یو ورک ط ـا لـ ـب مشر  

لیکوال : د پوهنتون  استاد محمد نصیر حیدری

302

یوه ډیره مهمه پوښتنه چی مطرح ده هغه داده چی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاه ولی تر اوسه پوری په عام محضر کی خپل مخ خلکو ته نه دی څرګند کړی او هیڅوک نه پوهیږی چی د دی کړنی تر شاه به کوم منطقی دلایل وی . د طالبانو لخوا د کابل د نیولو وروسته ددی ډلی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د ځای په اړه څو کلن اسرار لا پسی ژور شو .

هرکله چه د ۲۰۱۶ میلادی کال د می د میاشتی په ۱۶ نيټه د  پاکستان په جنوب لویدځه برخه کی د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور ووژل شو نو ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو مشر وټاکل شو . د طالبانو اوسنی  مشر ملا هبت الله اخندزاده د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالی اوسیدونکی دی . پلار یی د کلی په یو مسجد کی ملا امام وو . ملا هبت الله اخندزاده چه دوه شپیته کاله عمر لری  په لومړیو کی یی د سیاست سره کومه خاصه دلچسپی نه لرله خو کله چه پاکستان ته د دینی زده کړو په موخه ولاړ نو هلته یی د سیاسیت سره د لچسپی پیدا شوه او غوښتل یی چه د طالبانو په ډله کی د یو مهم شخص په څیر خپل رول ترسره کړی. ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د مهمو قاضیانو څخه ګڼل کیږی .  په ۲۰۰۱ میلادی کال کی کله چه د امریکا لخوا د طالبانو حکومت نسکور شو نو ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د تحریک د نورو  غړو سره یوځای شو تر څو د پاکستان په جنوبی آیالت بلوچستان کی پناه واخلی او هلته د کویټی د ښار سره په نږدی سیمه کچلاک کی میشت شو . ملا هبت الله اخندزاده که څه هم د ۲۰۱۶ میلادی کال څخه د طالبانو مشر دی خو دی تر ټاکلو  څخه وروسته د خلکو د سترګو څخه تر اوسه پوری پټ دی . د طالبانو یو لوړ رتبه چارواکی مولوی علی جان احمد یو وخت فارن پالیسی ته په یوه مرکه کی ویلی وو چی مولوی هبت الله اخندزاده په کرونا اخته شوی او مړ شوی دی خو تر څنګ یی  داسی اوازی هم خپری وې چی هغه په یو هوایی برید کی وژل شوی دی او هغه وخت خلکو فکر کاوه  چی طالبانو د ملا هبت الله مړینه هم د ملا محمد عمر د مړینی په څير پټه ساتلی ده . په ۲۰۱۵ میلادی کال کی کله چی د طالبانو د مشر د مړینی خبره څرګنده شوه او د طالبانو په لیکو کی ډیر جنګیالی په دی پوه شو چی د رهبر مړینه یی له دوی څخه تر ډیره پټه ساتلی وه نو د همدی ډلی په مشرتابه بی باوره شو چه نتیجه یی دا شوه چی یوه  ډله طالبان د اسلامی امارت له ډلی جدا شول  د جلا شوی ډلی دریځ دا وو چی د طالبانو د مشر ملا عمر مړینه یې ولی د هغو خلکو پټه ساتلی وه چی د همدی امیر په امر جنګیدل. او اوس چی طالبان په واک کی دی یو ځل بیا یی  د خپل مشر ملا هبت الله اخندازاده قضیه په یو ډیر حساس وخت کی د خلکو پټه ساتلی .

طالبان د خپل مشر د پټ ساتلو یوه ډیره پخوانی تاریخچه لری . په ۹۰ امه لسیزه کی کله چه طالبان په واک کی وو نو د دی ډلی بنسټ ایښودونکی ملامحمد عمر ډیر کم د خلکو په وړاندی ښکاره کیده او کابل ته به  یی ډیر محدود سفرونه کول  حتی د هغو ګروپونو سره به یی  د ملاقات څخه هم ډډه کوله چه دده د ملاقات لپاره به راتلل .

