کورونا او لنډۍ

پوهندوی آصف بهاند

579

 

 

»کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

 

 پنځوسمه برخه

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

 

یوسلواوه دېـرشمه برخه

 

دا تگ راتگ دې لـږ راکم کړه

کورونا گرځي غورځوي دنگ اندامونه

 

د تا له لاسه کورونا شوم

ستا د راتلو په وخت کوڅې ته ووتمه

 

که کورونا نه شوم جانانه

د مازدیگر دیدن دې نه قضا کومه

 

په نړۍ کې سیاسي، نظامي، اقتصادي، طبعي او نورو رنگارنگ بدلونونو، کورونا ناروغي له نړیوالو هېره کړې ده، نه یې څوک پر ستونزو غږېـږي، نه یې د مړینو په شمیر او نه یې پر ورانونکو عواقبو باندې؛ حتی ډېر ځلې لیدل شوي دي چې د کورونا د تلفاتو د شمېرو په برخه کې هم ناسم رپوټونه وړاندې شوي دي.

 

په دې وروستیو کې  د یادو ناسمو رپوټونو په برخه کې بي بي سي یو رپوټ خپور کړی دی، د یاد رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

 

«د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې د کره شمېرو له مخې کووېډ وبا په غونډه نړۍ کې شاوخوا ۱۵ میلیون خلک وژلي دي. دا په تېرو دوو کلونو کې د منل شویو یا اعلان شویو شمېرو پرتله ۱۳ سلنه لوړ شمېر په ډاګه کوي.

 

د روغتیا نړېوال سازمان په باور ډېریو هېوادونو د کووېډ-۱۹ له کبله د مړو شویو شمېر کم، یاني یوازې ۵.۴ میلیون تنه ښودلی دی. دغه سازمان وايي چې دا شمېر تر دې ډېر لوړ دی.

 

په هند کې کورونا وبا ۴.۷ میلیون وګړي وژلي چې کچه یې د دغه هېواد تر رسمي اعلان شویو شمېرو لس برابره لوړه ده او دې ته په کتو هند په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د کووېډ له کبله ډېر خلک پکې مړه شوي دي.

 

خو د هند حکومت پر دغه اټکل شک څرګند کړی او ویلي یې دي، دوی د دغو شمېرو د راټولو پر ډول ډاډه نه دي. خو ځینو نورو ارزونو هم په هند کې د کورونا له کبله د وژل شویو د شمېر په اړه ورته پایله ترلاسه کړې ده.

 

د روغتیا نړېوال سازمان چې پر کوم معیار دغه شمېرې راټولې کړې دي، له حده د ډېرې مړینې په نوم یادېږي. مانا دا چې په یوه سیمه کې د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې چې هلته د کووېډ له کبله د مړینې کومه کچه اټکل شوې وه، شمېر یې تر هغې د تمې خلاف لوړ وخېژي.

 

د شمېرو د راټولو په دغه ډول کې هغه مړینې هم ثبت او شمېرل کېږي چې په مستقیم ډول د کووېډ له کبله نه وې بلکې د همدې وبا لامله د رامنځ ته شوي حالت له وجې یو چا ژوند بایللی وي. لکه، ځینې خلک چې درملنې ته یې اړتیا لرله خو په وخت روغتون ته د تلو زمینه نه وه ورته برابره شوې او ساه یې ورکړې وه…»

 

زموږ په هېواد افغانستان کې د ارقامو وړاندې کول هم سم دي او ډېر ځلې د کورونا د وبا په اثر د مړو شو کسانو رپوټ څوک نه ثبتوي، دا چې څومره خلکو به د کورونا وبا د ناروغۍ په وجه خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، کره معلومات هېڅ چا ته مالوم نه دی.

 

عام خلک لکه د نورو ټولنیزو ستونزو په څېر، کورونا هم په لنډیو کې یادوي، سر ورنه ټکوي او د څرنوالي په باب یې د لنډیو په قالب کې د زړه حال ثبتوي، د لنډیو د راټولو په لړ کې مې د دې برخې له پاره دا نوې کورونايي لنډۍ راټولې کړې دي:

 

له کورونا ځان ساتل ښه وي

بې احتیاطي کې خامخا وي ډېر رنځونه

 

چې کورونا وي نو بلا وي

موږه یې څه کوو، په هر نامه چې وینه

 

کورونا هر څه موږ نه هېر کړل

موږ نه یې هېر کړل تورې سترگې سره خالونه

 

دا تگ راتگ دې لـږ راکم کړه

کورونا گرځي غورځوي دنگ اندامونه

 

افسوس، افسوس بیا کورونا شوم

ځینې یې دروغ گڼي پوښتنه نه کوینه

 

گوره چې نور ژوند به شي څنگه

کـورونــا دلـتـه ده تـلـپـاتـې نــه بــه ځـیـنـه

 

د تا له لاسه کورونا شوم

ستا د راتلو په وخت کوڅې ته ووتمه

 

زړه دې ترکاڼې کلک دی یاره

چې کورونا شوم ته مې ناخلې احوالونه

 

نن مې له زړه نه وینې څاڅي

بیا کورونا شوم یار مې ناخلي احوالونه

 

ما دې په سترگو کور جوړ کړ

چاره مې نه وه، کورونا نه ډارېدمه

 

که کورونا نه شوم جانانه

د مازدیگر دیدن دې نه قضا کومه

 

ښېرا دې وکړه کورونا شوم

تاوان به راکړې چې درانه یې دي دردونه

 

د کورونا په رنځ اخته یم

ما ته د نورو غمو مه وایه چې مرمه

 

ښېرې دې ټک پتری شوې یاره

بیا کورونا شوم راچاپېر شولو رنځونه

 

په زړه مې ته وې خدای رانکړې

د کورونا رنځ سرباری شو مړ به شمه

 

په زړه مې درې غمونه بار دي

یو بېکاري، بل کورونا او ستا غمونه

 

په کورونا مې خبر واخله

چې درمالوم شي د دردو سوي داغونه

 

څوک مې د حال پوښتنه نه کړي

کورونا رنځ له زغم وتلی، مړ به شمه

 

زما احوال داسې دی یاره

دردونه ډېر دي ځان په مړو حسابومه

 

له کورونا سره سوچ مل دی

په داسې رنځ کې به هر څوک وهي سوچونه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.