سیزارین څه ده

1,172

دسیزارین Cesarean په هکله دمېرمنو پنځلس پوښتنو ته ځوابونه.
۱- سیزارین څه شی دی؟
سیزارین دخیټې او رحم په څیرلو سره له رحم څخه دماشوم راویستلو په معنی دی.

۲- هغه کوم موارد دي چې ډاکټران دې عمليې ته اړباسي؟
که دمېندو له خوښې ورتېر شو، معمولاً ډاکټران د لاندې څلورو عواملوله امله سیزارین کوي :
۱ : کله چې دماشوم دزیږیدو په مخ کې خنډونه پیدا شي یا د زیږیدو شرایط بحراني شي.
۲ : هغه وخت چې مور مخکې هم په سیزارین سره ماشوم زیږولی وي
۳ : کله چې جنین د مور په نس کې نامناسب حالت ولري اوپه طبیعي توګه دماشوم دزېږېدو احتمال موجود نه وي . هماغه ډول چې پوهېږئ ماشوم معمولاً په سر له رحمه راوځي خو که په رحم کې ماشوم په داسې وضعیت کې وي چې، د بېلګې په ډول، په پښو له رحمه راوځي په دغه وخت کې هم باید سیزارین وشي .
۴ : هغه وخت چې ماشوم دساه اخیستلو له ستونزو سره مخامخ شي باید په بیړه په سیزارین سره ماشوم له رحمه راوایستل شي .

۳- معولاً په کومو امیندواره مېرمنو کې سیزارین ته ډیره اړتیا وي؟
هغه میندې چې دلومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي او مخکې ېې حمل نه وي تجربه کړی په هغو کې سیزارین ډیر عام وي البته دغه اندازه دعمر له زیاتیدو سره هم ارتباط لري، څومره چې عمر زیاتېږي په مېرمنوکې سیزارین ته اړتیا هم زیاتېږي .
۴- که کوم بېړه ييزه يا عاجله خبره اومسله نه وي دسیزارین لپاره کوم وخت مناسب وخت دی ؟
له عاجلو پېښو که ورتېرشو په میندو کې دسیزارین لپاره مناسب وخت هغه وخت دی چې دکلینکي او لابراتواري معایناتو له پلوه ثابته شوې وي چې ماشوم دمور په نس کې خپل وخت پوره کړی وي پدې معنی چې دمور له ورستني میاشتني عادته ۳۹ اونۍ تیرې شوې وي .

۵- آیا دسیزارین لپاره هم دنوروجراحي عملیاتو په شان ضرووري ده چې ناروغ یا مور له عملیاتو څو ساعته مخکې څه ونه خوري يا په طبي ژبه (NPO) وي ؟
هو، په سیزارین کې هم اړینه ده چې ناروغ ترعملیاتو لږ ترلږه اته ساعته مخکې پورې څه نه وي خوړلي تر څو معده تشه وي اود عملیات په وخت له معدې څخه خوارکي توکي دمرۍ له لارې تنفسي لارې ته داخل نه شي.

۶- دسیزارین په وخت میندې څومره وینه ضایع کوي ؟
په معمولي توګه مور دسیزارین په وخت کابو یو لیټر وینه له لاسه ورکوي البته ځینې میندې ممکنه ده تر یونیم لیټر پورې وینه هم ضایع کړي له همدې امله ده چې ناروغې ته عملیات په وخت یا له هغه سمدستي وروسته معمولاً دوه لیټره رینګرلکټېټ یا ګلوکوز سیروم ورکول کیږي .

۷- میندې له سیزارین وروسته معمولاً ترڅو ساعتونو پورې نهارې ساتل کېږي او څه نه شي خوړلاي ؟
معمولاً باید ناروغه له سیزارین وروسته ۲۴ ساعته څه ونه خوري ترڅو دaspirations مخه ونیول شي پدې مانا چې دمعدې مواد تنفسي لارې ته ورنه شي او له عملیات وروسته نورې ستونزې هم پېښې نه شي .

۸- کوم وخت ناروغه مور چې سیزارین ېې کړی وي باید له ریکوري کوټې يا Recovery Room څخه راوویستل شي ؟
له ریکوري کوټې دراوېستلو لومړنی شرط دا دی چې باید مور بېخي راویښه شوې وي او دویم شرط یې دا دی چې خونریزي یې بنده شوې وي او پر دې سربیره باید دوینې فشار یې تقریباً نورمال حالت ته رسېدلی وي او ادرار یې هم نورمال جریان پیدا کړی وي یعنې لږ تر لږه باید په ساعت کې ۳۰ سی سی وي .

۹- له سیزارین وروسته آیا مور ته خاص درمل ورکول کیږي ؟
هو، تر هغه وخته چې ناروغ په روغتون کې وي (معمولاً تر اوو ورځو پورې) ورته انتي بایوټیک ورکول کېږي .
۱۰- له سیزارین څخه وروسته کله له ناروغې مور څخه ادراري سونډ لیرې کیږي ؟
په طبیعي شرایطو کې دفولې سونډ باید له عملیات ۱۲ساعته وروسته یا دعملیات په سهار لرې شي .

۱۱- څه وخت ناروغه مور له بسترې کوزېداي او ګرځېداي شي ؟
باید ناروغ ډېر ژر ګرځیدل پیل کړي ډیر ځله له عملیات نه یوه ورځ وروسته باید لږ تر لږه ناروغ دوه ځل له کټ څخه راکوز شي او دبل چا په مرسته وګرځي، دوه ورځې وروسته ناروغ د یو چا په مرسته ګرځېداي شي څومره چې ناروغ ژر وګرځي دناروغې لپاره ښه وي تر څو په رګونو کې دوینې پړند کېدو احتمال کم شي .ږ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.