د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست د میاشتی راهیسی ۳۰ میاشتی کیږی چی طالبان واک ته رسیدلی دی خو د دې ډلی مشر ملا هبت الله اخندزاده په  عام محضر کی نه څرګند شوی ، نه یی عکس اخیستی او نه یی په ژوندی بڼه کومه ویډیویی وینا کړی ده او یوازی ځینی وختونه یی تحریری او اډیویی بیغامونه رسنیز کیږی کړی ده  چی د هغه اړوند ډیری پوښتنی یی راولاړی کړی دی .کابل د نیولو څخه وروسته د طالبانو ډله د خپل رهبر اړوند پټه خوله پاتی ده او یوازی یو تصویری یی په رسنیو کی ښکاره کیږی . خو ذبیح الله مجاهد په یو خبری کنفرانس کی خبریالانو ته د اخندزاده اړوند د یوی پوښتنی په جواب کی وویل چه تاسو به یی انشاالله ووینی او  ډیر ژر به  راڅرګند شی او شاید موږ داسی دلایل ولرو چی د هغه د مړینی شکونه له منځه یوسی .  خو تر اوسه د اخندزاده  اړوند معلومات مبهم دی او د هغه پروفایل یوازی د اسلامی رختصیو د پیغامونو پوری محدود دی . تر اوسه پوری د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په رسمي او ښکاره ډول د کوم هیواد د استازی سره نه دی لیدلی د ۲۰۲۳ میلادی کال د می په میاشت کی د قطر د هیواد لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثانی کندهار ته سفر وکړ سمدلاسه ډیرو رسنیو خبر خپور کړ چه  د قطر لومړی وزیر په کندهار کی د طالبانو د مشر سره لیدلی دی خو د طالبانو ویاند وویل زه ددی خبری تصدیق نشم کولی چه آیا مشر به د قطر د لومړی وزیر سره لیدلی وی او که نه .  په لندن کی میشت یو افغان تحلیل ګر میرویس افغان وایی له هغه وخت راهیسی چې طالبانو واک تر لاسه کړی دی ډیر خلک شک لری چه مشر یی ژوندی نه دی او زیاتوی چی ملا هبت الله اخندزاده په ۲۰۱۸ میلادی کال کی په یوی بمی چاودنه کی وژل شوی دی . خو داسی اوازی هم خپری شوی دی چی ملا هبت الله اخندزاده ممکن  د کوید -۱۹ ناروغی له کبله مړ شوی وی . خو د طالبانو لخوا د کابل د نیولو څخه دوه میاشتی وروسته داسی آوازی خپری شوی چی د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کی یوی دینی مدرسی ته وینا کړی ده . طالبانو په کندهار کی په حکیمیه مدرسه کی د اخندزاده د ظهور خبره تایید کړی او یو لس دقیقه یی ادیویی پیغام یی هم خپور کړی چی ددی ډلی ملا هبت الله اخندزاده پوری یی منسوبوی . په اډیوی پیغام کی یو  عمر خوړلی شخص چی طالبان یی ملا هبت الله اخندزاده ګڼی په نسبتا غصه ناکه لهجه داسی وایی :

خدای دی د افغانستان مظلوم ولس ته اجر ورکړی چی دا شل کاله یی د کفارو او ظالمانو سره جګړه کړی ده .

ذبیح الله مجاهد په یو انترویو کی داسی وویل چی مشر یی په مختلفو ځایونو کی په عام محضر راڅرګند شوی دی خو د عکس اخیستلو او ويډیو څخه یی ډډه کړی ده هغه وویل چی د نورو علماوو په څیر ملا هبت الله اخندزاده هم په دی عقیده دی چی د ویډیوګانو او عکسونو اخیستل په اسلام کی حرام دی نو د همدی کبله هغه هم ددی کار څخه ډډه کوی . هغه زیاته کړه چی مشر یی د درویشی او ملنګی ژوند خوښوی او دا یی د کابل په ځای په کندهار کی په اسانی سره ترلاسه کولی شی او اوسمهال  مشر یی په کندهار کی په یو کرایی کور کی ژوند کوی . خو په داخل او بیرون کی د طالبانو مخالفین داسی عقیده لری چی ملا هبت الله اخندزاده مړ شوی دی او د هغه په نوم یوازی یو خیالی شخص وجود لری . کله چی طالبانو کابل ونیوه نو یوه میاشت وروسته د سپتمبر په یوویشتمه نیټه ځینی هندی رسنیو خبر ورکړ چی د لومړی وزیر مرستیال ملا عبدالغنی برادر د حقانی شبکی لخوا یرغمل شوی دی او د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د حقانی شبکی او د کندهاري طالبانو تر منځ په یوه خونړی جګړه کی وژل شوی دی

