حتمي شخړې او جنجالونه

نیک محمد همدرد

745

ژوند پر ستونزو پرلپسې برلاسي ده ،دا لکه د سيند څپو خلاصی نه لري،ياني په ژوند او کاروبار کي برياليتوب ته د رسيدو لپاره بايد د ستونزو او خنډونو له سيلاب سره مخ شئ،لنډمهالي ماتي او سختې تجربه کړئ،او دا کار د نظم او پر ځان برلاسي په مرسته کولای شئ

زیاتره وخت چي تاسو څه فکر کوئ ،همغسي کيږئ په هره برخه کې بريالي خلک هغه دي چې حللاري لټوي،دوي زياتره وخت پر حللارو فکر کوي ،بريالي خلک دي پسي نه ګرځي چي چا څه کړي يا يي نه دي کړي،دوي په هره برخه کې پر حللارو فکر کوي او ګوري چې د ستونزې د حل لپاره څه کولای شي ،

حتمي شخړي او جنجالونه ،دا ياد ساتئ چې ځيني شيان هيڅ چاره نه لري ،دا ستونزې نه وي ،دا د ژوند حقايق دي،

زياتره وخت ځيني شيان ستونزه او خنډ ښکاري،خو په اصل کې د بدلون فرصت وي،ځيني وخت د ستونزې حل ته هيڅ اړتيا نه وي،بلکي دا يو فرصت وي

په ژوندکي به د فزيکي ،مالي،کورنيو،کاروباري،او سياسي ستونزو له سيند سره مخ کيږئ،په دي روانو ستونزو کې به يوازيني دمه کله کله شخړي وي،که تاسو عادي ژوند کوۍ،په هرو دوو درييو مياشتو کي به حتمآ يوه شخړه تجربه کوئ،او په همدي شخړو کي به مو د شخصيت کيفيت او د کرکټر قوت معلوميږي،

،

تاسو چې له همدي ناڅاپي شخړو او خنډونو سره مخ شئ،په همدي وخت کي نړی ته خپل اصليت او قوت ښيئ،ژوند ټول امتحان دي ،يوازيني پوښتنه پکي دا ده چې بريالي به شي که ناکام ؟

تکړه او بريالي خلک دا وړتيا لري چې ستونزو ته اغيزناک غبرګون وښيي ،ارام وي او ليدلوری يي روښانه وي،دوي ځان ارام ساتي او احساسات نه کاروي،دا وړتيا په روښانه فکر ،بي طرفه تحليل او ښو پريکړو کي مرسته ورسره کوي،تکړه خلک پوهيږي چې هره ستونزه د پر ځان باور او ځان کنټرول د ودي يو فرصت دی،اصلا تاسو په ژوند کي د هغو ستونزو په مرسته پورته ځئ چې د حل وړتيا يي لرئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.