طلب او پلټنه د اقبال پهٔ اشعاروکې

محمد علیم بسمل

470

د سفر لهٔ خونده خبر خلک چې لهٔ منزل نه څومرهٔ ډاریږي لهٔ غلو څخه نه ډاریږي.

د اخبره علامه اقبال حوروته وکړه.
کله چې اقبال د یو فرضي او خیالي سفر پهٔ ترڅ کې له جنته څخه وځي، حورې لهٔ هرلوري نارې وهي او اقبال ته وايي چې؛له موږ سره پاتې شه دی ورته وايي:

رهروې کو داند اسرار سفر
ترسد ازمنزل ز رهزن بیشتر

خبره داده چې پهٔ یومقامام کې پاتې کیدل بې همتي ده، د همت تقاضا داده چې مخته لاړشې کهٔ په جنت کې هم وې او د ترقۍ امکان وي کهٔ حورو هم زارۍ درته کولې مه کینه،بلکې مخته ځه!
پهٔ مادي او روحاني سفر کې خوند او ژوند پهٔ دایمي سیر کې دی، او پهٔ مقام کې پړاو اچول د باهمتو پهٔ مذهب کې مرګ دی

ای مسافر جان بمیرد ازمقام
زنده تر ګردد ز پروازمدام

د عاشقانو او باهمته خلکو جنت آسودګۍ او کرار کیناستل نه دي بلکې دائمي سیر دی.

اقبال له حلاجه نه پوښتنه کوي ورته وايي؛ ته ولې د مؤمنانو له مقامه لرې یې له جنته مهجوري او لرې والي څهٔ معني؟
ازمقام مؤمنان دوری چرا
یعنی از فردوس مهجوری چرا
حلاج ورته وايي: کوم حر انسان چې پهٔ ښو او بدو پوهیږي، د هغهٔ روح پهٔ جنت کې هم تقرر نه نیسي

مردی آزادی که داند خوب وزشت
می نګنجد روح او اندر بهشت

د ملاجنت؛ حورې غلمان خوب خوراک او د عاشقانو جنت؛
دایمي سیر او له جنته پورته د وجود تماشا ده

جنت ملا می حورو غلام
جنت آزادګان سیر دوام

جنت ملا خور و خواب و سرود
جنت عاشق تماشای وجود

کله چې د شاعر پوښتنې پای ته ورسیږي، او حلاج روان شي، شاعر غوښتنه ترې کوي چې څو شیبې نور هم ورسره ایسار شي، حلاج نه پاتې کیږي شاعر ته وايي : موږ له مقام سره سازش نه کوو، موږ سر تر پښو ذوق او پرواز یو، کار مو شیبه پهٔ شیبه پلټنه ده غواړو چې بې وزره الوت وکړو

بامقامی در نمی سازیم وبس
ماسرا پا ذوق پروازیم وبس

هرزمان دیدن تپیدن کارماست
بی پروبالی پریدن کارماست

یوو مقام ته رسېدل او هلته نه پاتې کېدل دواړه د طلب پهٔ واسطه کیږي، او طلب هلته پیداکیږي چې سړی خپل کار او هنر نېمګړی وګڼي.
اقبال او رومي پهٔ اسماني سفر کې فلک قمر ته رسیږي، او هلته له هندي حکیم سره ګوري، هغه رومي ته وايي چې د ابل څوک درسره دی؟ رومي ورته وايي :
د اسړی لهٔ ډېرې پلټنې آواره دی، کهٔ څهٔ هم ولاړ دی، خو فطرت یې سیاردی

مردی اندر جستجو آوره ئی
ثابتی بافطرت سیاره ئی

کار یې لهٔ ډېرې خامۍ څخه پوخ دی، ما دهغه له ناتمامه کارونو څخه لوګی کړې

پخته تر کارش زخامي های او
من فدای ناتمامی های او

د طلب د اهمیت په اړه یې لاندې بیتونه هم ډېر جالب دي

دربیابان طلب دیوانه شو
یعنی ابراهیم این بت خانه شو

وايي چې د پرمختګ پهٔ لاره کې هرڅه پهٔ مخ درځي خپل یې مه ګڼه او د نامحرم پهٔ نظر ورته وګوره، هر منزل بت وګڼه پرېږده یې او مخته ځه، د طلب د بیابان لینونی لهٔ ځان جوړ کړه
کله دې چې دیوې دنیا ځمکې او آسمانونه طی کړل، کینه مه! له خدایه نور آسمانونه و غواړه

چون زمین و آسمان را طی کني
این جهان و آن جهان را طی کنی

از خدا هفت آسمان دیګر طلب
صد زمان وصد مکان دیګر طلب

کهٔ د دنیا جنت همداوي چې سړی له پلټنې څخه فارغ وي او آرام وي، نو بیا لهٔ داسې جنته قبر ښهٔ دی

بی خود افتادن لب جوی بهشت
بی نیاز از حرب و ضرب و خوب زشت

ګر نجات ما فراغ از جستجوست
ګور خوشتر از بهشت رنګ وبو ست

ای مسافره پهٔ یو مقام کې پاتې کېدل مرګ دی، زندګي لهٔ دې څخه پیدا کیږي چې سړی تل پهٔ پروا وکې وي.

****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.