د ا.ا ځواکونو ته د تثبیت رتبې کمېسیون کار پیل کړ

1,371

د ملي دفاع وزارت وایي چې د ځواکونو اړونده د تثبیت رتبې کمېسیون کار پیل کړی دی. د یاد وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا کمېسیون چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب په مشرۍ جوړ شوی وو،  په ​​رسمي توګه یې خپل کار پیل کړ. په خبرپاڼه کې راغلي، یاد کمېسیون به د اشغالګرو پر وړاندې د خپلو مجاهدینو  د عزت او وقار ساتلو په پار او د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره د هر مجاهد تعلیمي او جهادي اسناد په نظر کې نیسي او دوی ته به مناسبې نظامي رتبې ورکوي. دوه میاشتې مخکې د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي ویلي وو، چې د پوځ شمېر اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي. د اسلامي امارت ویاند پخوا ویلي وو چې راتلونکو دوو کلونو کې به د اسلامي پوځ  جوړولو چارې بشپړې کړي، چې په وینا یې مخکیني پوځیان به هم پکې شامل وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.