وال سټریټ ژورنال بهر هېوادونو کې د پخوانیو افغان چارواکو د شتمنیو په اړه رپوټ خپور کړی

516

وال سټریټ ژورنال بهر هېوادونو کې د پخوانیو افغان چارواکو د شتمنیو په اړه رپوټ خپور کړی.

امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د ځینو هغو پخوانیو افغان چارواکو د شتمنیو په اړه یو ځانګړی رپوټ خپور کړی چې په تېرو شلو کالو کې یې بېلابېلې حکومتي دندې درلودې.

په دې رپوټ کې د ملي امنیت پخواني سلاکار حمد الله محب، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د مالیې پخواني وزیر اکلیل حکیمي او ځینو نورو چارواکو د شتمنیو په اړه جزئیات راغلي.

دا شتمنۍ، چې تر ډېره کورونه یا اپارتمانونه دي، په متحده عربــ.ي امــ.ـ.اراتـ.و، امریکا، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو کې اخیستل شوې دي.

وال سټریټ ژورنال وایي، یوازې په دوبۍ کې یې د شتمنیو د ثبت ادارې د مالوماتو له مخې مالومه کړې چې ګڼ پخواني افغان چارواکي د جمهوري نظام له سقوط وروسته دې ښار کې مېشت شوي او هلته خپل شخصي کورونه یا اپارتمانونه لري.

یادې ورځپاڼه د ملي امنیت د پخواني سلاکار حمدالله محب له خولې لیکلي چې د امریکا په فلورېډا کې د سمندر پر غاړه یو کور کې اوسي. رپوټ کې راغلي چې دا کور د ښاغلي محب د خواښې په نامه دی.
حمدالله محب وال سټريټ ژورنال ته دا هم تائید کړې ده چې مېرمن یې، چې د امریکا تابعیت لري، په واشنګټن کې هم شتمني لري. خو په خپله حمدالله محب يادې ورځپاڼې ته ويلي چې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې په خپل نامه شتمني نه لري.

همد راز د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په اړه ویل شوي چې د دوبۍ په یوه ګرانبیه سیمه کې یو اپارتمان لري او هملته مېشت دی.

د ولسمشرۍ د پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په اړه رپوت کې راغلي چې د ترکیې پلازمېنې انقرې په یوه ګرانبیه سیمه کې کور لري، خو مالومه نه ده چې دا کور څه وخت اخیستل شوی.

په نورو چارواکو کې د اقتصاد د پخواني وزیر مصطفی مستور نوم هم راغلی. نوموړي وال سټریټ ژورنال ته ویلي، دوبۍ کې یې جایداد له وزیر کېدو مخکې اخیستی او دا مهال استانبول کې هغه اپارتمان کې اوسي چې له سقوط څو میاشتې مخکې یې اخیستی و.

په جمهوري نظام کې د افغانستان د مالیې د وروستي وزیر خالد پاینده په اړه ویل شوي چې واشنګټن ښار ته نږدې دوه کورونه لري. ښاغلي پاینده منلې چې په دې کې یو کور په نغدو پیسو اخیستل شوی او ویل کېږي چې د دواړو کورونو بیه یې شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالره ده.

یاده دې وي چې ښاغلي پاینده تېره میاشت بي بي سي سره یوه مرکه کې ویلي وو، د ژوند اړتیاو پوره کولو لپاره د امریکا واشنګټن کې ټکسي چلوي.

د مالیې د یو بل پخواني وزیر اکلیل حکیمي په اړه رپوټ کې راغلي چې د امریکا په کلېفورنیا کې لس کورونه لري.

وال سریټ ژورنال وایي، په دې کې ځینې کورونه هغه مهال اخیستل شوي چې نوموړی وزیر و، او ځینې نور بیا له وزارت وروسته رانیول شوي.

پر۰پخوانیو۰افغان۰چارواکو۰دفساد تورونه

په تېرو شلو کالو کې د افغانستان پر حکومت او لوړ پوړو چارواکو بیا بیا د فساد تورونه لګېدلي، او نړیواله ټولنه همدا فساد د جمهوري نظام د نړېدو یو لامل هم بولي.

د افغانستان بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) او ګڼو نورو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د اداري فساد په اړه وخت نا وخت مفصل رپوټونه هم خپاره کړي.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ۲۰۱۴ کال کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په ټینګار او بیا بیا ژمنه کوله چې واک ته له رسېدو سره به د فساد پر ضد کلکه مبارزه کوي.

خو په تېرو څو کالو کې د نوموړي د حکومت ګڼ شمېر جګپوړي چارواکي بیا بیا په فساد تورن شول او ظاهراً ښاغلی غني د دې ستونزې حل کولو کې پاتې راغی.

پخپله پر ښاغلي غني هم تورونه وو چې د تېر کال د اګست میاشتې پر پنځلسمه له افغانستانه د وتلو پر مهال یې لسګونه میلیونه ډالر له ځان سره وړي دي.

خو سیګار څو ورځې وړاندې په خپل یو رپوټ کې دا ادعاوې ناسمې وبللې. د سیګار رپوټ کې راغلي وو، له کابله د وتلو پر مهال له پخواني ولسمشر غني او ورسره مل کسانو تر یو میلیون ډالرو ډېرې پیسې له ځان سره نه دي وړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.