په تیارو کې راپرزيږو

هاجره

140
‎موږ تـر څـو به په تيارو کې راپـرزيـږو
‎لکـه تـار د سـتنې ستـومې کې خـوزيـږو
‎څـه عـجيب شانـتـه حالاتـو سـره مـخ يوو
‎د خـپـل کـور د دروازې پـر لار ورکيـږو
‎د سپين لمر خوره لـمـن رابـانـدې تـنـګه
‎پـورته ښکته يې له مـداره راغـورزيـږو
‎هـره ورځ مـو د نـظـر واټـن تـنګـيـږې
‎د لنډ شوي خيال زولۍ کې پـاتې کيـږو
‎دومره ډيـر يـوو له خـپل ځانه بې خبره
‎د شـکـونـو پـه تـيــارو کـې اوتـريــږو
‎پر وړتيا د خـپل مړونـد باوري نه يـوو
‎په هـمـدي وجـه لـه خـپـل نـظره لويـږو
‎که پيدا مو په خپل منځ کي اعتـبـار کړ
‎د سبــا ســترګې پـه څـيـر بـه وزلـیـږو
‎د نړۍ له ولـسونـو نه يې که زده کـړو
‎په يـووالي بـه پر هسـک راڅرګنـديـږو
‎خپل هېواد راتـه همدغه شيبې شماري
‎چـې اړتيا شوه په يو غږ به پورته کيږو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.