پنجشېر او بغلان کې د طالبانو او مخالفو ډلو نښتې

521

پنجشېر او بغلان کې د طالبانو او مخالفو ډلو نښتې؛ د وسلوالو او ولسي خلکو د وژل کېدو ادعاوې کېږي

د افغانستان په پنجشېر او بغلان ولایتونو کې د طالبانو او د دې ډلې د وسلوالو مخالفینو ترمنځ نښتې دوام لري او دواړه خواوې یو بل ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کوي.

طالب مخالفې ډلې وایي، له څو ورځو راهیسې یې د یادو ولایتونو بېلابېلو سیمو کې طالبانو سره نښتې روانې دي، خو طالبان لا هم هلته د جګړې رپوټونه ردوي او وایي، سیمه کې یوازې د چاڼیز عملیات دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه شنبه مونږ ته وویل، دا عملیات وروسته له هغه پیل شوي چې له اختر مخکې د پنجشېر دره ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو رېنجر موټر برید وشو او وسلوالو ته یې مرګژوبله واوښته.

خو د دوشنبې پر ورځ د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند مونږ سره خبرو کې تائید کړه چې د پنجشېر جګړه کې لږ تر لږه شپږ طالبان وژل شوي دي.

په ورته مهال د افغانستان په سویل کې ځینو طالب سرچینو هم مونږ سره خبرو کې منلې ده چې د پنجشېر او اندراب له جګړو لږ تر لږه د پنځلس طالبانو مړي هلمند او کندهار ته لېږدول شوي.

دغه سرچینې وایي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو قومندان هم شامل دی.

پر خواله رسنیو هم داسې ویډیو کلپونه خپاره شوي پکې ظاهراً د طالب وسلوالو مړي ښکاري چې په چورلکو کې لېږدول کېږي، خو مالومه نه ده چې دا کلپونه د تازو نښتو پر مهال اخیستل شوي او که پخواني دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.