لنډ حدیثونه

ژباړونکې: اوږۍ امانزۍ

1,549

 1 د چا په حق کې چې الله ج  ډیر مهربانه وي نو د دین پوهه ورته ورکوي .(بخاری7)

2  په تاسو کې بهتره کس هغه دی چې قران زده کړي او نورو ته یې هم زده کړي  (بخاری 5028)

3    دجماعت لمونځ د عادي لمونځ په پرتله اووه ویشت درجې  ثواب   لري(بخاری 384)

4  ستاسو مال هغه دی چې د خدای ج  په لاره کې یې مصرفوئ پاتې برخه یې میراث ګڼل کېږي .(بخاری 2077)

5  هر  څوک چې له لمانځه وروسته ایت الکرسي ولولي نو هیڅ څه یې جنت ته د ورتګ مانع نشي  کیدی  . (نسائی و ابن حبان)

6 هر پیغمبر یوه مستجاب کېدونکې دعا لري زه مې دعا قیامت ورځې ته ساتم تر څو د خپلو امتیانو شفاعت پرې وکړم .(بخاری6304)

7 قرآن تلاوت کړئ ځکه هغه دنیا کې د تلاوت کوونکي د شفاعت لامل ګرځي .(مسلم 804)

8 غیبت هغه څه ته ویل کېږي چې د یو چا  په غیاب کې داسې خبرې  وکړئ چې  هغه/هغې یې له اورېدو  څخه ناراضه شي  که چېرې داسې خبرې وي  چې د هغو په  وجود کې وي نو  غیبت دی او که چېرې داسې  خبرې وي چې د  هغو په وجود کې نه وي  نو تهمت دی  .(مسلم 589)

9  لمانځه ته د انتظار شیبې داسې مثال لري لکه چې  همغه شیبې مو هم په عبادت  کې  تېرېږي(بخاری600)

10 زما لخوا خلکو ته تبلیغ  وکړئ که یوه آیه هم وي .(بخاری3461)

11 هر کله چې مو د اذان غږ واورېده  نو د موذن پسې  یې تاسې   هم   الفاظ  له  ځانسره تکرار کړئ. بخاری611)

12 که څوک د الله ج  د  رضا  لپاره مسجد جوړ کړي  نو الله ج  به هغه ته  په جنت کې همغسې کور جوړ کړي.(مسلم533)

13 څوک چې د قرانکریم  په  لوستلو کې  ځانګړی  مهارت لري  نو هغه دنیا  کې به  یې  منزلت د پریښتو او نیکوکارانو  په څیر  وي او څوک چې د  ژبې د بندښت  تکلیف لري  او  په سختۍ تلاوت کوي  دوه  پاداشه  به لري.(مسلم798)

14 هر مسلمان چې یوه ونه او  یا داسې یو بوټی وکري چې انسانان،ژوي او الوتونکي ترې وخوري یا ګټه ترې  واخلي دا هر  څه ورته  صدقه  حسابېږي. (بخاری2320)

15 کله چې د خپل خوب  ځای ته ځې نو ایت الکرسي  ولوله د الله ج  په امان کې به  یې  او  شیطان  به درنه  لرې وي.صحیح بخاری)

16 کونډه  په خپله نکاح  کې د ولي  پورته صلاحیت لري. د ځوانۍ نجلۍ څخه هم  باید پوښتنه وشي که چېرې یې چوپتیا غوره کړه نو چوپتیا یې د تایید معنا لري.(مسلم1421)

17 ډېرې  سجدې وکړه  دا ته د الله  ج د ګټې لپاره نه کوې  ددې سجدو  په مرسته ستا مقام د الله ج  لخوا پورته کېږي  او د یوې سجدې سره مو  یوه ګناه کمېږي. (مسلم488)

18  که د ستاسو امین ویل د پرښتو د امین  ویلو  سره په  یو وخت کې   برابر  شي یا دواړه  په یو  وخت کې امین ووایاست نو د هغه کس پخوانۍ ګناوې بښل کېږي.(بخاری781)

19  سختي مکوه چې  الله  ج  په تا  سختي ونه کړي  هغه څه چې د خدای  ج  په رضا ورکوې  مه یې حسابوه چې خدای  ج  هم د خپلو ورکړل شویو نعتونو حساب درسره ونه کړي. (بخاری1433)

20 د مظلوم له  ښېراوو وویرېږه ځکه د هغه او خدای ج  ترمنځ فقط یوه  پرده ده.(متفق علیه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.