یوې ښځې د کورنیو چارو وزارت لپاره د ډبرو سکرو د رسولو قرارداد وګاټه

523

یوې ښځې د کورنیو چارو وزارت لپاره د ډبرو سکرو د رسولو قرارداد وګاټه

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې یوه سوداګره ښځه د دغه وزارت د مرکزي پولیسو ریاستونو ته د ډبرو سکرو رسولو قرارداد ګټونکې پېژندل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو رییس حافظ محمد صادق صدیقي، نن (سه شنبه، ۲۹ سنبله) وویل، چې د دغه وزارت د ډبرو سکرو د تدارکاتو د داوطلبۍ سیالۍ په شفاف ډول ترسره شوې.

د هغه په ​​وينا، د “نوبهار افضلي” شرکت مشره ‘عزيزه افضلي’ د کورنيو چارو وزارت د مرکزي پوليسو رياستونو لپاره د ډبرو سکرو د تدارک پروژې د ګټونکي په توګه پېژندل شوې ده.

 د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو رییس زیاته کړه،  چې د دې پروژې داوطلبۍ څه موده وړاندې د دغه وزارت له خوا ورکړل شوې وه او څو خصوصي شرکتونو په دې داوطلبۍ کې سیالي کوله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.