د ګوتو قفس

نور محمد لاهو

652
د ګوتو قفس
نه غواړمه پوه شم
پرآسمان د لاجَوَردو غالۍ څنګه اوبدل شوې ؟
غواړم پوه شم
له رڼا د لاجوردو تاته څنګه کمیس جوړکړم ؟
ستا د غاړې خوشبويي
د ګل له شونډو څخه څرنګه څښل کیږي
هلته لیرې د غاټولو د نازکې پردې شاته
له ټوپکه پټه شوې رڼا ګورې ؟
او په ځمکه رالویدلې د سپوږمۍ ماتې ټوټې ته
لږ آسمان څنګه په لپه کې راکوز کړم
* * *** *
زما کاردې سره نشته چې ریدی ولې تک سوردی بِنَفش نه دی
زه یم سوچ کې
څنګه وکړم ؟
د ریدي د بدن یخه تازه ګي دې دسروشونډوپه وچ فصل
په زرغون رنګ نقاشي کړم
اوله فکره داسې ساز لکه باران وڅڅوم
چې کرونده دې د زړه ټوله پرې غنم شي
او د شونډو خوږې کرښې دې له نازه
تکې سرې سرې ونڅيږي ؟
* * * *
لومړۍ ونه د نوزیږي کوشني شانتې په کوم ځای کې تولد شوه ؟
اوبیا ولې دګلاب په څير ماشومه پاتې نشوه
سرکشي یی ولی وکړه ؟
دې پوښتنوباندې نه غواړمه پوه شم
غواړم پوه شمه په دې
د اکاسي دګڼې ونې دګلونو دغه سپین او وحشي بوی ته
د لاس ګوتو نه قفس څنګه جوړیږي ؟
آ های …زرکې !
د ډبرو ژبه څرنګه زده کیږي ؟
او د تورو پردو شانه ښایست څنګه لوستل کیږي
په خاموشه ګونګه ژبه لکه پروت دیو ګل سیوری
په اوبو کې
لوند ښایست د محبت څنګه لمس کیږي
آ ….. های غرونو !
د یار غیږ کې سړی څنګه تیږه کیږي ؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اکاسي : یوه ونه ده تک سپين ګلان کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.