بې کسي – لنډه کیسه

محمدظریف عنایت زی

0 1,040

زموږ د کلي د لواڼۍ ترور په کورکې نن د ښځو او نارینه وو داسې ګڼه ګوڼه وه چې تا به ویل واده دی، کیلوالو هم د هغې په خوشحالۍ کې ځانونه شریک بلل او یو په بل پسې د لواڼۍ ترورکورته ورتلل. هغه په داسې حال کې چې خوښي یې له څېرې له ورایه ښکارېده دکوټې په وره کې ولاړه وه او په ورین تندي یې د کلیوالو هرکلی  کاوه ځکه نن د هغې لپاره د اخترورځ وه او هغه د چا خبره له خوښۍ په جامو کې نه ځایېده.

زموږ د کلي لواڼۍ ترورپه شاوخوا کلیو کې هر چاپیژندله او د ټولوپه دسترخوان شریکه وه ،هغه خوارکۍ د زړې کلا په یوه تیاره کوټه کې اوسېده خاوند ېې پخوابل واده کړی و او لواڼۍ یې یوازې پریښې وه. هغې به تل د خلکو په پټیو او باغونو کې کارکاوه په غنم لوکې به یې په سروغرموکې له پټیووږي ټولول اوبیا به یې په خپله میده او اوړه کړل او د ژمي د سړو ورځو لپاره به یې وساتل اوړۍ خو به د کلیوالو پر دسترخوان شریکه وه او د هر شي مرسته به یې ورسره کوله. لواڼۍ ترور یوه غوا لرله چې د هغې د شیدو او مستو په پلورلو به یې د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې برابرولې هغې یوازې یو زوي درلود چې ډیر په خواریو یې رالوي کړ، زوي یې د پینځو کالو و چې خاوند یې هغه پرېښوده او د تل لپاره له دې سیمې ولاړ او لواڼۍ خوارکۍ یې له کوچني زوي سره یوازې پریښوده. لواڼۍ ترور ډېره زیږه پښتنه وه او د نارینه په شان یې د ژوندانه د لګښت او د یوازیني زوي د روزنې لپاره ملا وتړله او په کلي کې یې د یوه نارینه په څیرهرسخت کارته اږه ورکوله. لواڼۍ ترور خپل زوي په ډېرو نازونو رالوي کړ او کله چې د اوو کلونو شو په ښوونځي کې یې شامل کړ او له ښکلیو جامو نیولې ترهرهغه څه چې د هغې زوي نقیبي به وغوښتل ورته چمتو کول به یې .

شپې ورځې، میاشتې او کلونه یو پربل پسې تېرېدل نقیبی چې څومره لوییده د لواڼۍ ترور د خوښۍ احساس به هم ورسره زیاتېده او ویل به یې، زوي مې نور نو زلمی دی نور مې غم نشته، چې د زده کړې ترڅنګ لږکار هم وکړي دوه تنه یوو د کوراړتیاوې پوره کولاي شي، خیرکه زه زړه شوم زوي مې شکر دی رالویېږي او له بې کسۍ به خلاصه شم. شپې ورځې، میاشتې او  کلونه تېرېدل نقیبی چې د یولسو، دوولسو کلونو شو څلورم ټولګي ته به رسېدلی و چې کرار کرار یې له ښوونځي اولیک لوست سره مینه په کمېدو شوه هره ورځ به ېې له ښوونځي وروسته چې کله په کور کې ډوډۍ وخوړله په بیړه به د برکلي په لور روان شو او ترماښامه به د هغه کلي له خپلو دوو نورو همزولو سره چې له یوه کال راهیسې یې ښوونځی پرې اېښی و ګرځېده.

کلیوالو په ځلونو لواڼۍ ترور ته ویلي و چې زوي دې له بې لارې هلکانو سره ګرځي چې ورسره بې لارې نه شي نصیحت ورته وکړه، خو لواڼۍ ترور له خپل زوي سره د ډېرې مینې او ګرانښت له امله دغو خبرو ته پام نه کاوه او ویل به یې هر چېرته مې چې زوي خوښ وي هلته دې ولاړ شي د چا یې زما په زوي څه کار دی.