یو دینی عالم خبری آژانس نیکی ته په انترویو کی ویلی چی څو میاشتی مخکی ما د هبت الله اخندزاده سره په کندهار کی ولیدل   هغه په دفتر کی میز او چوکی نه لری بلکه په فرش کښینی د هغه امنیت دومره ټینګ نیول شوی وو چه د ملاقات څخه مخکی یی زما عینکی هم وپلټلی یوی سرچینی راپور  ورکړی دی چه بی شمیره ځانمرګی د هبت الله اخندزاده په ساتنه بوخت دی او هر وخت د هغه د لپاره قربانی ته تیار دی . کله چی جمهوری نظام سقوط شو نو د طالبانو یو شمیر لوړ رتبه چارواکی د قطر څخه کندهار ته ولاړل او بیا اخندزاده ته یو شمیر نږدی سرچینو خبر خپور کړ چی طالبانو ددی ډلی مشر ملا هبت الله اخندزاده سره یی په جګړه ځپلی هیواد کی د حکومت په جوړولو خبری کړی دی .

ځینی بیا داسی نظر لری که چیرته ملا هبت اخندزاده ژوندی وی او په عام محضر کی ځان څرګند کړی نو ممکن چی د ځان د څرګندولو څخه وروسته له خپل واک څخه لاس واخلی او لکه د ملا عمر په څیر به یوازی په لیری پرتو سیمو کی خپل واک وکاروی . خو داد طالبانو د مشر لپاره  ډیره مهمه ده چی د خلکو د باور د تر لاسه کولو لپاره د خلکو سره مخامخ خبری وکړی سره له دی چی د طالبانو د  مشر آډیویی پیغامونه نشر شوی دی خو ډیر خلک شک لری چی د طالبانو دا مشر شتون لری او که نه یی لری . دا چی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده مړ دی او که ژوندی هیڅوک نه پوهیږی خو د نه څرګندیدو له کبله یی د طالبانو د حکومت مشروعیت تر پوښتنی لاندی راوستی دی او په دی ډله یی د افغانستان د جګړه ځپلی هیواد د خلکو باور له منځه وړی دی. په عام محضر کی د  ملا هبت الله اخندزاده نه څرګندیدل ددی ډلی د جنګیالیو لپاره هم یوه ستره ننګونه ده تر څو ددی سازمان په اهدافو او د حرکت په مسیر پوه شی . دا چی د طالبانو سپریم لیډر ناڅرګند دی نو په تیرو دوو کلونو کی د منظم مشرتابه د نه درلودلو له کبله  ډیر کمزوری غږونه خپ شوی  او تر ډیره یی ددی زمینه برابره کړی ده چی یو شمیر خلک د واک څخه ناوړه ګټه پورته کړی او د بلی خوا یی د  عام ولس او د مشرتابه تر منځ غلط افهام و تفهیم هم رامنځته کړی دی . د طالبانو د ډلی د مشر د نه څرګندیدو له کبله په دی ډله کی خپل منځی بی باوری رامنځته کړی ده او ددی ډلی تر منځ یی شخړو ته لاره هواره کړی ده او ددی ډلی اتحاد یی د ستر ګواښ سره مخ کړی دی  طالبان باید په دی پوه شی چی په داسی یو حساس وخت کی په عام محضر کی ددی ډلی د مشر نه څرګندیدل د بی ځایه افواهاتو او دسیسو پیچلو تیوریګانو ته لاره هواروی . او ممکن خلک دا تشه په افواهاتو او دسیسو ډکه کړی چی دا به د ستری ګډوډی او بی باوری سبب شی . ددی ډلی د مشر د ناڅرګند حالت له کبله د طالبانو د ښه حکومت ولی په ادعاوو هم پوښتنی راولاړی شوی دی .

په مجموع کی ددی ډلی د مشر د ناڅرګند حالت ل د دی ډلی د پلویانو په مورال منفی اغیزه کړی ده او په دوی کی یی ددی ډلی څخه د جلاکیدو حس ته وده ورکړی ده او ممکن د واک خلا د هغه غورځنګ د بی ثباته کولو یو ستر سبب شی چی د لسیزو راهیسی یی جګړه کړی په زرهاوو عسکر یی وژل شوی او یو شمیر یی د ګوانتامو په امریکایی زندان کی بندیان شوی دی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.