د طالبانو حکومت د مدرسو فارغانو ته د لسانس او ماسټرۍ سندونه ورکوي

138

e

د عکس سرچینه،MOHE

د عکس تشریح،د طالبانو لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم د ازموینې بهیر کتنه کوله

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت وايي، په ټولو ولایتونو کې د دیني مدرسو د فارغانو ازموینه پای ته رسېدلې.

د دیني عالمانو او له مدرسو د فارغانو د سویې مالومولو لپاره ازموینه د روانې اوونۍ پر شنبه پیل شوې وه چې د طالب چارواکو په خبره، د تېرو دوو کلونو شاوخوا ۵۰ زره نارینه وو فارغانو په کې ګډون کړی وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویاند ضیا هاشمي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د پایلو له اعلان وروسته به د ازموینې ګډونوالو ته د خپلې څانګې مطابق د لوړو زدکړو سندونه ورکول کېږي.

” څوک چې تخصص یا مهارت په افتاح یا قضا کې لري، یا یې په حدیثو یا تفسیر کې لري،‌د هغوی د علومو مطابق سند ورکول کېږي، که هغه د لسانس وي یا ماسټرۍ او یا هم دوکتورا.”

د طالب چارواکو په خبره، دا ازموینې د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو، دیني عالمانو او جهادي مدرسو په ګډې همکارې پیل شوې وې چې د دیني زدکړو د (عالمیه، عالیه او ثانوي) درجو فارغانو په کې ګډون کړی وو.

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم په بلخ کې د دغو ازموینو د څارنې پر مهال ویلي وو چې ازموینې به رڼې وي او وړ کسانو ته به خپل حق رسیږي.

په ازموینه کې ډېرو هغو کسانو ګډون کړی چې د افغانستان له مدرسو فارغ شوي خو داسې کسان هم په کې شته په ګاونډیو هېوادونو کې یې مدرسې لوستې دي.

په ازموینو کې ښځو ونډه نه لرله

d

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د عکس تشریح،د رپوټونو پر بنسټ په افغانستان کې ډېر شمېر ښځینه دیني مدرسې هم فعالیت لري

خو د دې ازموینو یوه نیمګړتیا بیا هم دا یادېږي چې ګډونوال یې یوازې نارینه وو او ښځو یا نجونو ته په کې ګډون نه وو ورکړل شوی.

په داسې حال کې چې د رپوټونو پر بنسټ په افغانستان کې ډېر شمېر ښځینه دیني مدرسې هم فعالیت لري او د طالبانو حکومت هم ښځو او نجونو ته اجازه ورکړې چې په مدرسو کې تر هرې کچې زدکړې وکړي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دغه هېواد کې زرګونه دیني مدرسې جوړې کړي چې شمېر د جمهوریت مهال پرتله درې برابره ډېر شوی دی.

په دغه موده کې په شاوخوا ۲۸ ولایتونو کې جهادیه مدرسې جوړې شوې، چي ځینو مدرسو په هغو ودانیو کې خپل فعالیت پیل کړی، چې وړاندې د ښوونځي او یا هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره کارول کېدې. په خوست کې د عبدالحى حبيبي لېسه، په کندهار کې میخانیکي لېسه، په فراه کې د حرفوي زده کړو لېسه، په پکتيا کې د ببرک خان ځدراڼ لېسه، په کونړ کې د ښوونکو د روزنې ودانۍ او یو شمېر نور په جهادي مدرسو بدل شوي دي.

د راپوټونه پر بنسټ، په دغو ۱۹۰۰۰ مدرسو کې د فقې، صرف او نحوې، سیرت، مانع او اصول، حکمت، منطق، قرآن کریم او د حدیث تر څنګ دري، پښتو او انګریزي ژبو په څېر مضمونونه هم لوستل کېږي.

d

د عکس سرچینه،MOHE

د پوهنتون استاد ډاکټر فضل هادی وزین وايي، دیني مدرسې باید د افغانستان اړتیاوو ته په کتو جوړې او د څومره والي پر ځاي باید ددغه مرکزونو د درسي نصاب معیاري کېدو ته پاملرنه وشي.

ښاغلی وزین په خبره، تعلیمي مرکزونه باید د سیاستونو او ایډیالوژیو قرباني نه شي.

د طالبالو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر شاوخوا پنځه زره و، چې څه باندې ۱۲۰۰ یې د پوهنې وزارت سره ثبت وې.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ډاکټر ابراهيم شينواري بي بي سي ته ویلي، دوی مخکې د دیني مدرسو او عمومي زدکړو د نصاب د نژدې والي هڅي پیل کړې وې.

د هغه په خبره، موخه دا وه ، چې که یو زدکوونکی له نهم ټولګي وروسته اسلامي یا برعکس عمومي زدکړو ته تلل غواړي، هغه ټول معیارونه به یې پوره کړي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.