طالبانو بند کې د عزت‌الله ځواب نامعلوم برخلیک؛ کورنۍ یې په اړه اندېښمن دي

84
شاعر او لیکوال عزت الله ځواب چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

د شاعر او لیکوال عزت‌الله ځواب کورنۍ وایي چې د هغه د نیول کېدو نږدې درې نیمې میاشتې کېږي، خو دوی یې په لیدلو نه دي توانېدلي ځکه یې د وضعیت په اړه اندېښمن دي.

په افغانستان کې د شاعر او ليکوال او د “مينه” مجلې مسوول عزت‌الله ځواب له نيول کېدو نږدې درې نیمې مياشتې تېرې شوې، خو د کورنۍ غړي يې د نامعلوم وضعیت له امله اندېښمن دي.

د عزت‌الله ځواب یو زوی ثناالله ځواب ازادي راډيو ته وویل چې پلار یې د روان کال د جنورۍ په ۲۴مه د طالبانو له‌خوا د کابل-جلال اباد پر لاره ونیول شو او تر اوسه د هغه د وضعیت په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري ځکه له هغه سره په لیدو نه دي توانېدلي.

د هغه په خبره، د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې دی يې د شرابو د لېږد په تور نيولى، خو لا نور معلومات په اړه نه دي ورکړي.

ثناالله ځواب وايي چې دی د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دی.

هغه زیاتوي: “زموږ اندېښنه دا ده چې زموږ د پلار برخلیک به څه وي، ځکه تراوسه یې محاکمه نه ده شوې او موږ د هغه د جرم ثابتولو یا نه ثابتولو په اړه اندېښمن یوو. زموږ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د خپل پلار د خلاصون لپاره غږ پورته کړی، خو دا چې محکمه یې نه ده شوې، زموږ غږ هم کوم ځای نه دی نیولی.”

د عزت‌الله ځواب کورنۍ د هغه د خلاصون غوښتنه کوي او وايي چې له نیول کېدو وروسته یې دوی ډېر سخت خفه دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د عزت‌الله ځواب د نيول کېدو د لامل او د هغه د حالت په اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

خو د طالبانو د حکومت امنيتي مسوولانو تر دې وړاندې ويلي وو چې نوموړى يې د هغه د ليکنو او فرهنګي فعاليتونو له امله نه دى نيولى.

خو يو شمېر فرهنګي کارپوهان او د بشري حقونو فعالان د شاعرانو، ليکوالانو او نورو فعالانو پر نيول کېدو د نیوکې تر څنګ وايي چې دا ډول نيول د بيان له ازادۍ نه د طالبانو د حکومت وېره ښیي.

فرهنګي کارپوه غفور لېوال ازادي راډيو ته وویل: “زه فکر کوم چې دا د سانسور او استبداد د وروستي حد ښکارندويي کوي، دا هم په ډاګه کوي چې دا حکومت څومره د حقایقو او د بیان له ازادۍ څخه وېره لري او زما په اند دا وېره فضا نوره هم تړي.”

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هیدربار په افغانستان کې د فعالانو د نیول کېدو په اړه وايي: “اوس ټولو ژورنالیستانو له اکاډمیکو کسانو نیولې تر لیکوالانو او هنرمندانو ته دا په روښانه توګه څرګنده ده چې په (افغانستان) کې د طالبانو د پیغامونو له تکرارولو او د طالبانو له ستاینې پرته بل کوم نظر څرګندول ګواښوونکي دي، دا د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه چې دا د افغان کلتور، فکر او هنر بډایه کول له منځه وړي او دا د افغان مېرمنو او نارینه وو لپاره هیڅ فضا نه پرېږدي چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خبرې وکړي.”

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدربار

ځواب په داسې حال کې د طالبانو په بند کې دی چې د طالبانو حکومت د معترضو ښځو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د بېلابېلو برخو د لسګونو فعالانو په نیولو او شکنجه کولو تورن دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو په اکثرو مواردو کې ادعاوې کړي چې دغه فعالان د هغوی د مسلکي فعالیتونو پرته په نورو تورونو نیول شوي دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو په خپلو راپورونو کې د طالبانو له‌خوا د فعالانو د توقیف او شکنجه کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د دغه بهیر د بندېدو غوښتنه کړې ده.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.