ارواښاد پوهاند دکتور احمدشاه زغم

745

د خواشينۍ او غمشريکۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې وياړلي استاد او خدمتګار پوهاند صاحب احمد شاه زغم د ژوند پور پرې کړ.
ارواښاد پوهاند دکتور احمدشاه زغم د حاجي رازمحمد زوی په ۱۳۳۵ کال کې د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د خالداري کلي په یوه متدینه او علمدوسته کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۴۲ کال کې د خواجه مسافر به لومړني ښوونځي کې پیل کړې، وروسته د خپلې ولسوالۍ د شهید عبدالرازق لېسې ته لاړ او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو. پوهاند صاحب احمدشاه زغم په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي کې د لېسانس دورې زده‌کړې پيل کړې او په ۱۳۶۱ کال کې د نوموړي پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شو. په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د علمي کادر غړی شو. مرحوم استاد په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. همدا راز پوهاند صاحب زغم په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د دکتورا زده‌کړې پايته رسولې دي.
پوهاند صاحب زغم د پښتو څانګې یو پیاوړی او نوموتی استاد و. نوموړی په ۱۳۸۵ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د رياست په وړانديز د پښتو څانګې آمر وټاکل شو، چې د استادۍ تر څنګ يې ورسپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کړه. پوهاند صاحب احمدشاه زغم په ۱۳۹۴ کال کې د علمي خدمت مودې په پوره کولو سره د پوهاند علمي رتبه ترلاسه کړه.
پوهاند صاحب زغم د دې تر څنګ چې یو تکړه او ژبور استاد و تکړه لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر هم و. نوموړي د خپل علمي خدمت پر مهال ګڼ آثار پنځولي دي چې ځنې یې ناچاپ او ځینې بیا د چاپ په ګاڼه سمبال شوي دي. معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات، پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر وو؟ هغه اثار دي چې د پښتو ژبې او ادب مینه والو ته یې ډالۍ کړي دي. ددې تر څنګ پوهاند صاحب احمد شاه زغم د بېلابېلو مجلو او ژورنالونو لپاره لسګونه علمي ـ څېړنیزې مقالې هم لیکلې او خپرې کړې دي.
که څه هم دروند استاد له اوږدې مودې راهیسې په یوه خطرناکه او ځوروونکې ناروغۍ اخته وو، خو سره له دې یې هم خپلو علمي فعالیتونو ته ادامه ورکوله. په خورا سختۍ کې به خپلو ټولګیو ته حاضرېده او د دې وطن بچیانو ته به یې تدریس کاوه.
پوهاند صاحب عالم او فاضل شخصیت و. هغه که له یوې خوا ددې وطن یو ویاړلی علمي کادر و، خو له بلې خوا په شخصي لحاظ یو عیار او بې جوړې ملګری و. هغه زده کوونکو ته د اولاد په سترګه کتل، په خوږو خبرو او ځانګړې لهجه یې د دوی د تربیې هڅه کوله. د استاد له هر مجلس یو څه زده کېدل، د هغه هېڅ کيسه له پیغام خالي نه وه او هېڅ مجلس یې بې روزنې نه و. له استاد د هغه هر محصل پرېمانه خاطرې لري، خوږې خاطرې او داسې یادونه چې هم به یو درس وي او هم به د دې اوږده سفر د لارې مشالونه.
د استاد بېلتون د پښتو ادب کورنۍ ته سخت او نه جبرانېدونکی دی، خو څه ښه وايي هر ګز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق. د استاد یاد به په کتابونو، مقالو او لیکنو کې زموږ په زړه کې وي. هغه به هېڅ وخت د پښتو ادب لرغونې کورنۍ ته په ابدي سفر تللی استاد نه وي، بلکې پوهاند صاحب احمد شاه زغم به یو تلپاتې او ځلانده نوم وي.
دا غم نه یوازې پښتو څانګې بلکې د پښتو ژبې هر لیکوال او هر لوستي ته دروند او نه جبرانېدونکی دی، موږ د استاد له درنې کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک بولو ، د هغه سپېڅلې روح ته دعاګانې کوو او نوموړي ته د جنت الفردوس استدعا کوو.
پر ګور یې نور
یاد یې تلپاتې
لار یې روښانه
انالله و انا الیه راجعون

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.