نن د سنبلې ۹مه د پښتنو او بلوڅو د یووالي او پیوستون ورځ ده

514

(دعوت میډیا ۲۴) راپور –  پ . ژوند

دا هغه ورځ ده چې په تیرو کلو کې به په کابل کې په ډیرو شاندارو مراسیمو لمانځل کیدله او په میلې رادیو تلویزون کې به د پښتونستان د ورځي په مناسبت هنرمندانو ترانې او شاعرانو حماسي شعرونه ویل . او د پښتونستان په چوک به بیرغ پورته کیدل.
د تاریخي مالوماتو پر بنسټ څو اویا کاله د مخه په همدې ورځ د ۱۳۲۸ لمریز کال د سنبلې په ۹ مه د کوزې پښتونخوا قومي مشرانو او د دې سیمې د ملت پالو ګوندونو استازو په کابل کې په یوې سترې جرګې کې دا ورځ د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په نوم ونوموله، چې تر هغه وروسته هر کال په همدې ورځ لمانځل کیږي.

پښتانه او بلوڅ قومونه په خپلو منځونو کې فرهنګي، سیاسي، ټولنیزې او مذهبې اړیکې لري چې پېړۍ قدامت لري، دغو دواړو قومونو د تاریخ په اوږدو کې د خاورې د خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکړي او تل یې برحقه مبارزه کړې ده.

د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځې لمانځنه د دې دواړو قومونو تر منځ د یووالي د ټېنګښت لپاره مهم فرصت ګڼل کیږي.

پښتانه او بلوڅ دوه هغه وروڼه قومونه دي، چې کله هم دوی اتفاق کړی د افغان ملت د پرمختګ او امن سبب ګرځیدلی، خو کله چې بیا دغه یووالی کمرنګه شوی دی، نو د افغانستان د کمزورۍ او جګړو سبب ګرځېدلی دی.

لکن نن دا ورځ په داسي حال کې نه لمانځل کیږي. چې په کابل د طالبانو واکمني ده. او دا ورځ  د افغانستانه د امریکایانو د وتلو د ورځي سره سر خوري او طالبان دا ورځ د ځان د بریا ورځ ګڼي او لمانځې یې. چې په ټول وطن کې یې د امریکایانو د وتلو د ورځې په پار عمومې رخصتي علان کړې .

مګر  افغان ملت  پښتنو او بلوڅو خپله دا د یووالي ورځ نه ده هېره کړې. پښتونخوا او بلوچستان د تاریخي افغانستان برخې دی او ټول لوی افغانستان بلل کیږي. زیات شمېر افغانانو د ټولنیزو رسنیو د لارې دا ورځ په ملی شعارونو، او د پښتونستان د بیرغ په عکسونو او د لر او بر ملی مبارزینو په یادولو ولمنانځله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.