مونشن کانفرانس: د افغانستان معضله او په هکله یې بحثونه

288
3 ساعتونه مخکې

لوېديځ او د افغانستان ګاونډي هيوادونه لا تر اوسه د طالبانو حکومت سره د چلن پر څرنګوالي سره همنظره نه دي. ورسره رابطه او نه رابطه خپل ځانته ګټې او تاوانونه لري.

نړيوال مشران په دې کې سره متفق دي چې طالبان د افغانستان د وګړو بنيادي حقونه تر پښو لاندې کوي. په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته نجونې ښوونځيو ته نشي تللای، بې وزلي مخ په زياتېدو ده او خلک کړيږي. طالبان چې هر څومره اوږد وخت پر واک پاته کيږي هغومره يې پر واک ګرفت ټينګيږي.

خو بايد څه وشي؟ د مونشن په سږني امنيتي کانفرانس کې د (Talibanned: Prospects for Afghanistan) تر عنوان (پښتو: پر طالبانو بنديز: د افغانستان لپاره ليدلوري) تر عنوان لاندې مباحثه تر سره شوه. داسي برېښېدل چې د دغې مباحثې له برخه والو څخه يو چا سره هم ياد سوال ته جواب نه درلود.

ټول جنجال هغه وخت پېل شو کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې کابل ونيوی او د افغانستان پخوانی جمهوري نظام نسکور شو. نړيوالو مشرانو په چټکۍ سره دغه عمل وغانده او طالبانو تر واکمنۍ لاندې يې د خلکو پر برخلېک جدي اندېښنې وښودلې. د کابل له سقوط څخه تقريبا يو نيم کال وروسته د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ مياشت کې د افغانستان لپاره نړيواله توجه په لوړه اندازه راکمه شوې ده.

د امريکا متحده ايالات

داسي معلوميږي لکه نړيوالو مشرانو چې خپله توجه نورو بحرانونو او خپلو کورنيو موضوعاتو ته اړولې وي. آن هغه نړيوال لوبغاړي چې د طالبانو د واک ته رسېدو له کبله يې غبرګونونه ښودلي ول، اوس په واضحه توګه نه پوهيږي چې څنګه چلن وکړي او څه ډول موقف غوره کړي.

د امريکا د متحده ايالاتو په پارلمان کې د باندنيو چارو د کمېټې رئيس مايکل مک کاول د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۱۹مه نېټه) د مونشن په امنیتي کانفرانس کې د بحث يادې غونډې ته وويل: «دمګړی، موږ و بشري ملاتړ ته ځير يو.» هغه زياته کړه: «د افغانستان نيم نفوس د لوږې سره مخامخ دی. په سيمه کې غېر دولتي سازمانونه فعال دي چې د امريکا د متحده ايالاتو له خوا مرستې ترلاسه کوي.»

مک کاول وويل، دا چې د امریکا متحده ايالاتو له افغانستان څخه خپل عسکر ايستلي دي، نو زيات څه نه دې پاته چې امريکا يې د دغه هيواد لپاره وکړي، پرته له دې چې د خلکو سره مرسته وکړي. خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان څخه ممکنه امنيتي ګواښ د امريکا د متحده ايالاتو لپاره د اندېښنې وړ يوه موضوع لا هم پاته ده. هغه زياته کړې چې د امريکا متحده ايالات اراده نه لري چې افغانستان ته پر دولتي سطحه مالي مرستې ورسوي ځکه چې دا به د طالبانو د تقويه کولو په معنی وي.

طالبانو پر مېرمنو زيات شمېر محدوديتونه را ايستلي دي.
طالبانو پر مېرمنو زيات شمېر محدوديتونه را ايستلي دي.انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

«د ټول شموله حکومت غوښتنې»

د پاکستان د باندنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري و يادې غونډې ته وويل چې افغانستان د يو دولت په حيث هم ملاتړ ته اړتيا ولري. هغه وويل: «موږ ټول غواړو چې په افغانستان کې د ښځو د تعليم شاهدان واوسو.» هغه زياته کړه: «موږ ټول غواړو چې ووينو چې د افغانستان په حکومت کې لا زيات همه جانبه مشارکت رامنځ ته شي. د ترهګرۍ هغه ګواښ چې له افغانستان څخه شته، د اندېښنې وړ دی.» د بوټو زرداري په وينا طالبان بايد دغو موضوعاتو د حل لپاره ژمنتيا ولري.

د پاکستان د باندنيو چارو د وزير په وينا: «که د افغانستان منځمهال دا وښيي چې د ياد کار تر سره کولو لپاره هوډ لري، نو موږ بايد يوه لاره پيدا کړو چې ورته د دغه کار لپاره امکانات ولري.» د هغه په وينا طالبان نه منظم پوځ لري، او نه هم ترهګرۍ ضد کوم قوت لري. په وينا يې طالبان آن په سمه توګه سرحدي ځواک نه لري.

د مک کاول او بوټو زرداري بېل دريځونه پر دې دلالت کوي چې د طالبانو په وړاندي د چلن پر څرنګوالي د نظرونو څومره اختلاف موجود دی. په داسي حال کې چې بلاول بوټو زرداري د طالبانو سره د زيات تماس لرلو پلوي کوي، د سيمي څخه د باندې دپلوماتان له دغې ډلې بیا واټن ساتي.

افغانه ژورنالسته او فعاله محبوبه سراج د افغانانو سره د مرستې لپاره د متحدې مرستې ږغ کوي او وايي: «په افغانستان کې دمګړی دوه حکومتونه دي». هغه زياتوي: «يو ملګري ملتونه او د هغوی مرستندويان دي او بل طالبان دي. په افغانستان کې خلک مري، او ماته مهمه نه ده چې نړۍ څخه وايي. د افغانستان سره مرسته وکړئ، که هر څنګه هم وي. زموږ سره مرسته وکړئ چې موږ افغانستان له دغه وضعيت څخه راوباسو.»

طالبان خپله واکمني پياوړې کوي

په داسي حال کې چې سيمه او نړۍ په دې هکله بحثونه کوي چې د طالبانو سره څنګه چلند وشي، دغې ډلې په افغانستان کې د خپل واک پياوړي کولو ته ادامه ورکړې ده. د طالبانو د داخلي مخالفتونو په تړاو راپورونه ورکول کيږي، خو په ټوله کې دغه ډله متحده پاته دی.

د افغانستان اوسني واکمنان د چين او روسيې ملاتړ د ځان سره لري. دا هغه دوه قدرتونه دي چې په بيلو محاذونو کې د لوېديځې نړۍ سره په ټکر کې دي. مک کاول په افغانستان کې د چين د کمربند او پر سړکونو پر پانګونه او طالبانو ته يې پر احتمالي ګټه رسېدنې اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستان چې يو سيميز لوبغاړی دی او په تاريخي توګه يې پر طالبانو نفوذ لرلی دی، داسي ښکاري چې د يو ډول معضلې سره مخامخ دی.

بوټو زرداري غواړي چې طالبان په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر ضد اقدامات وکړي. له کوم وخت راهيسې چې په کابل کې طالبان واک ته رسېدلي دي، په پاکستان کې امنيتي وضعيت لا پسې خراب شوی دی.

د مونشن په سږني امنيتي کنفرانس کې د افغانستان په تړاو مباحثه کې يو اورېدونکي وويل چې افغانان هغه څوک دي چې په دغه ټوله قضيه کې به په نژدې راتلونکي کې تر ټولو کم د څه ويلو حق ولري.

دویچه ویله

 

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.