طالبانو یا اسلامي امارت ته پرانستی لیک

استاد عمر پاڅون

1,098

یاایهالذین امنوستعینو بالصبر و لصلاح ان الله مع الصابرین

د اسلامی امارت درنو چارواکو اسلام علیکم و رحمهّ الله و برکاته

ښاغلو په دې پوهیږۍ چې هغه درانه افغانان چې ستاسې د قطار شاته  ستاسې په ملاتړ ولاړ دي او له تاسې څخه دفاع کوي، له تاسو څخه ښه ماڼیجن دی. نن زموږ ګران ملت له تاسې څخه د ناهیلۍ په لور روان دی.

هیله لرم چې خوابدي نه شۍ او وچولی مو تریو نه شي څو سپېنې خبرې به سره وکړو.

تاسې څه د پاسه څلویښت ملکونه چې په سر کې یې ناتو او امریکا ولاړه وه، وځغلوله او د خپل هېواد څخه مو په تېښته مجبور کړل.

په دې بریالۍ جګړه کې ستاسې د ټولې کامیابۍ راز په دوه رازو کې پروت دی.

لومړی د لوی الله تعالی نصرت او دوهم د دې مظلوم او مجاهد ملت ملاتړ و. د الله تعالی نصرت به الله (ج) ته پریږدو چې د لوی الله تعالی څه اراده ده.

د ملت په ملاتړ به وغږیږو

ښاغلو په یو شی مو باید سر خلاص وي چې دا ملت چې ستاسې په ملاتړ ولاړ و یواځې ستاسو د اسلامي امارت په ملاتړ نه و بلکه له یوې خوا د یرغلګرو وحشیانه تیری، وحشت او بربریت په مقابل کې او له بلې خوا د کرزی صیب او غني صیب ځینې د لوړپوړو زورواکو او چارواکو د چور او تالان او د فاسدینو د فساد په مقابل کې ټوپک په لاس اخیستی وو چې په خپل هېواد کې خپلواکي، سوله ، امنیت، عدالت او ښه حکومتولۍ له پاره جهاد ته وتلی و. او اوس هم چې ملت ستاسې شاته ولاړ دی. پوهیږۍ چې ستاسې د پښې ښویدنه د ټول هېواد او ملت ښویدنه ده.

البته زه په دې لیکنه کې تاریخ نه سپړم او فلسفه او سفسطه هم یوې خواته پریږدو ځکه اوږدو لیکنو لوستلو حوصله چاته نه ده پاتې.

نن د اسلامي امارت دښمن ښه پوهیږي چې تاسې د کومې لارې له پښو غورځولی شي.

نن عملي زموږ د ګران هېواد او ملت او په ټوله کې د اسلامي امارت دښمنان په دې کار کوي چې له کومې لارې له تاسې څخه ملت زړه توری کړي.

د اسلامي امارت دښمنان د ګرمې جګړې له پاره فوځي ځواک په خوا کې د نرمې جګړې اسلحې هم لري.

اقتصادي پابندي، دموکراسي، جمهوریت، د ښځو حقوق، بشري حقوق، مېډیا ازادی، ټول ګډونه حکومت…. دا ټول سیاسي اسلحې دی چې نن په خپلو سترګو ګورۍ چې ستاسې په مقابل کې یې په کار اچولي دي.

درنو مشرانو زه تاسې سره د قران شریف په ایاتونو او د الله (ج) د رسول الله (ج) په احادیثو نه غږیږم ځکه چې خپله د اسلامي علومو عالمان یاستۍ.

په دې ښه پوهیږۍ چې بیلابیلو اسلامي علماو ویلی دي چې د وږي سړي په سر او زړه کې ایمان نه وي. رسول (ص) د غربت څخه پناه غوښتې ده.

د ترکیې قهرمان ولسمشر اردوغان هم اسلامي حکومت غواړي. خو لاره پوه کوي او روان دی. ترکیه یې په اقتصادي، سیاسی او نظامي ځواک بدله کړه. نن ترکیه په نړۍ کې یو خاص ځای لري. حتی چې د زبرځواکۍ په لور روانه ده خو د ویرې د اسلامي حکومت نوم لا په خوله نه اخلي.

