بېنېټ: افغانستان کې د وضعیت ښه کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوم

662

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ افغانستان کې د خپل ماموریت له یوه کال تمدید څخه هرکلی کړی دی. بېنېټ په یوه پیغام کې د خپل ماموریت له غځولو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا دوې ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د افغانستان په تړاو د دغه سازمان پرېکړه‌لیک تصویب شوی او له مخې یې د ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی. افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د پرېکړه‌لیک د تصویب او د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو لپاره د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ۲۹ غړو هېوادونو مثبته رایه ورکړې ده.

او بل خبر دا چې: په دوحه کې د ا.ا د سرپرست حکومت او د امریکایي پلاوي ترمنځ خبرو کې، د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو پر فعالیت خبرې شوې دي. بي بي سي پښتو د یوې معتبرې سرچینې له قوله ویلي چې وړمه ورځ په دوحه کې د اسلامي امارت او امریکايي پلاویو ترمنځ ناسته کې د بې پیلوټه الوتکو د بريدونو ترڅنګ پر سیاسي او اقتصادي مسایلو هم خبرې شوې دي. دغې سرچینې ویلي، د امریکا د سپینې ماڼۍ، د استخباراتي دستګاه، دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره، د طالبانو په حکومت کې د سیالو بنسټونو، د استخباراتو ریاست، د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت غړو مخامخ ناسته ترسره کړې ده. سرچینې ویلي، د دوو پلاوو ترمنځ خبرو کې، د دوحې د تړون پر پلي کېدو ټینګار شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.