له ټیک ټاک دمه واخلئ کنه حساب مو تړل کیږي

1,326

د ټیک ټاک خواله رسنۍ ویلي، ډېر ژر به هغه کسان د دغه شرکت له لوري د اکونټ یا حساب تړلو خبرداری ترلاسه کړي چې له دمې پرته او په دوامداره توګه ټیک ټاک کاروي.
ټیک ټاک ویلي، د دې پرېکړې موخه دا ده چې د “ټېک ټاک کاروونکو او ډیجیټل نړۍ ترمنځ یوه سالمه اړیکه رامنځته کړي.”
که تاسې هم د ټیک ټاک پر کارولو روږدي یاست او دمه پکې نه شئ اخیستی نو دغه شرکت اوس د دې ستونزې د حل لپاره تاسې ته د دمې اخیستو اسانتیا برابره کړې.
تاسې اوس کولی شئ د ټیک ټاک د کارولو لپاره ځان ته وخت وټاکئ او په همغه اندازه پکې بوخت پاتې شئ.
ټیک ټاک یوه له هغو خواله رسنیو ده چې په ځوانانو کې ډېر مینه وال او کاروونکي لري.
د هغه شمېرو له مخې چې د یاد شرکت له لوري د تېر کال سپټمبر میاشت کې خپرې شوې، ټوله نړۍ کې په میاشت کې ۱ میلیارد کسان ټېک ټاک کاروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.