره او خولۍ يا لنګوټه يې نه لرله. د وسله والو طالبانو په آند ږيره او د سر پټول د نارينه ؤ د تقوا سمبولونه دي. دغه ډول يو مامور ږيره يې نه لرله او طالبانو له کار څخه راګرځولی وو،  اسوشيېتد پريس خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چي نه پوهيږي چي کله به بېرته کار ته د تلو اجازه ورکړل سي.

د طالبانو د لوړپوړو مشرانو يوه درې ورځنۍ غونډه تېره اونۍ په کندهار کي تر سره سوه. دغه ولايت د طالبانو د غورځنګ د رامنځته کېدو اصلي ځای هم بلل کيږي. د يادي غونډي په هکله ويل کيږي چي مشرتابه پر دې ټينګار لاره چي سخت اصول بايد عملي سي. د طالبانو اوسنی مشر مولوي هيبت الله اخوندزاده غواړي چي د ۱۹۹۰ لسيزي په شان اصول پر افغاني ټولنه عملي کړي.

د افغانستان د حکومت پخوانی مشاور او د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي چي د طالبانو تر منځ ځيني ځوانان د خپلو مشرانو له سختو اصولو سره مخالف دي. د فرهادي په وينا د طالبانو بعضي ځوان غړي يا خو په پټه خوله د خپل مشرانو د احکامو څخه سرغړونه کوي او يا حد اقل هغه له پامه غورځوي. د نوموړي په وينا په داسي حال کي چي افغانستان په سخت اقتصادي او بشري بحران کي راګير دی، پراګماټیک طالبان د سخت دريځو سره په اختلاف کي قرار لري. خو دغه ځوان طالبان هم د نارينه ؤ او ښځو حقونه صرف د اسلام په دايره کي پېژني.

د فرهادي په وينا، په داسي حال کي چي د طالبانو په لومړۍ دوره کي د هغوی مشري د يو شخص په لاس کي وه، چي هغه ملا محمد عمر ؤ، اوس په طالبانو کي بيلي ډلې سته. د هغه په وينا د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده د ملا عمر په شان په کندهار کي دی او له هغه ځای څخه دغه ډله رهبري کوي.

اخوندزاه چي په ۲۰۱۶م کال د طالبانو مشر وټاکل سو، په پاکستان کي د يوې ديني مدرسې مشر وو. هغه کسان چي اخوندزاده پېژني په هکله يې وايي چي هغه د طالبانو د وروستيو شخړايزو اقداماتو پر وړاندي پر نړيوالو غبرګونونو زيات غوږ نه ګروي. په عيني حال کي د طالبانو د رئيس الوزرا د روغتيايي وضعيت په هکه هم اندېښنې زياتي سوي دي، ځکه چي هغه د چين د باندنيو چارو د وزير د سفر پر وخت موجود نه ؤ.

فرهادي هيله لري چي د طالبانو په غورځنګ کي به تعديل راسي. د هغه په وينا البته دا يوه اږده او د ټولو اړخونو له پاره ښايي له زياتو ناهليو سره مل پروسه وي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.