په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ له بیا- بیا خبرو اترو وروسته لا هم په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانتينرونه بند پاتې دي چې د سوداګرو په خبره له امله يې ميليونونه افغانۍ زيان ور اوښتی دی.
افغان سوداګر هاشمي ازادي راډيو ته وويل، اوسمهال يې هم کراچۍ کې دوه کانتينرونه چې ټايرونه يې پهکې رابار کړي دي، بند پاتې دي.
هغه وايي:
” زموږ پنځه کانتينره وو، درې کانتينرونه مو راغلل او دوه مو اوس هم هلته کراچۍ بندر کې بند پاتې دي، برخليک يې نهدی مالوم. پر هر کانتينر باندې له ۱۳زره څخه تر ۱۵زره ډالرو پورې کرايه راغلې ده.”
نوموړی وايي، دوی پهدې اړه څو ځل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او دغه راز د طالبانو حکومت ته هم ورغلي دي، خو ياده ستونزه يې نهده هواره شوې.
دغه راز بل افغان سوداګر نواب اميرزی وايي، د کانتينرونو د درول کېدو له امله افغان سوداګرو ته دومره زيان اوښتی، که دوی په يادو کانتينرونو کې شته مالونه هم وپلوري نو تاوان به يې جبران نهشي.
هغه ازادي راډيو ته وويل:
” زموږ په ځينو کانتينرونو باندې دومره کرايه او جريمه راغلې ده چې، هغه مالونه ورته خرڅ هم کړي، نه پوره کېږي. دا سوداګرو ته په ميليونونه افغانۍ زيان دی، ځکه زموږ مالونه چې هلته درېږي، کرايه پرې راځي.”
دغو سوداګر د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتنه کوي چې د دواړه هېوادونو ترمنځ دې د سوداګرۍ ستونزه په دايمي ډول حل کړي.
بل پلو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وويل، شاوخوا ۳۰۰ هغه کانتينرونه چې پهکې بار سوداګريز توکي پاکستان په تور نوملړ کې شامل کړي دي، د کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او دوی يې د خوشې کولو هڅې کوي.
الکوزي زیاته کړه:
” د ۳۰۰په شاوخوا کې کانتينرې هلته ولاړې دي، چې پر موږ باندې جريمه راځي، کرايه راځي، واقعيت دا دی چې موږ ته ميليونونه ډالر زيان ورسېد، موږ هڅه کوو دا کانتينرې خوشې کړو، خو تر اوسه بندې پاتې دي.”
دا چې د طالبانو حکومت د کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د درول شويو کانتينرونو د خلاصون لپاره څه کړي دي، ومو غوښتل پهدې اړه د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو نظر ولرو. د دغه وزارت وياند عبدالسلام جواد په يو ليکلي پېغام کې ازادي راډيو ته وويل، پهدې اړه د دوی خبرې راوانې دي، ترڅو ياده ستونزه حل شي.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ يو پلاوي اسلاماباد ته سفر وکړ چې له ياد سفر وروسته د دغه وزارت چارواکو د تېر کال نومبر په ۲۹مه، د کراچۍ بندر کې د بند پاتې شاوخوا ۴زره کانتينرونو د خوشې کېدو او افغانستان ته يې د روانېدو خبر ورکړ.
هغه مهال د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وويل، د يادو شاوخوا ۴۰۰۰زره کانتينرونو له ډلې ۵۰۰ هغو ته د لېږد اجازه ورنهکړل شوه چې د پاکستان له لوري د ښودل شوي تور نوملړ توکي پهکې بار دي.
خان جان الکوزی نن ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، لهدې ډلې ۲۰۰ کانتينرونه نور هم خوشې شول او اوسمهال شاوخوا ۳۰۰ هغه يې بند پاتې دي.
پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې په سوداګریز تړون کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو پر وارداتي توکو لس سلنه تعرفې سربېره یې د ۲۲۰ قلمه توکو پر لېږد بندیز ولګاوه چې لهدې کبله سلګونه کانټینرونه په کراچۍ کې ایسار پاتې شول.
ازادي رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.