نوي چاپ شوي کتاب (د تللو یادونه)

انجنیر زلمی نصرت

337

01.02.2024

نوي چاپ شوي کتاب

(د تللو یادونه)

 او ورسره اړوند څو خبرې

لومړی مننه کوم د قدرمن پوهندوی استاد آصف بهاند له مینې او اخلاصه څخه٬ چې  خپل نوی چاپ شوی کتاب ( د تللو یادونه)  یې ماته را ډالۍ کړ.

 استاد اصف بهاند د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې  د همکارۍ لاس غځولی او خپله علمي٬ ادبي تجربه او پوه یې  له ما څخه نه ده سپمولي.

 دلته په دنمارک کې استاد آصف بهاند موږ ته یوه ستره علمي ـ معنوي  پانګه او یو غنیمت شخصیت دی. په دې حساب ماته خورا ستونزمن ښکاري، چې د یو غیر تخصصي کس په توګه د پښتو ژبې د یو ژب پوه٬ لیکوال٬ شاعر٬ څیوړنکي استاد د نوي چاپ شوي اثر په باب یو څه ولیکم.

له هغه ځایه چې مونږ سره نږدي دوستان یو٬ کله نا کله مو لیده کاته کیږي . شاید دا حق راته راکړې چې  دده د مقالو دیوې ټولګې (د تللو د یادونه ) په باب یو څو ټکې ولیکم.

  دادی د افغانستان د فرهنگ او ادب په بڼ کې یو تازه څیړنیز اثر چې « د تللو یادونه» نومیږي چاپ او د فرهنګ مینه والو ته وړاندې شو.

 د  ښاغلی پوهندوی استاد آصف بهاند دغه څیړنیز نوی اثر همدا سږ کال ( ۲۰۲۴) په ډنمارک کې٬  په ۲۳۰ مخونو کې په خورا مرغوب قطع او صحافت له چاپه راووت او د پښتو ژبې  او ادب مینه والو ته٬ په خاصه تو ګه نوی نسل او ځوانانو ته٬ چې د پښتو ژبې او ادب سره مینه لري او په دې لاره کې قدم ږدي او قلم اچتوي، لوستلو ته وړاندې شوه.

 ښاغلی استاد بهاند په خپل دې نوې څیړنیز ادبې اثر کې د خپلو هغو استادانو٬ فرهنګیانو اوعزیزانو د درناوي او ادبې فرهنګی خدمتونو او کارنامو په باب لیکنی کړې دي٬ چې نور له فزیکی پلوه په دې نړۍ کې شتون نه لري.

ښاغلی استاد بهاند د تللو د یادونو د مقالو په دې لومړي ټوک کې د اوه ویشت ( ۲۷) تنو معاصرو فرهنګیانو او وطنوالو په باب  خپل (۴۹) مقالې د خپلو شخصي نویو لیدلورو٬ نظریاتو٬ خاطرو او خورا دلچسپو او اړینو او نوښتګرانه ادبې تبصرو سره راوړې دي.

په دې ټولګه کې موږ  د افغانستان د معاصر فرهنګي سر لارو د پښتو ادبیاتو له سبک٬ ځانګړو دریځونو او طرز سره اشنا کیږو٬ چې هر یو یې  نویو نسلونو ته د رهنمود او د پښتو ژبې د غنا مندې د درسنامو بڼه لري.

د دې اثر یوه ځانګړتیا داده٬ چې د هغه په لرلو ضرورت نه شته٬ چې د افغانستان د معاصر تاریخ د پښتو ژبې فرهنګیانو په هلکه څیړنو او تحقیق ته٬ نور ادرسونه ولټوو او انترنیت کې سرګردانه شو.

د ادبیاتو په خوا کې٬ اقتصادي٬ ټولنیزو٬ سیاسي او فلسفي اثارو٬  تاریخي  سیاسی طنزنو٬ نثرونو٬ شعرونو٬  لیکنو او څیړنو سره هم اشنا او معلومات تر لاسه کولای شو.

 کله چې ما د هغه  لوستلو ته اوږه ورکړه٬ له لوستلو څخه یې نه یوازي چې دلګیره نه شوم٬ هڅه او تلوسه مې کوله٬ چې پرلپسې یې ولولم او خپل اړین یادښتونه ترینه واخلم.

هره برخه یې داسې په  ښکلی انداز٬ هنری او ادبي ژبه او سبک  تنظیم شوی دی٬ چې لوستونکي هڅوی  یوار بیا یې ولولي٬ د لیکنې طرز یې  داسې روان او سلیس دی چې لوستونکي د ستړیا احساس نه کوي.

د بیلګې په توګه:

 ـ د الفت سل خبری٬

ـ د استاد بینوا په نثري لیک کې او د علامه بابا رشاد په څو کرښو کې د« سرې سپۍ» او « توره…»  یادونه شوې ده.

ـ د مجروح په «ځانځاني ښامار» کې د خوشحال منتحب بیتونه٬

ـ  و نه و یو شپون و٬

ـ  اسد اسمایې او په« کارامازوف ورونو» کې د ماشوم وژنې کیسه٬

ـ اسحاق ننګیال٬ سپیره ډاګونه او غوړیدلي بزغلي٬

ـ د استاد شریف بهاند ژوند لیک٬

ـ  د داکتر شیر اغا حرکت د علمي فرهنګی لنډ جاج٬

ـ بې دفاع فرخندې ته د خپله لیکوال پوهندوی استاد بهاند شعر٬ چې  راتلونکي نسلونه به یې په زرینو کرښو پر دیوالونو ولیکي:

 عرض

اهای!!!

د لوړو کلو خلکو

غږ مې در رسي که نه؟

 دغه ده چیغې وهم

وژني مې٬

وهي مې٬

سوځوي مې

خلاصولای مې شئ

 د یادولو وړ ده٬ چې د مقالو دغه ټولګه د هر رنګه تبعیض او تعصبه څخه مبرا ٬ څيړنیز اثر او پانګه ده٬ چې لوستل یې د  پوهاوی په لوړولو کې ډیر ژور اثر لري  او د نوي نسل د لارښوونې له پاره د یو څراغ حیثیت لري.

 قدرمن  استاد بهاند صاحب ته د پشتو ژبې او ادب د غنامندی په موخو د لا بریاو هیله کوم٬ د هغه د نورو څیړنیزو او ادبي اثارو د تخلیق په پار د اوږد عمر او ښې روغتیا هیله ورته کوم.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.