لنډ حدیثونه _ دوهمه برخه

ژباړونکې:اوږۍ امانزۍ

896

لنډ حدیثونه _ دوهمه برخه

21 د رسول  الله  ص  په وخت  کې پرته له منافق یا ناروغ نه هیڅوک هم له جماعت نه، نه پاتې کېدل.(مسلم654)

22 د  قیامت په ورځ  لومړنۍ پرېکړه  د قاتلینو په اړه نیول کېږي.(بخاری6533)

23 خدای  ج وایي:  د خپلو نیکو  بنده ګانو لپاره ما داسې  څه اماده کړي چې نه کومو سترګو لیدلي،نه کومو غوږنو اورېدلي، او نه د کوم چا په  زړه کې تېر شوي.(بخاری 7498)

24 حیا د ایمان د دوه اویا ښاخونو څخه  یو  ښاخ دی  .(بخاری9)

25  هغـــه څــــوک چــې  د زړه له اخلاصه او  په  پاک زړه  لا اله الا الله ووایي د  قیامت  په ورځ به زما د شفاعت له برکته سعادت لاسته راوړي. (بخاری99)

26 الله ج  فرمایي: که چېرې زه د خپل  بنده تر ټولو عزیز کس روح  قبض کړم او هغه د اجر او ثواب په نیت صبر وکړي  له ماسره پرته له جنته بل پاداش  نه لري.(بخاری6424)

27  هر مسلمان چې په کوم مرض  یا بل  څه ډېر وزورول  شي لکه څرنګه چې له ونې څخه  پاڼې رژېږي همداسې به یې ګناهونه وټوکېږي. (مسلم2571)

28  ستاسې  دعا ګانې تر هغه منل کېږي تر څو عجله ونه کړئ او یا په خپل خوله ونه وایاست چې دعا مو نه قبلېږي.(بخاری6340)

29 د هر بنده پر غاړه چې الله ج د کوم چا مسوولیت په غاړه کړی وی او هغه یې په سمه بڼه ترسره نه کړي د جنت وږم به احساس نه کړي.(بخاری7150)

30  د قیامت  په ورځ به زما امت رابلل کېږي، جسم به یې د لمانځه د پاکوالي له امله ځلېږي که څوک غواړي ځان نور هم نوراني  کړي کولای یې شي. .(بخاری136)

31 زنا کوونکی د زنا کولو په وخت کې  ،  شراب خور د شراب څښلو په وخت کې او غل د غلا کولو په وخت کې مومن نه دی . (بخاری 5578)

32 د خدای ج  په وړاندې بهانه  لټوونکي کسان تر ټولو بد خلک دي .(بخاری2457)

33 جنت او دوزخ ستاسو د بوټانو له مزو نه هم تاسو ته نږدي دي .(بخاری6488)

34 هر چا یو ورک شوی څیز  پرته له دې چې  اعلان وکړي  ځان سره وساتي ګمراه دی . (مسلم1725)

35 هر چا چې داسې  یو  څه نذر کړل چې وروسته یې له ادا کولو نه عاجز وي نو د سوګند  په اندازه کفاره دې ورکړي. (مسلم1645)

36 د منافق لپاره به د سهار او ماخستن د  لمونځونو د  ادا کولو نه هیڅ څه ستونزمن نه وي. که چېرې تاسې ددې دواړو وختونو د لمونځونو په ثواب پوهېدلئ نو په څلورو به مو یې ترسره کولو ته منډې وهلې. (متفق علیه)

37  خپل ځان د دوزخ له اور څخه وژغورئ که څه هم د نیم دانه خرما د صدقه کولو په مرسته وي .(متفق علیه)

38 که څوک بل چا ته فاسق او کافر ووایي او هغه کافر او فاسق نه وي  نو خپله کافر او فاسق کېږي. بخاری6045)

39 هر مست کوونکي شراب دي او هر شراب حرام.

  (مسلم2003)

40 الله(ج) تاسې په پلار باندې له قسم خوړلو منع کړي یاست.  (بخاری1646)

ژباړونکې:اوږۍ امانزۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.