یو خبریال ملگري وپوښتلم، د افغاني غالیو صادرات بېخي صفر شوېدي، لنډې حللارې به ورته څه وي؟
ځواب يې له تاسې سره هم شریکووم: مخکې لهدې چې د غالیو د بازار په حللارو بحث وکړو، باید پوه شو، چې دا صنعت د افغانستان لهپاره خورا مهم ځکه دی، چې ډېر شمېر ښاریان او کلیوال متشبثین پهکې په کار بوخت دي، یو غالۍ له پیل څخه واخلئ د اوبدلو تر اخري برید پورې له ۱۳ مرحلو څخه تېرېږي، چې په هره مرحله کې يې زرگونه خلک په کاروبار بوخت دي.
بدبختانه له پخوا څخه دې سکټور ته چندان د پاموړ پاملرنه نهده شوې، زما د دې خبرې هدف دا دی، چې د افغانستان په بازارونو کې لا هم ترکي او ایراني غالۍ پاچايي کوي، پهداسې حال کې چې اوسمهال زموږ د غالیو خپل سکټور له فلجکېدا سره مخدی، خو بالعکس له تېر وخت څخه تجربه دا ده، چې دغې هېوادونو بیا د افغانۍ غالیو په واردولو د ډمپینگ پالېسي وضع کړېوه. افغاني غالۍ د نړۍ د نورو غالیو په پرتله ۴ چنده لوړ ارزښت لري، له ۴۰۰ په ډېرو ډولونو کې اوبدل کېږي، او د بریا راز يې هم په لوړ کیفیت له طبیعي رنگونو استفاده ده. دلته يې په اوس وخت کې په څو لنډو حللارو تم کېږو:
لومړی، که څه هم خصوصي سکټور ته په پام سره نهشو کولای چې د بېرونیو غالیو (ترکي او ایراني) غالیو په صادراتو بندیزونه وضع کړو، خو د سوداگرۍ وزارت د نورو اړونده ادارو سره په تفاهم کولای شي، چې د خارجي غالیو په وارداتو تعرفه لوړه کړي، تر څو قیمت يې د هېواد په داخل کې لوړ شي او هېوادوال مجبور شي، خپلو داخلي غالیو اخیستلو ته مخه کړي.
دوییم، په کور دننه باید د افغاني غالیو په اړه د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شي، چې پهدې کې د فرهنگ وزارت ډېر رول ځکه لري، چې افغاني غالۍ د افغانستان د فرهنگ د استازولۍ بهترینه دریڅه ده او کولای شي، چې په دولتي او خصوصي تلوېزیونونو باندې د دې غالیو یو اعلان نشرول جبري وگرځوي.
درېیم، حقیقت دا دی، چې د افغاني غالیو نرخ ډېر لوړ دی، ځکه هېوادوال ایراني یا ترکي غالي اخلي، د افغاني غالي د اتحاديو له مشرانو سره باید خبرې وشي، که شونې وي چې د دې تولید نرخ راکم کړي، د معلوماتو پر بنسټ غالۍ اوبدونکو ته خورا کم مزُد (حتا د ورځې ۱۰۰ افغانۍ) ورکول کېږي، خو په کور دننه سوداگر يې بیا بېخي لوړ پلوري، نو که شوني وې چې نرخونه يې لږ راټيټ شي.
څلورم، دا خبره عادي مهگڼئ، چې په کور دننه دولتي او غیر دولتي اداري هر کال په لکونه متره غالۍ اخلي او کاروي، خو که وکتل شي، ډېری يې خارجي غالۍ دي، حکومت باید د یو پالېسۍ لهمخې هدایات ورکړئ، چې په کور دننه دولتي او غیر دولتي ادارات باید لهدې وروسته له افغاني غالیو استفاده وکړي، دا کار ښايي افغاني غالۍ اوبدونکیو ته دومره گټه ونهرسوي، خو دا سکټور تشویقولای شي او ورته ښيئ، چې د حکومت پام ورته شته دی.
پنځم، اخري یو قیمتي خو ممکنه اپشن دا دی، چې د سوداگرۍ وزارت له نورو اړونده دولتی ادارو په شریکه داسې یو مشورې ته ورسېږي، چې حکومت دې له غالۍ اوبدونکيو دا غالۍ پهخپله وپېري او ذخیره دې کړي؛ کله چې حالات بېرته نارمل او مساعد شول، نو خارج هېوادونو ته دې صادرې کړي، پهدې کار سره به هم د غالیو سکتور له سقوط څخه ژغورل شویوي او هم به حکومت د وخت په تېرېدا سره گټه کړيوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.