د سالنګ تونل د بیا رغووني په موخه د حق العبور اخیستل

294
4 ساعتونه مخکې

طالبان پر یوې داسي طرح کار کوي چي پر بنسټ به يې هغه مسافر او موټر چلوونکي چی له سالنګونو تېریږي حق العبور به ورکوي. یوه سرچینه وايي، ټاکل سوې ده، چي دا حق العبور د سالنګونو پر بیا رغوونه باندي ولګول سي.

نژدې لس ورځي ترمخه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د سالنګ د بیا رغوني پروژه پرانیستله او ویه ویل، دا له قوش تپې څخه وروسته دوهمه لویه ملي پروژه ده، چي پرانیستل کېږي.

د طالبانو د ټولګټو په وزارت کي یوه سرچینه، چي نه غواړي نوم يې په دغه راپور کي یاد سي دویچه ویله ته وویل، ټاکل سوې ده، چي  د « تول پلازا» له لاري له مسافرینو او موټروانانو څخه د سالنګ جوړوني له پاره حق العبور راټول سي.

د سالنګ د ساتني او څارني مسؤل مولوي عبدالکریم اغا دویچه ویله ته وویل، د سالنګ په دواړو خواوو کي د «تول پلازا» جوړولو چاري رواني دي او د دې ځایونو په جوړېدو سره به له مسافرو او موټروانانو څخه د سالنګ د بیا رغوني له پاره پیسې راټولیږي.

عبدالکریم اغا وايي: «دغه طرح چي د کمېسیون او ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ له خوا په جریان کي ده، همدارنګه د تول پلازا په جوړېدو سره به له مسافرانو او موټروانانو څخه د سالنګونو د بیا رغووني له پاره پیسې راټولیږي.»

د سالنګونو د ساتني او څارني د مشر په وینا، د سالنګونو د بیارغووني چاري ۱۰ ورځي ترمخه د دوو داخلي او خصوصي شرکتونو له خوا شروع سوې او اوس يې هم کار روان دی او په راتلونکو دوو کالو کي به د سالنګ د دواړو خواوو تونل او سړک ۸۰ کیلو متره بیا ورغول سي.

د طالبانو دغه طرح د موټروانانو او مسافرانو له غبرګون سره مخامخ سوې ده. دوی وايي، خلک د خوراک له پاره ډوډۍ نه لري او طالبان له بېلا بیلو لارو پیسې راټولوي.

د بلخ کابل پر لار یو موټروان، مستعار نوم خلیفه عمر، چي بار وړونکی ټېلر موټر لري، چي په میاشت کي دوه واري کابل ته ځي او راځي، دی وايي، چي تراوسه يې یوازي د ټرانسپورټ کمېشن ورکاوه.

خلیفه عمر وايي، کاروبار نه سته تر ۱۰ یا ۱۵ ورځو انتظار وروسته یو بار ورته پیداکیږي، چي له شمال څخه پلازمېني کابل ته سوداګریز مالونه لکه سیخ او سیمینټ ولېږدوي: «موږ په ټېلر کي ۳۴ټنه سوداګریز مال لېږدوو، چي پر هر ټن باندي ۱۷۰۰ افغانۍ کرایه ځیني اخلو، ۳۳ زره د موټر تېل کیږي، ۱۰۰ افغانۍ د ټولګټو وزارت ترازو ته ورکوو او ۱۵۰۰ افغانۍ د ټرانسپورت د کمېشن اداره راڅخه غواړي.»

خلیفه عمر وايي، هره میاشت له ټېلر موټر څخه ۲۰ زره افغانۍ لاس ته راوړي او که چیري اړ کړل سو، چي له لاس ته راغلو پیسو څخه نیمايي په حق العبور کي ورکړي، نو مجبور دی، چي نور خپل موټر ودروي: «موږ يې یوار د ټرانسپورټ د کمېشن ادارې ته ورکوو او که چیري پر سالنګونو هم حق العبور راڅخه وغواړي، اړ کېږو، چي خپل موټر ودروو، کاروبار نه سته همدااوس هم د تېلو او ټېرو پلورونکو پوروړي یوو. »

آرشیف: د سالنګ تونل انځور
آرشیف: د سالنګ تونل انځورانځور: Adrien Vautier/Le Pictorium/IMAGO

مسافران هم د طالبانو پر دغه وړاندیز نیوه که کوي او وايي،طالبانو ته ښاييده، چي  د دې وړاندیز او مقررې پرځای يې خلکو ته د کار پر پیداکولو فکر کړی وای، ترڅو خلک د لوږي له لوږي ژغول سوي وای!

د مزار شریف یو اوسیدونکی، چي په میاشت کي یوار د خپلو دوستانو او کورنۍ لیدولو له پاره کابل ته راځي همدغه خبره کوي: «دا ښه خبره ده، چي سالنګونه بیاورغول سي، خو موږ ډوډۍ نه لرو، وزګارتیا او فقر ډېر دی، اوس، طالبانو پرېکړه کړې ده چي له خلکو حق العبور واخلي، دا ښه کار نه دی.»

د سالنګ لار ۹ شمالي ولایتونه له پلازمېني کابل او د هیواد له سویل سره نښلوي همدارنګه له همدې لاري د منځنۍ اسیا هیوادونه له پاکستان سره تړل کېږي، چي د ورځي په سلهاوو لوی او کوچني موټرونه پر دې لاري تګ راتګ کوي.

د چارو کارپوه طارق فرهاد وايي، په نورو هیوادونو کي هم حق العبور دود دی او دا چي نړيوال بنسټونه او باندني هیوادونه د طالبانو ملاتړ نه کوي، نو طالبانو اړ دي، چي له خلکو حق العبور راټول او د سړکونو په رغولو يې ولګوي.

فرهاد زیاتوي، په دې خاطر، چي پاکستان له منځنۍ اسیا سره ونښلي، نو اسلام اباد پر طالبانو زور اچوي، چي د سالنګونو د بیا رغولو چاري په ژر بشپړي کړي.

جمعه خان اراک د اقتصادي چارو  یو بل کارپوه وايي، د سالنګونو بیا رغوونه ډېري بودجې او زیاتو پیسو ته اړتیا لري، چي دا پیسې د خلکو له توان څخه لوړي دي او طالبانو ته ښايي، چي د نړيوالي ټولني غوښتني ومني، ترڅو په دې ډول د باندنیو هیوادونو په مرسته د بیا رغووني چاري په سم ډول سرته ورسوي.

اراک دویچه ویله ته وویل: «هرڅومره چي طالبان پر موټروانانو فشار راوړي او پیسې ځینی وا خلي، په همهغه کچه بیا موټروانان پر مسافرانو فشار راوړي، چي په پایله کي د دغو ټولو فشارونو زور د عام ولس ملا ماتوي.»

له هغه وروسته، چي د ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتي پر ۱۵نېټه طالبانو یوار بیا د افغانستان واګي په لاس کي ونیولې، نو په لسهاوو ملي او غټي پروژې، چي د باندنیانو په مرسته تمویلېدلې په ټپه ودرېدې.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.