په خپل مسلک کې مهارت موندل څومره وخت نيسي ؟

نیک محمد همدرد

550

مشران وايي چې په يو کار کي د مهارت موندلو لپاره بايد اووه کاله يا لس زره ساعته تمرين وشي،د ښه پلورونکي کيدو لپاره ،د ښه سوداګر کيدو لپاره ،دښه مستري کيدو لپاره ،او دښه عصبي جراح کيدو لپاره بايد اووه کاله ډاکټري وکړئ،په هره برخه کې چې ځان په غوره خلکو کې راولئ،نو اووه کاله يا لس زره ساعته خواري به کوئ،

خوښه مو که شتمن کيږئ،که نيستمن کيږئ!

که هر وخت ټيلويزيون او موبايل کې فلمونه او سندرې اوري نو نيستمن به مو کړي،ارواپوهان وايي څومره چې ټلويزيون او موبايل ډير ګورئ،هومره به مو انرژي او ځان درناوي لږ وي،که ټلويزيون او موبايل ګل کړئ،نو اوزګاريږئ،او دا وخت بيا د ځان پوهولو،ښه کولو او تکړه کولو لپاره کارولای شئ،

که تاسو هره ورځ پر ځان لږ کار وکړئ،نوي مهارتونه زده کړئ،په خپلو کارونو کې تکړه شئ،لومړيتوبونه وټاکئ،او په چارو کې خپلو لوړو ارزښتونو ته پام وکړئ،نو په يو کال کي پوره شپږويشت سلنه وده کولای شئ،ښه خبره دا ده چې تاسو پر ځان پرلپسې کار کوئ،نو دا درته اسانه کيږي چې اونی په اونی،او مياشت په مياشت وده وکړئ،او ځان لا ډير غوره کړئ،

دولسمه مياشت چي ختميږي ،نو تاسو به (%26)سلنه وده کړي وي،که هر کال همدومره وده وکړئ،نو په لسو کلو کې به ستاسو وده(%1004)سلني ته لوړه شوي وي،او عوايد به مو هم همدومره ورسره لوړ شوي وي،دا فارمول کار کوي ،خو که تاسو کار تري واخلئ،

لارښود هره ورځ پر ځان لږ کار وکړئ،هره ورځ کار ته تر رسېدو دوه ساعته مخکې له خوبه را  ويښ شئ،په لومړي ساعت کي مطالعه وکړئ،او ځيني ښوونيز ،هڅوونکي يا روحاني مطالب ولولئ،لومړی ساعت د پاتې ورځي بادبان يا وزر دی)هره ورځ خپلي موخي له سره وليکئ،يوه کتابچه پيدا کړئ،او هره ورځ تر کار پيلولو مخکې خپلي لويي موخي پکي وليکئ،د ورځي تر پيلولو مخکې يو ليست جوړ کړئ،او خپل لومړيتوبونه پکي وليکئ،ځان داسي منظم کړئ،چي ټول پام مو يوازي يوه شي ته وي،هره ورځ بايد داسي يو مهم کار وټاکئ،چي بايد ترسره يي کړئ،

تر ټولو غوره اوسئ !

که ټول عمر شخصي وده او شخصي پرمختګ ته ژمنيا غواړئ،نو قرباني به ورکوئ،نظم به رامنځته کوئ،او قوي هوډ به لرئ،هره ورځ چي يو نوي شی زده کوئ،نو شخصي ځواک او قوت به ورسره احساسوئ،ځان باور ،ځان درناوي او ځان وياړ به مو ورسره لوړيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.