له کورنۍ لرې په کډوالۍ کې لومړی اختر

825

له سياسي بدلون وروسته يو له بل جلا شوې کورنۍ اختر څنګه لمانځي؟

په افغانستان کې له سیاسي بدلون را وروسته چې کومې کورنۍ له یو بله جلا شوي، اختر څنګه لمانځي؟

له کورنۍ لرې په کډوالۍ کې خپل لومړی اختر.

خدیجه په اوښکو او ډک ستونD د هغو ورځو کیسه کوي، کله چې له کورنۍ سره یو ځای وه.
دا وایي، اختر ورته خوشالي نه ده راوړې.

نوموړې وايي:

“نن می حال ډېر بد دی، ځکه په ژوند کې لومړی ځل دی چې مسافره یم، ما پخوا کله مسافري نه وه کړې. مور مې سهار راته ټليفون وکړ او وې ژړل، زه او وروڼه مې ټول مسافر شوو. دا موږ ته اختر نه دی، نن مې څو ځلې ژړلي او ټلیفون مې قطع کړی، څو پوه نه شي چې زه ژاړم.”

وايي، تېر یې په زړه وریږي او هغه کلونه چې په اخترونو کې به د کورنۍ ترڅنګ وه او اختریزي مېوې به یې په خپل لاس مېلمنو ته ترتیبولې.

خديجه وايي: “ما مې مور ته داسې وښوده چې ګوندي ما اختر لمانځلی، خو زموږ خوښۍ راڅخه واخیستل شوې، ښې ورځې راڅخه واخیستل شوې، هر کال به مې له مور جانې سره تیاري نیوله، خرید به مو کاوه. “

د ښځو د حقونه فعاله خدیجه له هغو لسګونو کسانو یوه ده، چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره یې کډوالۍ ته مخه کړه او د ستونزو په ګاللو سره اسپانیې ته لاړه.

هغې وويل: “ډیرې سختې ورځې مې ولیدې، دا چې طالبانو دفتر ته د تلو اجازه رانکړه، دا اته میاشتې کیږي چې اسپانیا کې یم، د کډوالۍ ورځې ډیرې سختې دي خپل ټول شته مې په کابل کې پرېښودل او اوس مجبوره یم چې هر څه له صفره پیل کړم، چې دا ټول ستونزمن دي. ډېره راباندې سخته تېره شوه کله چې وکیل راته وویل له افغانستان پرته هر ځای ته تللی شي. خپل وطن ته تللی نشم، هغه ځای چې هلته لویه شوم او هلته مې ژوند وکړ.”

د دې لپاره چې له کور او کورنۍ څخه یې جلا والی ډیر احساس نشي، د اختر لپاره یي خرید کړی او له کورنۍ سره هم مهاله اختر لمانځي، خو وایي چې اختر هغه پخوانی خوند نلري.

خدیجه په کابل پوهنتون کې د ژورنالېزم پوهنځي محصله وه او سږ کال فارغېده.

هغې هیله درلوده چې یوه ورځ به خبریاله شي.

وایي، چې تر ټولو ترخه ورځ یي هغه وه چې له خپلې مور سره یې خدای پاماني وکړه.

د کور تر وره د مور د ژړا او انګولا غږ یې لا هم په غوږونو کې دی، خو مجبوریتونو اړه کړې چې له هېواده لیرې د کډوالی بدې ورځې تېرې کړي.

په دې راپور کې مو د خدیجې له مور، فریدې رضایي سره هم خبرې کړي.

هغه مور چې وایي، ټول بچیان یې مسافر شوي او سږنی اختر له خپل مېړه سره یوازې لمانځي.

فریده چې د تېر اختر د خاطرو، تیاریو او د اختر د ګډ لمانځلو کیسه کوي وايي: “د نازنینو بچیانو لپاره مې پېغام، تېر کال مو څه ښه اختر درلوده، دا اختر راته خوندور نه دی، تېر کال له خدیجه جانې سره یوځای لاړم او خرید مې وکړ، سږ کال می اولادونه مسافر دي. زما په شان د ډېری میندو اولادونه د کار او امنیت په لټه کې لاړل او مسافر شول، دا چې بچیان مې ښه دي، زما لپاره د خوشالۍ ځای دی، خو زه او د خدیجې پلار سږنی اختر له اولادونو پرته لمانځو.”

فریدې رضایي اختر ته سودا اخیستې، خو وايي په سږني اختر کې د هغو کلونو خوند نشته، کوم چې اولادونه به یې ترڅنګ وو او د اختر د ورځور له هرې شېبې به یې خوند اخیسته.

ډیری ځوانان، په ځانګړي ډول د خدیجې په څېر د ښځو د حقونو فعالانې او خبریالان چې د طالبانو په راتګ سره یې هېواد پرېښی، سږ کال د اختر ورځې له کورنۍ لېرې او په کډوالۍ کې تېروي.

دا بیلتون نه یوازې د مسافرو لپاره، بلکی د کورنیو لپاره هم له درد او رنځه ډک دی.

د افغانانو لپاره د کډوالۍ او له کورنۍ د لیري والي دا درد او رنځ نه ختمیدونکی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.