آیا طالبانو چین ته دراوازه پرانیستی؟

لیکوال : ديپلوم ماستر محمد نصیر حیدری

666

دا چه بیجنګ د خپلو ګټو یو پوخ ماستر دی نو ځکه هر  کله چه په افغانستان کی جمهوری نظام د طالبانو او د هغی د خواخوږو لخوا چپه شو نو د چین هیواد د طالبانو سره ګړندی هڅی پیل کړی تر څو په افغانستان کی خپلی ګټی خوندی وساتی . حقیقت دادی چه د امریکا د انخلا څخه وروسته او د طالبانو د حاکمیدو رادیخوا د چین هیواد په دی لټه کی دی چه د طالبانو سره غیری رسمی تعلقات غوټه کړی او نوره نړی هم دی کار ته وهڅوی . د امریکایانو د وتلو څخه وروسته د چین د هیواد هڅه دا وه چه په مختلفو شکلونو او نومونو باندی په غیر نظامی شکل په افغانستان کی خپل حضور وساتی .

د چین هیواد چه د پخوا څخه یی په افغانستان کی د امریکا حضور ته په ښه سترګه نه کتل د کابل د سقوط څخه یی څو ساعته وروسته یوه اعلامیه خپره کړه په اعلامیه کی راغلی وو چه د چین هیواد به د طالبانو سره په ارتباط کی وی دوی د افغانستان حاکمیت ته احترام لری او په افغانستان کی به د یو بیا رغوونکی فکتور په حیث خپل رول ترسره کوی . د طالبانو د حکومت وروسته چین په هر سیمه ایز او نړیوال سیتیج باندی د طالبانو لپاره د زړه د اخلاصه لابی وکړه . حتی په لومړیو وختونو کی د چین هیواد ددی حقیقت سره هم موافق وو چه د پخوانی جمهوری حکومت هیڅ کس باید د طالبانو تر واک لاندی  افغانستان کی به  د مشرتابه غړی نه وی .

د چین هیواد لکه د پاکستان او طالبانو په څیر دهغه ( ۷) بلین ډالرو ازادیدو ته ډيره لیوالتیا وښوده کوم  چه د امریکا په بانکونو کی د طالبانو د راتګ وروسته منجمد شوی وو . د ۲۰۲۰ میلادی کال د فبروری په میاشت کی د چین د بهرنیو چارو وزارت په امریکا باندی غږ وکړ چه د افغانانو غلا شوی شتمنی بیرته افغانانو ته ورکړی . د ملګرو ملتونو د امنیت د شوری په غونډه کی هم چین د طالبانو د حمایت کولو موقع د لاسه ورنه کړه د ملګرو ملتونو د امنیت په شوری کی د چین خاص استازی ژانګ جون وویل چه چین د امریکا څخه دا غوښتنه کوی چه سمدلاسه او په غیر مشروط ډول دی د یو جګړه ځپلی هیواد پیسی ورکړی . په ملګرو ملتونو کی د چین د هیواد خاص استازی په ډاګه وویل د بندیزونو وضع کول او د افغانستان د پیسو کنګل کول د وژونکی فوځی مداخلی څخه کم نه دی . هغه زیاته کړه  موږ یو ځل بیا غږ کوو چه په بهر کی د افغانستان کنګل شوی شتمنی څومره ژر چه ممکن وی باید خلاصی شی دا روپی باید بیرته خپلو اصلی مالکانو ته وسپارل شی او د ګواښونو او خنډونو لپاره د یوی وسیلی په شکل نشی کارول کیدلی . خو ژانګ واضحه نه کړه چه اصلی مالکان عام افغانان او که واکمن طالبان دی .

دا چه طالبان به په افغانستان کی د چین د هیواد ګټی خوندی ساتی نو د چین هیواد هم د طالبانو سره د اقتصادی همکاریو ژمنه وکړه خو په مقابل کی یی د طالبانو وغوښتل چه په افغانستان کی به د ختیځ ترکستان د اسلامی حرکت د فعالیتونو مخه نیسی او نه به د یغور مسلمانانو ته دا موقع ورکوی چه د افغانستان په شمال کی خپل مرکزونه جوړ کړی او د هغه ځایه د چین امنیت ته ګواښ پیښ کړی او د افغانستان د سرحد سره نږدی سیمه سینکیانګ ناامنه کړی .بیا په راتلونکی سپتمبر میاشت کی د طالبانو ویاند سهیل شاهین دا خبره واضحه کړه چه یو شمیر یغوری جنګیالیو افغانستان پریښی دی او زیاته یی کړه چه ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکوم چه د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هیوادونو په ضد هیڅکله هم استعمال نه شی .

