بېوزلي او لوږه؛ ملګري ملتونه: په هرو سلو کې ۴۷ افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري

94

ارشیف: په کابل کې پر اړمنو مېرمنو وچه ډوډۍ وېشل کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبليوایف‌پي” وايي، په افغانستان کې په هرو سلو کسانو کې ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

“ډبليوایف‌پي” په افغانستان کې د خلکو د ستونزمن اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام وايي چې په افغانستان کې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره له هرو سلو کسانو څخه ۴۷ يې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا جوته کوي چې د افغانستان د نږدې ۴۳ میلیونو وګړو له درېیمې برخې څخه ډېر کسان له بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.

یاد سازمان زياتوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د بشري وضعیت او په دغه هېواد کې د بشري مرستو د کمښت په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزله کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزله کورنۍ دسترخوان

یو شمېر کورنۍ، چې له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي، شکایت کوي چې د خوړو او ژوند کولو لپاره څه نه لري او د مرستو غوښتنه کوي.

په کابل کې د یوې کورنۍ چلونکې ګیتي وايي چې مېړه یې مړ شوی او په کور کې د لاسي توکو د لارې د خپل ځان او ماشومانو لګښتونه په ترلاسه کوي.

هغې وویل: “زه پخپله بې سرپرسته یم، درې ماشومان لرم، مشر زوی مې ناروغ دی او ستونزه لري، اوسمهال بهر کار نه‌شم کولى، په کور کې همدا ښيښه دوزي او خامک کوم، خو لګښتونه پوره کولى نه‌شم، د کور خرڅ نه لرم، زه د کور کرایه نه شم ورکولی، زه په کور کې هېڅ نه لرم او چې هر څه وکړم يوازې زه د پنځو وچو ډوډۍ لپاره پیسې پیدا کوم، بس.”

د کونړ ولایت یوه مېرمن مدینه، چې دا هم د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري له ورته ستونزو سره مخ ده.

هغه وايي: “له ما د کور درې نیم زره کرایه اخلي، د درېیو میاشتو کرایه مو نه ده ورکړې، زه يې له کوره ايستلم، زما ټول کالي يې بېرون واچول. يو زوى مې کڅوړې او موشنګ خرڅوي ۳۰ یا ۵۰ افغانۍ ګټي، ترکاري پرې اخلو او د کور کرايې ته يې ټولوو.”

دوی ټینګار کوي چې مرستې ته اړتیا لري او د ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو بشري مرستو ته سترګې په لار دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له مې میاشتې وروسته به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ ودروي.

د دې موسسې د ویاند مرستيال ضیاالدین صافي ازادي راډيو ته وویل چې د بودیجې د سخت کمښت له امله به د خوړو نړیوال پروګرام به وتوانېږي چې په مې میاشت کې له ۲.۵ میلیونو کسانو او د جون په میاشت کې نیم میلیون کسانو ته مرستې ورسوي.

ارشیف: په ارزګان کې پر اړمنو د مرستو ویشلو له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې پر اړمنو د مرستو ویشلو له بهیره یو انځور

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د یکشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان کال د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ به د بودیجې کمښت د دې لامل شي چې د سرپناه، روغتیا او تغذيې، خونديتوب او پوهنې په برخو کې مرستې بندې شي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ وروسته بېوزلي او بېکاري په بېساري ډول زياته شوې ده.

د اوچا د شمېرو له مخې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.