طالبانو په بامیان کې د ۵ ښځو په ګډون ۱۳ کسان په دُرو وهلي

106

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې په بامیان کې یې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳کسانو ته سزا ورکړې ده. د دغې محکمې په وینا، ډېری دغه کسان «له کور څخه د تېښتې او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهل شوي دي.

دوو نور کسانو ته  بیا د وژنې او د موټر د غضب په تور د اوه کاله زندان ۳۹ دُرو سزا اورول شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ (فبرورۍ ۱۴) د بامیانو ولایت په مرکز کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳کسان په عام محضر کې محکمه شول.

د طالبانو د سترې محکمې په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسان د دغه ولایت د ابتدايي محکمې له خوا په یو او دوه کلونو  تنفیذي بند او هر یو په ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، پنځه کسان د زنا او نامشروع اړیکو په تور په دوه کاله بند او ۳۹ دُرو محکوم شول، څلور کسان بیا له کوره د تېښتې په تور په یو کال بند او ۳۹ دُرو په سزا محکوم شول.

دوو نور کسانو ته  بیا د وژنې او د موټر د غضب په تور د اوه کاله زندان ۳۹ دُرو سزا اورول شوې ده.

طالبانو په بیا واکمنۍ کې په تیرو دوه کلونو کې د ابتدايي محکمې د حکمونو پر بنسټ تورنو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکول پیل کړي.

دې ډلې په سلګونو نارینه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي او دوه کسان یې قصاص کړي دي.

نړيواله ټولنه او د بشري حقونو د چارو کارپوهان، مدافع وکيل او قانوني محکمې ته له لاسرسي پرته تورنو ته سزا ورکول په کلکه غندي او د بشري حقونوخلاف کار یې  ګڼي.

خو طالبان دغو غبرګونونو ته هیڅ پام نه کوي او یوازې د خپل مشر حکم پر ځای کوي او په محضر کې په دُرو وهل او قصاص عملي کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.