عربستان- سعودي عرب

صفیه حلیم

1,298

ٱلْحِجَاز د اوسني سعودي عرب په لویدیځ کې یوه پراخه دشته د ابراهیمي دین ټاټوبی و. د اسلام دوه سپېڅلي ښارونه مکه او مدینه او د دې په لویدیځ کې بحراحمر (سره بحیره) پر غاړه د جدې ښار په حجاز کی دي. دا پوښتنه د ډېرو خلکو په ذهن کې ګرځي چې د نړۍ مسلمانان د حضرت محمد (ص) ” قرېش” قبیله زیاته پېژني. نو دا السعود څنګه د عربانو باچاهي واخیسته چې نه په مکه او نه مدینه کې اوسیدل؟
تر ۱۹ پېړۍ حجاز د عثماني سلطنت په لاس کې او د حجاز مرکزي سیمې “نجد” کې د یمامه نه واخلې ترمدینه منوره څو قبایل مېشت وو. د اوسني پلازمینې، رياض نه ۳۰ کلومیټر شمال لوېديځ کې الدرعيته” د آل سعود ټاټوبی و. یوه بله قبیله “بنو تميم” نومیده چې د ۱۸ پېړۍ په سر کې د دې یو ځوان محمد عبد الوهاب د عرب قبیلو اسلامي عقیده وننګوله. صحابه د زيارتونو مخالفت او په ډاګه به يې د دوی غندنه کوله. ده څه موده مدینه، بیا بغداد او بصرې کې يې زدکړې کولې او مفکوره يې انقلابي وه. په ۱۷۴۰ م کې دی بېرته خپل وطن ” العينيه” ته لاړو نو هلته حاکم عثمان ابن معمر ورسره مالي مرسته وکړه.
محمد ابن الوهاب، د خپلو ملا تړو سره، په العېنيه کې د دویم خليفه حضرت عمر(رض) د ورور او صحابي زېد بن خطاب شهید قبرچې زیارت پرې جوړ و، وران کړو. ځینو قبایلو د ده د شړلو غوښتنه کوله خو محمد بن سعود د عبد الوهاب شهرت په خپلې ګټې د کارولو په نیت هغه ته ډاډ ورکړو چې که د ټول نجد خلک هم ستا د ويستلو غوښتنه وکړي نو مونږ به يې نه منو. اخر
په ۱۷۴۴ م کې د عبد الوهاب ټبر او السعود پخپلو کې یوه لوظنامه وکړه چې د ”الدرعيته امارات” په نوم یادېږي. دواړو د یو خپلواک امارت په جوړولو تړون وکړو چې په دې کې سیاسي چارې د السعود او دیني مسایل د عبدالوهاب پرغاړه شول. د دوی په اند ترکانو د اسلام بن سټيزو اصولو نه مخ ګرځولې او د عجم (یورپ) په کلچر رنګ شوي وو.
عثماني خلافت د عربانو په نیت پوهیدو او له ۱۸۶۰م يې حجاز ته د اورګاډي پاټلۍ په غځولو لاس پورې کړ. د استنبول او بیا دمشق نه تر بحراحمر په حجاز لیکه کار پېل شو نو د مکې شریف پرې اعتراض کاو. مکه د ۱۲۰۰م راهیسې د هاشمي قام له خوا اداره کیده او د خانه کعبه د دروازې کنجي ( کیلي) به هم دغه کورنۍ ساتله. عثماني خلافت کې د دوی حاکمیت په ځای و. محمد بن سعود د حجاز کنټرول اخیستو لپاره اسلامي فرقې، لکه شيعه ګان اړکړل چې د عبد الوهاب “سلفي” اسلام وومني. دی په ۱۷۶۵م کې مړ شو نو زوی يې عبد العزیز السعود د وهابيانو ملګری شو. السعود په ۱۹۱۳م کې د “الحسا”سیمه ترکانو نه په زوره ونیوله. بیا په ۱۵ جنوری ۱۹۰۲م کې دوی د ریاض ښار هم د الرشید قام نه ونیولو.
