د اټوم بم جوړښت او تلفات

نیک محمد ویال

1,578

د نړۍ لومړی اټومي بم په ۱۹۴۵ز کال کې د نوې مکسيکو په لاس الامس کې جوړ شو. همدا ډول د لومړي ځل لپاره اټوم بم چې يورنيم په کې کارول شوي وو د امريکا متحدو ايالتو له خوا د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان په هېروشېما وغورځول شو.

اټوم بم څنګه چاودنه کوي؟

هر کله چې يو نيوترون د يو isotopes uranium-235 يا plutonium-239 لرونکي اتوم هسته يا nucleus ووهي، په پايله کې د اتوم هسته دوه ټوتې کيږي، حرارتي انرژي او ګاما وړانګې خواريږي.

د اټوم بم ويجاړونکی اغېز:

اټوم بم دوه ډوله ويجاړونکی او وژونکی اغېز لري. چې لومړی يې د چاودنې پر مهال او دويم اوږد مهاله دی. د اټوم اغېز تر ډېر په دې پوره اړه لري چې په څومره اندازه انرژي په کې کارول شوې ده، خو په لويه کې اټوم په چاودنې سره:

– له ۴۰ تر ۵۰ سلنه انرژي د چاودنې پر مهال؛

– له ۳۰ تر ۵۰ سلنه حراراتي وړانګې؛

– ۵ سلنه ايو نای زېشن وړانګې يا ionizing radiation؛

– او ۵ سلنه يې نورې بيلا بيلې وړانګې دي.

د اټوم بم له چاودنې وروسته څه پېښيږي؟

۱- د نورو چاودېدونکو توکو د چاودنې په څېر اټوم بم هم لومړنۍ اغېزې لري. هر کله چې اټوم بم وغورځول شي، نو سخت ټکانونه، د غوږونو د پردو څېري کېدل، د سږو تخريب، د ودانيو ورانېدل او په خپله د بم ټوتې د چاپيريال او ژونديو موجوداتو د له منځه تللو سبب کيږي.

۲- حراراتي وړانګې Thermal radiation: د نورو وسلو خلاف اټوم بم په سترې اندازې حراراتي وړانګي خپروي. حراراتي وړانګې د اور لګېدنې سبب کيږي. دغه وړانګې دومره زورورې دي چې کولی شي په يوې سترې سيمې کې د اور توپانونه هم رامنځ ته کړي.

۳- لومړنۍ وړانګې: اټوم بم په غټ شمېر سره نيوټرون او ګاما وړانګې خپروي چې Initial radiation ورته وايي.

  ۴فالویټ:کله چې اټوم پر ځمکه وغورځي  نو خاورې او کاڼې له ځان سره پورته کوي، چې دغه خاورې او کاڼې بېرته ځمکې ته راځي او د تلفاتو سبب کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.