****

د اوړي په یوه غرمه لواڼۍ ترور چې سوربخونده ټیکری چې رنګ یې له زړښته تللی و او  شکیدلي پلاستیکي بوټان یې په پښو وو غوا تر پړي نیولې ستړې ستومانه کور ته راغله او په بیړه یې د غرمې ډوډۍ چې دوې غلمینې ډوډۍ، یوه کاسه شړومبې او دوه پیاز وو په دسترخوان کېښودل او د نقیبی په تمه ناسته وه چې له ښوونځي راشي او په ګډه ډوډۍ وخوري، خوارکۍ د زوي په تمه ناسته او وه ډوډۍ ته لاس نه وروړي ځکه له زوي پرته ډوډۍ کله  مزه ورکوي خو د هرې شیبې انتظار په زیاتېدو به د لوانۍ ترور اندېښنه لاپسې زیاتېده له یوه ساعت ډېر وخت د غوړېدلي دسترخوان تر خوا کیناسته خو نور یې اندېښنه زیاته  شوه او سل اندېښنې يې په  زړه کې راپيدا شوې لنډه دا چې په بیړه له کوره ووتله او د کلي پر لویه لاره په چټکو ګامونو روانه شوه له هر کلیوال او د نقیبي له ټولګیوالو یې د زوي پوښتنه کوله، ډیرو په ځواب  کې ورته وویل نه مو دی لیدلی خو د نقیقي یوه ټولګیوال ورته وویل ترورې زوي خو دې نن ښوونځي ته نه و راغلی، ددې خبرې په اورېدو د لواڼۍ ترور په زړه غڼې ګډه شوه او اندېښنې پسې واخیسته ګامونه یې نور هم چټک کړل په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې په منډه تر ښوونځي بیا تر بر کلي ولاړه او ترمازدیګره یې شاوخوا کلي، د سیند غاړه او د کلي باغونه ټول پسې ګزاوپل کړل خو د نقیبي هغه د چا خبره ځمکه وچاودېده او نقیبی پرې ننووت. لواڼۍ ترور قضا مازدیګر له ډیرو هڅو وروسته نهیلې کور ته راستنه شوه او د کلا په منځ کې په سپیرو خاورو کښېناسته، په چیغوچیغو یې په خپلې بې کسۍ او خواری ژړل، د شاوخوا کورونو څو ښځې راغلې او لواڼۍ ترور یې ترمټ ونیوله او ډاډګېرنه یې ورکوله چې په همدې وخت کې یوهلک په منډه د کلا په لویه دروازه راننوت په داسې حال کې چې ساه یې بنده بنده کېده لواڼۍ ته یې وویل، ترورې تروې زما پلار اوس د ولسوالۍ له بازاره راغی نقیبی ېې سهار هلته لیدلی و چې مخ په ایران روان و پلارمې ویل ډېره هڅه مې وکړه چې راوې ګرځوم خو دوو نورو ملګرو یې پرې نه ښوده، پلار مې زه راولیږلم چې تاخبره کړم ، او د همدې خبرې په کولو په بیرته له کلاووت ددې خبر په اوریدو سره لواڼۍ خپله ژړا یوڅه تم کړه په داسې حال کې چې د ټکري په پيڅکه یې اوښکې پاکولې نورو ښځو ته یې وویل: ماخداي له بې کسۍ نه خلاصوي زوي مې ولاړ بې لارې شو. د کلي ښځو هرې یوې هڅه کوله چې په یو ډول ډاډ ورکړي، ترڅنګ ناستې یوې ښځې ورته کړل: ترورې ژوندۍ لارې سورۍ دي خیر رابه شي زموږ د کلي ډیر همداسې نوي ځوانان تللي څو میاشتې  یا کال وروسته بېرته راستانه شوي دغه شان هلکانو ته پردی وطن هوس ښکاري خو چې کله لږسختي وویني بیا په خپله غلطۍ پوه شي، ستا زوي خو بیا د ګلو لو هم نه و کړی ډیر زربه بیرته راستون شي. لواڼۍ ترورپه داسې حال کې چې ستونی یې له غریوه ډک شو په ځواب کې ورته وویل: زما زوي تراوسه خام هلک دی زه وېرېږم چې بې لارې یا چرسي بنګي نه شي نور خو به یې خداي راولي زه له هماغه اوله  خداي نه یم ښاده کړې او بیا یې له سترګو اوښکې راغلې.

لس دوولس ورځې وروسته له ایرانه د نقیبي لیک راورسېد د کلي ملاصاحب لواڼۍ ته لیک ولوست ،نقیبي مورته له سلامونو وروسته ډاډ‌ګېرنه کړې وه اوهغه د چاخبره ښه باغونه یې ورته شنه کړي و،موریې لږډاډه شوه خوبیا به هم شپه ورځ په سوچونو کې ډوب وه .

شپې ورځې میاشتې اوکلونه یوپه بل پسې تېرېدل په لومړیو دوو دریو کلونو کې نقیبي په یو، نیم لیک سره خپله مور یادوله او د راستنیدو خبره به یې په هر یوه کې کوله خو کرارکرار دغه د لیکونو د رالېږلو لړۍ هم غوڅه شوه، هرڅوک به چې له ایرانه وطن ته ستانه شول ډول ډول اوازې به یې د لواڼۍ ترورغوږ ته رسولې چابه ویل نقیبی بې کاره ګرځي چابه ویل پوډري شوی چا به یو او چا به بل ډول اوازې خپرولې چې ددغه راز خبرو په اوریدو سره به د لواڼۍ ترور خواشیني لاپسې زیاتېدله، هرکال به چې د کلي ځوانان مساپرۍ ته تلل لواڼۍ تروربه زارۍ ورته کولې چې زوي یې ورسره راولي.

اوس چې په پردي وطن کې د نقیبي نږدې څوارلس کاله پوره کېدل لواڼۍ ترور د خپل یوازیني زوي غم په ملا کړوپه او د سر وېښتان یې سپین شول نور نو هغه پخوانی توان هم نه ورپاتې لږ به چې ستړې شوه زړه به یې درزیده خو بیا هم د هغې د مورنۍ مینې له امله زوي  یو شېبه له سترګو نه واته او شپه او ورځ به یې د هغه د راتلو لارې څارلې.

یو کلیوال چې پر لواڼۍ ترور به یې ډېر زړه سوځېده کله چې پروسږ کال ایران ته د کار لپاره رونېده نو له هغې سره یې کلکه ژمنه وکړه چې په هرډول وي نقیبی به ورسره  راولي. نقیبی په ریښتیا هم چې په پردي ملک کې له بدو ملګرو سره بې لارې او په نشه يي توکو روږدی شوی  و، دغو بدوملګرو هغه هم دغه حالت ته راوستی و.

نن نو د لواڼۍ لپاره له اختره هم ښه ورځ وه ځکه په  خپل یوازینی زوی یې له نږدې څوارلسو کلونو وروسته یو ځل بیا سترګې ولګیدې او کلیوالو هم ځانونه له هغې سره په دې خوښۍ کې شریک بلل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply