چېـرې موږ، چېـرې څاروي

آصف بهاند

467

اوس چې په هېواد کې د ډېرو بدو حالاتو په وجه، زموږ د وطن ډېـری زلمیان، یوې امن پتې ته د رسېدو په پار په خطرناکو او خونخوارو لارو روان دي یا به روانېـږي او د مرگ له خطرونو سره منگولې لگوي؛ ښايي ځینو ته به ډېره ساده لوبه ښکارېـږي، خو په حقیقت کې روان شوي او روانېدونکي زلمیان، په هرگام کې د خوني پـړانگانو له څیرونکو داړو سره لوبې کوي. پر وطن او خلکو باندې د دې حالت د راوستو ډېره سلنه ملامتـتیا موږ افغانانو ته راگرځي. زموږ ناپوهي، ناوړه رواجونه او فکري وروسته پاتېوالی یې اصلي سرچینې دي او…

زه هم څو کاله وړاندې د همدې لارو یو لاروی وم، دا لاندې څو کرښې مې دوه ویشت کاله مخکې لیکلې او خپـرې کړې دي. اوس یې یو ځل بیا د دې لپاره رااخلم چې زما په لیدلې او لیکلې خاطره کې ما ولیدل چې د نورو وطنونو څاروي هم تر موږ ښه دي، ځکه مو د وطن اصلي پانگه یعنې زلمیان له خپلو خلکو او خپل وطن څخه په تېښته دي.

… له هغې سیمې نه یې چې موږ وخوځولو، هرې خوا ته به دې چې کتل تپې وې، داسې ښکلې تپې لکه لاسي چې جوړې شوې وي، دا تپې ټولې په ونو پټې وې، ما له موټر نه د تپو او د هغو له پاسه د ونو ننداره کوله. دا وخت منی و، طبعي منی، نه په زوره راوړل شوی منی.

د ونو پاڼې تر نیمايي ډیرې زیړې او نورې شنې یا نیمه شنې وې، ما ویل ګنې دا د افغانستان خلک دي چې په دوو برخو ویشل شوي دي او جګړه سره کوي؛ خو پاڼو جګړه نه؛ مینه سره کوله. باد به چې ښورولې او یو په بل سره لګیدې؛ تا به ویل چې یو بل په غیږ کې نیسي او سره ښکلوي.

په ونو کې د زیړو پاڼو شمیر ډیر وو. باد به چې لږ په زور کې شو، ژیړه پاڼه به يې له بیخه وشکوله او ښکته به یې په مځکه وغورځوله، خو شنې پاڼې به اوښتې را اوښتې، لکه اتڼ چې کوي.

ما ته بیا د افغانستان مظلوم ژیړ رنګي خلک را په یاد شول چې جګړه، لوږه او ویر يې څنګه ډیر ژر له پښو غورځوي او بیا تورو خاورو ته لیږدول کیږي، مګر واکداران، شتمن او ټوپکوالا اتڼ کوي…

او په پای کې موږ یو بل کلي ته ورسیدو، هلته هم تپه وه… دا د برید پر کرښه پروت یو کلی و، د یوې ښکلې تپې په ښکتنۍ برخه کې جوړ شوی کلی. په کومه کوټه کې چې موږ د انتظار شیبې تیرولې، د بندیخانې په څیر پنجرې درلودې، د پنجرو نه لږ وړاندې د خلکو کورونه ښکاریدل، دا تپه هم په ونو پوښلې وه او د ونو پاڼې ټولې ژیړې شوې وې.

دا مهال هم مازدیګر و، هو یو بل مازدیگر. ژیړی لمر د ژیړو پاڼو پر ښکلا یوه بله اضافه وه. زړه مې غوښتل چې آزاد مارغه شم، د تپې ونو ته ور والوزم، د زیړو پاڼوسره یو وارکینم، د ستړي زړه کیسه ور ته تیره کړم خو…

هیڅ چا بل چا سره کار نه درلود، حتی هغه څاروي چې زموږ له نظره دښمنان وو، هغوی هم یو بل ته څه نه ویل. د تپې د ونوله منځ نه یو کنډک غرڅې مخ په ښکته را روانې وې. زموږ د انتظار له خونې نه لږ وړاندې یوه ښکلې ماڼۍ ولاړه وه، یو لیوه ډولی غټ سپی له ماڼۍ نه ګرد چاپیره ګرځیده، ما فکر وکړ چې سپی به اوس غرڅو ته غاپي او حمله به ور باندې کوي، کتل مې چې غرڅې په نخرو او کرشمو را ښکته شوې، د سپي له څنګه تیرې شوې او…

د دې صحنې په لیدلو سره سړي داسې انګیرله چې سپی او غرڅې له پخوا نه سره دوستان وو. زما په زړه کې په ډیره نا امیدۍ تیر شول چې د دوی حتی څاروي چې په څلورې روان دي، هم تفاهم او پوهاوي ته رسیدلي دي او خپلمنځي ستونزې نه لري؛ خو زموږ د وطن ځينې انسانان چې په دوو پښو روان دي او ځان ته اشرف المخلوقات هم وايي، بیا له داړونکو څارویو نه لا زیات د نورو د وینو تویولو شوقیان او تږي دي او هره شیبه یو د بل مرګ ته چمتو او لاس په ماشه دي.

چیرې موږ،

 چیرې څاروي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.