ترکان وایي یواش یواش (په قراره، قراره) د اسلامي حکومت په لور.

د خدای بندګانو طالبانو لږه سړه وخورۍ په دې کې مو خیر دی.

که ملي تاریخ راوڅېړو:

موږ یو افراطي قوم یو: امان الله خان افغانستان اسمان ته پورته کوو. داود خان بریژنیف ته میزونه ډبول. حکمتیار صیب د رونالډ ریګن د ملاقت بلنه نه منله.

خلقیانو، پرچمیانو غوښتل چې د کمونیږم رهبری له مسکو څخه کابل ته راوړي.

داسې ښکاري چې تاسې هم اسلامي امارت، خلافت او حکومت رهبري د مکې او مدینې څخه کابل ته انتقالوۍ.

مشرانو! فوځي جګړه یو ټوپک او یو مورچل دی. خو نرمه جګړه ډیر ډیره پراخه ده.

سیاسی جګړه، اقتصادي جګړه، فرهنګي جګړه، استخباراتي جګړه، میډیایی جګړه. دا بې وسه ملت به تر څو د نړیوالو سره په ډغره وي.

نن په نړۍ کې غیر اسلامي هېوادونه هم ستاسې اسلامي امارت سره هم نظره نه دی.

نن نړۍ د یو کلي مثال لري په دې کلي کې موږ هم اوسیږو. موږ به چار ناچار ځنې نړیوال قوانین او اصول چې زموږ د خاورې تمامیت، خپلواکي، ملي او دیني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي مجبور یو چې یې ومنو.

نن بیا د نړیوالو سره په خپل قول ونه درېدۍ. د ښونځیو دروازې مو د نجونو پرمخ وتړلې.

پوهیږۍ چې په دې کار مو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه په ځان راوپارول. نړیوال درڅخه ورځ تر بلې مخ اړوي.

ملت هم ورځ تر بلې ناهیلی کیږي. خدای مه کړه که ملت درڅخه مخ وتړوي او د ملت د هغه ملاتړ څخه چې ستاسې د کامیابۍ راز پکې نغښتی دی بې برخې شۍ. د ډیرو ستونزو سره به مخامخ شۍ. نن ملت ستاسې د ډیرو کارونو سره موافق او هم نظره نه دی.

ښوونځي بند، ملي بیرغ، ملي سرود نه منۍ، حجاب مو تعریف نکړ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له خوا، د خلکو زورونه، د خلکو په شخصي کارونو کې مداخله، همدا اوس خریلی ږیرو ځوانانو ځای په ورکېدو دی، هجري شمسي په هجري قمري بدلول د ژونالستانو تهدید دا او داسې نور قیودات به ملت ډیر خفه کړي. زه به خپله لیکنه کې د الفت صیب شعر تاسې ته مخکې کیږدم:

حکومت لري پولیس او پیره دار

خزانې خپلې ساتلی شي سرکار

خو د عام نفرت نه ځان ساتلی نشي

په توپونو په ټانکونو زرهدار

د اسلامي امارت درنو لوپوړو چارواکو!

ملت مه خفه کوۍ، مه مایوسه کوۍ او مه مجبوروۍ چې تاسې څخه مخ واړوي.

د چپړاسي څخه تر وزیر پورې طالب، اخوند، ملا، مولوي کار به څنګه او کله اهل کار ته سپارۍ؟

ګورۍ ملت سره ګذاره کې مو بریالیتوب دی. د یو هېواد د ترقۍ راز کار اهل کار ته په سپارلو کې دی. نړیوالو سره هم لار په کار ده چې په رسمیت مو وپېژني.

په هر شی په نه منلو کې زیان دی.

په اقتصادي قراردادونو کې انعطاف په کار دی چې د غربت مخه ونیول شي.

خپله لیکنه به لنډه کړم. د خپل شعر په یو بیت به پای ته ورسوم،

ما ارزو د حال په ژبه دربیان کړه

لوی الله دې ستاسې زړه کې ځای په ځای کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.