همدارنګه کله چه کابل د طالبانو لخوا ونیول شو نو چین د هغو لومړنیو هیوادونو څخه وو چه غوښتل یی د طالبانو سره دیپلوماتیکی اړیکی جوړی کړی او ددی هیله یی څرګنده کړی وه چه طالبان په رسمیت وپیژنی همدا علت وو چه د ۲۰۲۱ میلادی کال د جنوری د میاشتی په لومړیو کی طالبانو خپل سفیر بیجینګ ته معرفی کړ د طالبانو لخوا د سفیر د معرفی کیدو وروسته د جمهوریت د وخت سفیر جاوید احمد قایم د خپلی دندی استعفی ورکړه او د جنوری په ۱۷ نیټه یی داسی ټویټ وکړ

( بیجینګ د نوی تقرر سره موافق دی )

دا خبره واضحه ده چه  د طالبانو لخوا د نوی سفیر معرفی کیدل د چین د خوښی څخه پرته امکان نه لری .

که څه هم د چین هیواد طالبان په رسمیت نه پیژندل خو د۲۰۲۱ میلادی کال د مارچ د میاشتی په ۲۴ نیټه کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفر ددی خبری ښکاره اشاره وه چه د چین هیواد غواړی چه طالبان په رسمیت وپیژنی .

د طالبانو د راتګ وروسته د چین هیواد د اقغانستان په شتمنو کانونو کی سترګی ښخی کړی وی همدا علت وو چه د طالبانو لخوا د کابل د نیول کیدو وروسته چه حالت هم  اضطراری وو یو شمیر چینایی پانګوال د خپل بخت د آزمویلو لپاره د چین د سفارت په انګړ کی موجود وو . افغانستان تقریبا د یو تریلیون ډالرو په ارزښت د لیتیم ذخایر لری او د طالبانو د راتګ وروسته د چین هیواد دی ذخایرو ته په ډير سرعت سره د دیپلوماتیکو او سوداګریزو لارو په اسانه لاس رسی پیدا کړی دی . د سیګار د یو راپور مطابق د چین د معدنونو د کمپنی د رهبری هیات څو ځل په دی هکله د طالب مشرانو سره لیدلی دی او په تیرو څو میاشتو کی د چین د معدنونو د کمپنیو چارواکو او تخنیکی ټیمونو په افغانستان کی د لیتیم د ذخایرو څخه لیدنه هم کړی ده . د چین د هیواد  او د طالبانو تر منځ داسی معاهده شوی ده چه چین به طالبانو ته د هغوی د اړتیا مطابق نقدی روپی چمتو کوی او په مقابل کی به یی د چین هیواد د افغانستان د منرالونو خزانی ته لاس رسی پیدا کوی .  سره ددی چه د نړیوالو بندیزونو له کبله د طالبانو سره هر ډول معامله منع ده خو د چین د معدنونو د مشهوری کمپنۍ ) (MCC مشرانو څو ځل د طالبانو د کانونو او پطرولیم د وزیر سره لیدلی دی . د کانونو او پطرولیم وزیر د ) (MCC د کمپنی څخه غوښتی دی چه خپلی پروژی دی په ډاډه زړه پیل کړی او هغه دی تکمیل کړی .

چینایی کمپنی په افغانستان کی اوسنی حالت د خپل ځان په ګټه بولی ځکه چه دیوی خوا کوم نړیوال رقیب نه لری او دبلی خوا د طالبانو د کلک ملاتړ څخه هم برخمن دی . همدا علت وو چه د طالبانو د راتګ وروسته د چین هیواد یو ځل بیا د مس عینک پلان د طالب چارواکو مخ ته وړاندی کړ. د عینک د مس کان ۵۰ بلیون دالره اقتصادی ارزښت لری .

همدارنګه چین د طالبانو سره د واخان کوریدور د جوړیدو په هکله په تفصیلی بحثونو بوخت دی . چین غواړی چه ژر تر ژره د واخان کوریدور جوړ کړی تر څو چین د منځنی آسیا ، اروپا او د عربو د اوبو سره وصل شی . او د افغانستان په واسطه خپل تجارت کنترول کړی .

داسی لیدل کیږی چه طالبانو د کابل په نیول کیدو سره د چین لپاره یوه ستراتیژیکه دروازه پرانیستی ده او د چین د هیواد لخوا هم طالبانو ته چه د خپلو افعالو له کبله په رسمیت نه دی پیژندل شوی د یو سیاسی قوت په شکل لیدل کیږی . او دا دواړه د خپلو مشترکو ګټو مشترک ملګری دی .

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.