د رنګونه دنیا

سید اصغر هاشمي

674

ای د رنګونو پاچا! سپین زمان کې تور څه مانا؟
تور عبادت، تور شفاعت، تور کې نیکمرغه ژوندون
تور د ژړا، تور د خندا، تور د غمونو داستان
هر انسان تور د بل انسان، تور په داخل کې شیطان
+++
ای د رنګونو پاچا! شین تخم کې سور څه مانا؟
شین پیدايښت، شنه یې تخمه، د اسمانونو شین رنګ
شین د اوبو، شین د خوراک، شین د غنمو رنګ دی
په هر شین رنګ کې د سور رنګ مقابله روانه
سور کې مرګی دی، دې مرګي کې شنه خندا پرته ده
سور کې دوزخ دی، په ستي کې شنه ګډا پرته ده
+++
ای د رنګونو پاچا! هست کې دا رنګ رنګ څه مانا؟
د هر هست شوي هر یو رنګ له یوه رنګه پیدا
په توره شپه کې رڼايي، په رڼايي کې ماښام
د مرګ په رنګ کې روښنايي، د ژوندون رنګ کې تور رنګ
دا د رنګونو دونیا، دغه د جنګونو دونیا
بس! پکې پروت یم، تور او سپین، دغه نیمګړې دونیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.