د ناروې سفیر د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی

100

په کابل کې د ناروې سفیر وايي، چې د سرپرست حکومت له یو شمېر چارواکو او د یوناما له مشرې سره یې په لیدنه کې په نوي تعلیمي کال کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د ناروې د سفارت شارژدافیر پل کلومن بیکن په اېکس پاڼه کې د افغانستان له پخواني ولسمشر، حامد کرزي او د ا.ا له سیاسي مرستیال، مولوي کبیر سره د کتنې خبر ورکړی او د یوناما مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې د نوي کال له پیل سره باید نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ستنې شي.

په همدې حال کې په دوحه کې د افغانستان د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر ویلي چې په افغانستان کې بل نوروز هم تېر شوی، خو تر اوسه په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو کومه نښه نه ده لیدل شوې.

نوموړي دغه څرګندونې د مارچ ٢٧مه، په يوه غونډه کې وکړې او زياته يې کړه: “افغانستان د سرپرست حکومت د واکمنۍ درېيم کال تجربه کوي، خو لا هم ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ تړلي دي.”

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هم ټینګار وکړ چې: “افغانستان په پرله پسې توګه د درېیم کال لپاره د نړۍ یوازینی هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورې نجونې عصري زده کړې نشي کولی.”

په افغانستان کې د ا.ا تر واکمنۍ لاندې ۱۴۰۳ تعلیمي کال شاوخوا ۹ ورځې وړاندې پیل شو، خو د تېرو دوو کلونو په څېر سږ کال هم یوازې هلکانو ته په ټولګیو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې او نجونې لا هم د لوړو ښوونځیو د پرانیستلو په تمه دي.

مهديه، يوه له هغو نجونو څخه چې تېر کال يې شپږم ټولګي بشپړ کړي او اوس نه شي کولى چې ټولګي ته ولاړې شي، له ا.ا څخه يې وغوښتل چې د روان تعليمي کال په پيل کې دې نجونو ته اجازه ورکړي چې خپلو ټولګيو ته ستانه شي.

هغه له خامه پرېس سره په خبرو کې وویل: ” تېر کال مې شپږم ټولګی پای ته ورساوه، خو د نوي کال لپاره مې هم تیاری نیولی دی. زه هیله لرم چې بېرته خپل ټولګي ته راستون شم.”

د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي کال په پیل کې یو ځل بیا د ښوونځیو د نجونو د حجاب په مراعاتولو ټینګار وکړ، خو د منځني او لېسو د نجونو لپاره د ښوونځیو د دروازو د پرانستلو په اړه یې کومه اشاره ونه کړه.

خامه پرس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.