ملکې

مروا هوسا ځلاند

365

ستړی روح

په توره خونه کې ایسار دی

څاڅکي څاڅکي وینه راشي

د کوټې له توره چته

تور لوګی ورسره مل شي

بیا کړۍ کړۍ را درومي

تل د ځمکې ته روان شي

توره خونه تور لوګی او توره وینه

له یوې مړې ارواه ساه باسي

….

هلته لرې هدیره کې

مازدیګر دی لمر ډوبیږي

څو ملکې د یو قبر څنګ ته ناستې

د یو چا په انتظار دي

یوې سر اېښی په زنګون دی

بله لارې د چا څاري

مخامخ په نرۍ لار کې

 یوه ډله را روانه

هدیرې ته نیږدې کېږي

را لنډېږي را لنډېږي

یوه ملکه په خپله سوي غږ نارې کړي

یوه پېغله خاورې کېږي

یو ارمان په زړه ماتېږي

د تورتم  په تورو شپو  کې

لکه بنګ په منځ ماتېږي

لکه شمعه ویلې کیږي

خاورې کېږي خاورې کېږي

پناه کېږي کېږي

….

د ماښام تیارې خوري دي

هدیره ده خالي شوې

نرم باد د یوه تازه قبر له پاسه

د بیرغ له شنو جنډو ټکا وباسي

تور کارغه په دنګه شناخته باندې ناست دی

سر یې کښته ځړېدلی

د یوه خړ قبر له پاسه

د یوه ځوان سلګو ته غوږ دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.