زه څنګه په مطالعې روږدی شوم

ژباړه او لنډیز: عبدالخالق کریمزی

250

1) د لوستلو ترټولو سخته برخه د پیل کول دي.

2) که غواړئ چې دمطالعې او کتاب لوستنې سره عادت شئ پيل يي د ناولونو-کيسه يزو او ډراماتيکو کتابونو له لوستلو-وکړئ

3) د یو دم ډیر لوستل مو ممکن ژوند بدل نه کړي مګر هره ورځ لوستل هرڅه بدلوي.

4) لوستل مو د ژوند برخه وګرځوﺉ، لږ ولولﺉ خو تل ولولﺉ.

5) هڅه وکړﺉ چې لوستل وکړﺉ –که د چاپ کتابونه ، ای بوکونه ، او که غږیز کتابونه وي.

6) دا مهمه نده چې تاسو څومره کتابونه لولۍ، دا مهمه ده چې تاسو کوم کتابونه لولﺉ.

7) د لوستلو دمخه خپل مبایل خاموش کړﺉ، او په بل خونه کې یې پریږدئ؛ چې ستاسو تمرکز به 10 ځله زیات شي.

8) ښه او د پام وړ کتابونه بیا بیا ولولئ.

9) مطالعه کول تاسو ډیر پخوا زمانو ته له ځان سره وړي.

10) د کتابونو په انتخاب کې دقیق واوسې.

11) هغه کتاب چې ستاسو ژوند یې بدل کړی، بیا بیا یې ولولئ.

12) هر کتاب پدې نه ارزي چې بیا بیا یې ولولۍ، یواځې ځیني کتابونه دا خاصیت لري.

13) په ډیر سرعت سره لوستل مه کوﺉ؛ تاسو خو د لوستلو په کومه سیالۍ کې نه یاست.

14) د لوستلو لپاره غوره ځایونه سفر پر وخت،شنه ځایونه،سیند غاړه او پارکونه دي.

15) په اوونۍ کې یو ځل حتمأ کتابتون ته لاړ شﺉ؛ او د ځان لپاره کتابونه واخلﺉ.

16) د کتاب لنډیز لوستل او بیا تاسو فکر کول چې تاسو په ټول کتاب پوهیږئ داسې دی لکه د فلم لنډیز( ټریلر) وګورئ او فکر وکړئ چې تاسو په ټول فلم پوهیږئ.

17) د غوره کتابونه په چټکۍ سره لوستل ناممکن دي ځکه چې دوی په دوامداره توګه تاسو ودروي او فکر کولو ته مو مجبوروي.

18) که غواړئ چې لوستلو مو عادت وګرځي؛ نو هره ورځ د دوه دقیقو لپاره لوستل وکړﺉ.

19) هغه څوک چې د کتاب لنډیز لیکي د هغه کس په پرتله چې لنډیز لولي لس چنده زیاته ګټه کوي.

20) که د کتاب په لوستلو سره مو په فکر او چلند کې توپیر رانغی؛ نو لوستل مو بې ګټې دي.

21) کتابونه پانګه ده، نه لګښت. تر ټولو بهترینه پانګه اچونه په خپل ځان پانګه اچونه ده.

22) هر چیرې چېرته ځئ یو کتاب له ځانه سره ولرئ. تاسو هیڅکله نه پوهیږئ چې کله تاسو د لوستلو لپاره وخت ومومئ.

23) د لنډو کتابونو په لوستلو ډیر وخت تیر کړئ. ځینې ​​لنډ کتابونه ژور درسونه لري.

24) د بې وخته ستونزو لپاره بې وخته کتابونه ولولئ. د عصري ستونزو لپاره عصري کتابونه ولولئ.

35) د کتاب لوستلو لپاره تر ټولو ښه وخت همداوس دی. د پیل کولو لپاه غوره وخت همدا نن دی.

شاکره! ورته وليکه کيسه په ديوالونو
بدبخته پښتانه له کتابونو نه بيزار دي.
‏شاعر

يو عالم وايي که تاسو په لاره تيريدۍ او د ديوال په چوه يا درز کې مو يو زوړ-کاغذ وليد يو ځل يي راواخلئ او ويي لولئ ممکن دا کاغذ ډير زوړ وي خو؛داسې څه به پکې وي چې تا لپاره نوي وي.

رالېږونکې: نظیفه دفتانی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.