اورېدل او ویل

نجات مل صافی

170

اورېدل تر ویلو ډېر اړین دي. که داسې نه وي؛ نو خدای (ج) به یوه خوله او دوه غوږونه نه راکولای؛ هڅه مو باید دا وي چې لږې خبرې وکړئ ځکه ډېرې خبرې کول د انسان قدر کموي، نو باید خبرې مو تر اورېدو کمې وي او تل دا هڅه وکړئ چې کوم ځای کې مو چې خبرې کولو ته اړتیا نه وه او یا په کوم موضوع نه پوهېدئ نو باید چپ پاتې شئ. خاموشي د هوښیارانو او پوهانو جوهر دی.

ډېری داسې خلک به مو لیدلي وي چې په یوه موضوع باندې نه پوهېږي خو بیا هم پرې بحث کوي چې دې کار سره خپل قدر د خلکو په منځ کې کموي. یوه وینا ده چې وایي (( که په ټوله کیسه نه پوهېدې، نو چپ کښېنه)). دا اړینه نه ده چې هر چېرته کښېناستئ باید خبرې وکړئ، لږو خبرو کولو سره خلک ستاسې د خبرو لېوال ګرځي، خو که ډېر وغږېږئ نو خلک به له تاسې څخه ستړی شي او له تاسې څخه به د تېښتې لار لټوي. چوپتیا ستاسې نیمګړتیاوې پټوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.