زر څانګه

مریم امرخیل

1,021

د مېرمن زرڅانګې غږ، د هرې افغان مېرمنې غږ دی.
په افغان خاوره به داسې سوچه، غرنی، جذاب، د موسیقي په ټون او اهنګ موزون غږ کله هم ونه زیږيږي او نه به تکرار شي.
زما لپاره چې څومره د هغې هنر او سوچه غږ قدر لري هومره ډېر د هغې کرکټر راته بې جوړې دی.
د هغې افسانوي او شهکار غږ دې د هندوکش د غرو له لمنو د مینې انسانیت سندرې بولي
هغه چې څنګه ده، هماغه شان یې ټولنه کې ځان ثابت کړ.
د مېرمن زرڅانګې هنر په ډېرو سترو ستاینو هم پورته او لوړ دی . په نشتو امکاناتو کې د پښتو ژبې او موسیقۍ ته دومره ستر خدمت وکړ.
مېرمن زرڅانګې له خیمې تر نړیوالو ستیجونو خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ خو بیرته به خپلې کېږدۍ ته راګرځېدله.
یو څه چې خورا پرې دردمنه کېږم د هغې تر زړبوډۍ دا فقیر ژوند دی چې تر نن په دومره لوی خدمت کولو سره سره بې کوره او لالهانده ده .
دومره کالونو کې داسې څوک پیدا نشو چې د مېرمن زرڅانګې د داسې ستر خدمت په وړاندې یو کوچنی خدمت ورته وکړي .
خو پښتنو حتی د داسې یوې درنې او خدمتګارې میرمنې قدر څه چې ټوکې یې پسې جوړې کړې .
موږ کله هم د خپلو لویو او سترو خلکو قدر د زړه څخه نه دی کړی او نه مو پاللي تر هغو چې نړۍ یې ونه کړي یا یې ونه ستایي.
تر ډېره موږ وړتیا ته هم نه ګورو نور ظاهر او چل ول رنګارنګیو ته ګورو .
هغه وخت چې ښه تجارت او رنګارنګ استفادې وکړي بیا خپل ځان مقام ته ورسوي نو خپل اصلیت ښکاره کړي ایسته په خپله مخه درومي.
خو ډېر کم او واقعي هوښیار باشعوره خلک وي چې هغوی د انسان باطني ښکلا، مهرباني، کړه وړه ، ریښتونولي ته قدر ورکوي
د خپلو داسې هنرمندو او قدرمنو درنو انسانانو ملاتړ او هر حالت کې خدمت قدرداني کول زموږ مسوولیت دی .هر چا چې ددې ایوارد برخه کې د مېرمن زرڅانګې لپاره زیار ویستلی د زړه له کومې ترې مننه کوم
دا به زما د ژوند یوه لویه خوښي وي چې یوه ورځ د مېرمن زرڅانګې دا خوږې سترګې او ښکلی غږ له نږدې ووینم، واورم .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.