په پاکستان کې امریکایي اډې

شاپور احمدزی

549

پاکستان دوه اډې د امریکا ډرون الوتکو ته په پنجاب او بلوچستان کې ورکړي دي. په نوموړو اډو کې په سلهاوو ډرون الوتکې له امریکایي او پاکستاني انجنیرانو سره ښکته او پورته کیږي.

پنچاب په تېرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان سیاسي تجارت کړئ او کوي یې، هیڅکله قوي او ازاد افغانستان نشي زغملي، تل یې د افغانستان دورانۍ او کمزورۍ لپاره هڅې کړي او کوي یې.

په 1980 کلونو کې یې زمونږ سړکونه،  بندونه او ښوونځي ورانول.

په 1990 کلونوکې یې دوې ځلې د افغانستان حکومتونه ړنګ کړل، زمونږ ملي اردو یې له منځه یوړه او زمونږ ټول جنګي تجهیزات یې دخپلو غلامانو په واسط کباړ کړل.  پنجاب په 2001 کال افغانستان په امریکا خرڅ کړ، خو په دې خرڅلون ځکه خوښ نه وو ، چې وران شوي ښارونه بیرته جوړشول، ددوی په لاس وران شوي ښوونځي بیرته ورغول شول او دا کار هیڅکله پنجاب ته د منلو وړ نه وو. پنجاب او امریکا  دغني د حکومت په وروستیو کلونو کې په ګډه یو بله دسیسه رامخ ته کړه او هغه داچې طالبان او د غني حکومت یې په جنګ جګړه کې مخامخ کړل او کوښښ یې کاوه چې ترهغه یې وجنګوي ترڅو ښارونه یوځل بیا په لوټه بدل کړي.خو ولسمشر غني ونه غوښتل چې کابل یوځل بیا دپنجاب په خوښه په لوټه او خاورو بدل شي، له جنګه یې لاس واخیست او له ملکه ووت. دغني دې کار هم پنجاب او هم امریکا سخت په غوصه کړل ، لاتر دې چې په غني یې د میلونونو ډالرو دتېښنې تورونه هم ولګول چې وروسته بیا سیګار په خپله اقرار وکړ چې غني پیسې نه دي تښتولي.

کابل او دښارونو نه ورانېدل پنجاب او امریکا هک پک حیران کړل او دوی خپل هدف ته ونه رسېدل، اوس دا منافقان د افغانانو لپاره دیوبل جنګ او دسیسو په جوړولو بوخت دي، چې له دې دسیسو څخه یوه هم  امریکایي اډو ته په پنجاب او بلوچستان کې ځای ورکول دي ترڅو له دې لارې خپل هدفونه په افغانستان کې ترسره کړي او یو څه یې ډک زړونه تش شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.