په بېلابېلو ولایتونو کې چاودونو کې درنه مرګ ژوبله اړولې

552

دعوت میډیا ۲۴( پنجشنبې/۱ غوایي/۱۴۰۱):
د کورنی‏ چارو وزارت وایي کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د فاضل بېک په سیمه کې د سړک ترغاړې په ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله دوه ماشومان برسېرن ټپیان شوي.

همدارنګه په بلخ ولایت کې د سه دوکان په نوم یوه جومات کې د ماسپښين لمانځه پرمهال هم چاودنه شوې.تر دې مهاله یې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې څلور وسله وال طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

‏د کندوز هوايي ډګر ته نږدې هم چاودنه شوې.
لومړني مالومات ښيي چې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ضیاوالحق امرخیل هم دغه پېښې غندلې او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده .

په افغانستان کې د دغه پرله پسې چاودنو خبر پر داسې مهال ورکول کیږي چې تېره ورځ د کابل ښار په دشت برچې سیمه کې د «عبدالرحیم شهید» لېسې او «ممتاز» روزنیز مرکز مخته درې پله پسې چاودنو ګڼ شمېر زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.

راپور: سیما مایار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.