برطانیې او فرانسې د عثمانې سلطنت ختمولو لپاره په ترک پوځ کې بغاوت راوپاروو او د السعود ملاتړ يې پېل کړو. په ۱۹۱۷ م کې د لوی لام په زمانه کې د بريطانيې يو جاسوس جان فيلبي د عبد العزيز د مشاور په توگه ورغلو، هلته مسلمان شو، خپل نوم يې “عبدالله” کړو او السعود وزیر وټاکلو. یو بل برطانوي جاسوس لارنس د پېړۍ تر پای، عرب قبایل د جنګ لپاره روزل، چې د حجاز په اور ګاډو کې بار وسله به يې چور کړه او ترکانو خلاف بغاوت پېل شو. د بريطانيې وايسراې (استاځي) د نجد او نورو ځایونو شېخانو ته د ترک پوځ سره جنګ لپاره وسلې او پېسې ورکولې.
په ۱۹۲۲م کې د عثماني خلافت له ختمیدو وروسته، السعود ټول نجد ونیولو، په مکه کې حاکم، شريف حسېن يې وشړلو او د دواړو سپیڅلی ښارونو کنټرول يې په خپل لاس کې واخیستو. انګریزانو “هاشمي” ټبر ته یو نوی ملک اردن جوړ کړو چۍ د حجاز یوه برخه او د اردن تر سیند غځیدلی و. تر ۱۹۲۵م ټول حجاز د السعود په لاس کې و. په ۱۹۳۲م کې ٱلْمَمْلَكَة ٱلْعَرَبِيَّة ٱلسُّعُوْدِيَّة وجود کې راغلو.
السعود په دې باور و چې د ټولوعربانو مشر به شي. خو داسې ونشول او برطانیی فلسطین هغو یهودانو ته د ورکولو پلان جوړ کړو چې یورپي ملکونو، په خپله خاوره نه غوښتل. د عربانو پراخه خاوره يې په وړو ملکونو ووېشله چې شام، لبنان او عراق وو.
اوس شا و خوا ۲۰۰ کاله کېږي چې په سعودي عرب کې د ” الدریته” لوظنامه په خپل ځای پاتې ده.
په ۱۹۳۸م کې السعود په ” دهران” کې د تیل ( پیټرول) د راویستلو لپاره یو امریکایی کمپنۍ سره تړون وکړو. له هغه وروسته د حجاز له خاورې هر کال د تیلو په ویستلو السعود د نړۍ تر ټولو شته منه شاهي کورنۍ شوه. دغه پېسې هغوی سیالو قبیلو ته هم ورکوي چې په نورو ښارونو کې يې ماڼۍ جوړې کړې. په امریکه کې د ۸۰ في صد جوماتونو امامان د السعود نه معاش اخلي. د افغانستان، پاکستان او کردستان دیني مدرسو سره هم السعود مرسته کوي. په ۱۹۴۷م کې د پاکستان د جوړیدو په وخت هلته ۲۴۵ مدرسې وې. د ۲۱ پېړۍ په سر کې د دغه ملک کورنیو چارو وروستي شمیرې ښایی چې پاکستان ۶۶۰۷ دیني مدرسې لري چې زیات يې د سعودي په پېسو جوړې دي. د ملګرو ملتو یو راپور وایی چې د ۲۰پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې السعود د اسلامي خیریه ټولنو د لارې ۵۰۰ میلینه ډالر د جهاد لپاره افغانستان ته واستول. د ۱۱ ستمبر د امریکایی طیارو ۱۹ تښتونکو کې ۱۵ د سعودي عرب اوسیدونکي وو. خو د امریکې حکومت د خپل کانګرس رپورټ نه ۲۸ پاڼې پټې کړې چې پکې د تښتونکو اړیکې د سعودي حکومت سره ښودلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.