زده کړه

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

1,531

زده کړه رڼا ده، سرمايه ده، اخلاق دی، مينه ده، د جهالت نه وتل دي او د يو هيواد پرمختيا ده. په زده کړي او علم سره غربت له منځه ځي، ګډوډي (انارشي) له منځه ځي.

زده کړه او علم د انسانانو د پاره په ژوند کې ډېر ارزښت لري، که دا نر وي او که ښځه که په هره ساحه کې وي، خو چې مثبته زده کړه وي.

نلسون منډيلا ليکي: « زده کړه (تعليم) يوه  قوي ترينه وسله ده، کوم چې دې سره نړۍ ته تغير ورکول کيږي.»

« ولږه د بې سوادۍ سره تړاو لري. مونږ بايد ددې غمخواري وکو، چې تر څو ټول باسواده شي.»

د بده مرغه زمونږ په هيواد کې ډېری کورنۍ او د هيواد يو نيم مشران زده کړې او علم ته بل ډول رنګ ورکوي او دا د مذهب او کلتور خلاف عمل بولي او نه پرېږدي چې د هيواد راتلونکی نسل د زده کړي او علم خاوندان شي، په خاصه توګه زمونږه مظلومې خويندې او لوڼې.

د پښتنو ستر مشر خان عبدلغفار خان به ويل: « اسلام هغه دين دی چې علم يې په نر او ښځو فرض کړی دی.

خو! پښتون هغه بدبخته قام دی چې د مذهب په نامه د علم نه ليرې ساتلی شوی دی.»

د علم تر لاسه کولو د پاره په پرمخ تللي نړۍ کې کومه ستونځه نه شته، ځکه چې په دغه هيوادونو کې اقتصادي، مذهبي او کلتوري ستونځي له منځه تللي او هر چاته د زده کړې او علم شرايط مساعد دي، که دا بې وزلی دي او که مالداره، د بې وزلو لګښت دولت  په غاړه اخلي. خو د بده مرغه په وروسته پاتي هېوادونو کې چې اکثره انسانان د يوې نووړۍ ډوډۍ وس نه لري، نو څنګه به وکړی شي چې د خپل زده کړې د پاره لازمي مواد تر لاسه کړي، سره ددې چې د ښه استعداد خاوندان هم وي.

د دا ډول وروسته پاتي هيوادونو د پاره مرستندويه ټولنې (Organisation) جوړې شوي، چې د بې وزلو انسانانو لاس نيوی کوي، که په مونږ کې لږ څه هوښياري وي، نو بايد مونږ د دغو مرستو څخه ګټه پورته کړو او کوښښ وکړو چې زمونږ هيوادوالو ته ( که دا نر دي او که ښځه).د زده کړې شرايط  برابر کړو.

د دغو ټولنو د جملې څخه د بېلګې په ډول يوه د افغان ماشومانو د پاره د جرمني کميټې په جرمني کې د Eroes د کورنۍ يوه خيريه ټولنه ده چې په افغانستان کې ډېر ښوونځي او پوهنتونونه يې د افغان نوي نسل د پاره ستر کړي او د دې تر څنګ يې د افغان محصلينو د پاره د علمي کتابونو چاپولو لګښت هم همدغې ټولنې په غاړه اخستې ده ، چې اداري او تخنيکي چارې يې په المان کې د افغانيک (Afghanic) ټولنې له خوا چې مشري يې ډاکټر يحيا وردک کوي، تر سره شوي دي. د 2010 – 2022 کلونو پورې په سلونو ټوکو علمي کتابونه چاپ شوي او په وړيا ډول يې د افغانستان په مختلفو پوهنتونونو کې ويشلي دي، چې ددغې جملې څخه ځان ته زما څلور ټوکه (د ودانيو د جوړولو مهندسي اساسات اول او دوهم ټوک)،  د انرژي سپما کوونکي ودانۍ، د مهنډسانو د پاره ساختماني ستاتيک زده کړه او د ماشومانو د پاره خيالي کيسې (د ګريم ورونو کيسې)  چاپ کړي، چې زه ورڅخه د زړه له کومي مننه کوم.

پټه دې نه وي چې مونږ په هره څانګه کې ډېر پوهان، استادان او با علمه کدرونه لرو، خو د بده مرغه زمونږ دغه پوهانو د خپلې څانګې (رشتې) څخه فاصله نيولی. دې کې شک نه شته چې د کډوالۍ (محاجرت) ژوند په اکثرو باندې ډېره بده اغيزه کړي او همدا وجه ده چې زمونږ کدرونه د خپل ورځني ژوند د پاره د خپلو علمي څانګو څخه لرې پاتې شوي.

په اخر کې زه د دغو پوهانو، استاذانو او با علمه کدرونو څخه په درنښت هيله کوم، چې د خپلې علمي څانګې په اړوند د خپلو بې وزلو هيوادوالو د پوهې لوړولو د پاره داسې ګامونه اوچت کړي چې تر څو دغه بې وزله زده کوونکي او محصلين ورڅخه ګټه پورته کړی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.