یوبیت او سل خبرې

محمد علیم بسمل

624

یار ته تلمه ورسېدم خدای ته زه
کله کله لار ښه وي چې ورکه شي

د درویش پورته بیت چې هرڅوک واوري او له شعر سره دمینې تار ولري د ښه شعر مینه به یې ورباندې ماته شي. که مبالغه وکړو داسې څوک به پیدا نه شي چې ووايي داښه شعر نه دی لنډه داچې په شعر کې خبر نشته خبره په دې کې ده چې ولې ښه شعر دی؟ آخر په دې بیت کې څه دي چې هر چاته په زړهٔ پورې دی؟ د دې پوښتنې جواب د ښه شعر په تعریفونو کې پټ دی. الطاف حسین حالي وايي: ښه شعر هغه دی چې ساده وي، په اصلیت بناوي او جوش ولري. په دې بیت کې جوش، سادګي، او اصلیت درۍ واړه شته او دغه درۍ واړه کلمات وضاحت او تفسیر هم غواړي، خوزه ځکه خپله لیکنه نه ورباندې اوږدوم چې زموږ د پوښتنې جواب نه راکوي.
شبلي نعماني په شعر العجم کې لیکي: ښه شعر ډیر ارکان او عناصر لري؛ خیال دی ، محکات دی، خواږه او ساده الفاظ دي چې سکته پکې نه وي، وزن دی. د ښه شعر په اداکې پکار دی چې جدت وي. شبلي زیاتوي آيا دا ټول د شاعرۍ اجزا دي؟ په یادو خبرو کې هر رکن داسې دی که هغه په شعر کې نه وي هغه شعر ته شعر نشو ویلای؟ که داسې نه ده نو اوس هغه څه باید په ګوتو شي چې شعر ورباندې شعر کيږي. د شبلي نعماني رایه داده؛ هغه ارکان چې په نشتون سره یې شعرله شعریته ووځي هغه محاکات او خیال دی. (محکات؛ یعنې یوشی او حالت داسې تعبیرول چې تصویر یې سترګوته ودریږي) ممکن پورته لیکل شوې تبصرې ستاسو پوښتنه جواب کړې وي چې د درویش دابیت ولې ښه بیت دی او ښه شعر دی خو زما لا قناعت نه دی شوی. سمه ده چې خیال او تخیل پکې شته دی تخیل یعنې غیر مرئي شی ته جسم ورکول اود شبلي په نظر تخیل د قوت اختراع نوم دی. او داسې خیال په تشبیه او استعارې سره را منځ ته کیږي چې په بیت کې نشته، البته عاطفه او احساس شته، الفت صیب شعر بیخي په عاطفې کې منحصر کړی حمیدبابا هم شعر عاطفې ته وايي. عاطفه یعنې احساس،درد هیله. لاروی چې لاره ورکه کړي اندېښمن وي خو زموږ شاعر خوښ دی چې لاره یې ورکه کړې ځکه چې دغه ګمراهي خدای ته د رسېدلو لامل ګرځېدلې. لکه موسي علی نبینا وعلیه السلام نه چې کورته د راتلو پرمهال په تیارهٔ کې لاره ورکه شوه هلته لرې یې رڼا تر سترګو شوه د الله پیغمبر د اور په تکل د رڼا پسې لاړ له اوره د اني اناالله غږ ورباندې وشو. ممکن دبیت الهام له همدې کیسې اخستل شوي وي.خوپهٔ دې بیت کې چې کوم زوردی لامل یې دغه احساس نه دی، بلکې خیال دی خو په مشهور تعریف نه، بلکې د الطاف حسین حالي پهٔ تعریف. حالي د شعر او شاعري په مقدمه کې لیکي:
دمعلوماتوهغه ذخیره چې په ذهن کې موجوده وي دهغه تکراري ترکیب پریښودل اونوی ترتیب ورکو ل اوپه داسې زړه راښکونکي ا ندازکې یې وړاندې کول چې له معمولي ترتیب نه لږاویابیخي جلاوي تخیل دی.
مثلا:د درویش په ذهن کې دا ذخیره موجوده وه چې لاره باید چې غلطه نشي، او په مستقیمه لاره تلل پکار دي. پهٔ ذهن کې یې داخبره هم وه چې الله له یو بنده نه ښه دی، خو دی اوس په مجاز کې را ایساردی. همدا خبره یعنې د معلوماتو ذخیره یې را خستې او دتخیل په مټ یې نوې بڼه ورکړې د لارې د ورکېدلو ستاینه یې په داسې انداز کړې چې د مخاطب په زړهٔ خولهٔ لږوي. د مولانا حالي له کرښو داسې استنباط کیږي چې شعر غیر عادي خبرې ته ویل کیږي. که څوک غواړي شعر ولیکي له زرهاوو کتابونو له مطالعې نه داخبره ډيره ورته ګټوره ده بس همدا دې په ذهن کې کینوي چې شعر غیر عادي خبره ده. غضنفر صیب داخبره ښه واضحه لیکلې هغه په جادو ګر هنر کې وايي: دشاعرۍ هنر، وزن قافیه، ردیف او موضوع شاعر ته دا امکان ورکوي چې ناآشنا خبره وکړي، اوکله چې خبره نا آشنا شي دنورو پام ور اوړي او چې یوې خبرې ته پام ور واوړي نو اغیزمنه شي…. که زه ووایم چې په پنځلس کلنۍ کې مې بایسکل زده کړ داخبره مو خیال نه پاروي او که ووایم چې په پنځلس کې مې یوه نجلۍ ولیده چې اوس یې هم په خوب کې وینم پارولی موشي…….زه به داخبره ورسره زیاته کړم چې یواځې غیر عادي مفهوم او محتوای شعر نه شعرکوي بلکې هر رکن غیر عادي پکار دی که تشبیه ده که استعاره ده او که خیال او احساس دی. عادي خبره د تومړو اوبو پهٔ څير ده تومړې اوبه چې هرڅومره په لاس واچوې نه احساسیږي سرې (تودې) او سړې اوبهٔ احساسږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.