!ګیله‌من اشنا ته

عبدالغفور لېوال

202
د دې زمانې د مغولو له رنتهبور څخه راخلاص شوي یوه ګیله‌من اشنا ته!
.
ګیلې دې ځار شم «ګیله منه» یاره
د زخمي ګل غوندې خوږمنه یاره
موږ لا د «تور» له توره نه‌شو وتی
چې «سور» د وینو موج راوخوځوي
د دې توپان له زوره نه‌شو وتی
چې په خندا مو «شین» سالو کې پټ کړي
د چا د عشق له شوره نه‌شو وتی
موږ د همدې بیرغ نښان ښکل کړی
چې د مغول له اوره نه‌شو وتی
موږ ژوندپرست یو سپین کفن نه منو
موږ لمرپلوي، دا رنځوره سپوږمۍ
په کې مات ستوری په وطن نه منو
موږ به ستا ښکلو تورو څڼو څخه
او د منظور جانان له سرې خولۍ نه
بیا د ماه‌رنګ بلوڅ تر شنه پړوني
یو خوږ تړون د انقلاب جوړوو
په خپلو ګوتو به قلم رااخلو
د خپل تقدیر به بېل کتاب جوړوو
نو،
ګیلې دې ځار شم ګیله منه یاره
د زخمي ګل غوندې خوږمنه یاره
د ګران وطن په غېږ کې آه وباسه
سحر نږدې دی، شپې نه ساه وباسه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.